له سینما تر سیاسته؛ د بالیووډ مشهوره لوبغاړې څنګه هند کې د بي جي پي ګوند کاندیده شوه؟

هند

د عکس سرچینه، PARUL CHAWALA PR

د عکس تشریح، هند کې حاکم ګوند کنګنا رناوټ ته د منډي له سیمې ټاکنو ته د درېدو ټکټ ورکړی دی

د بالیووډ کنګنا رناوټ د هند په راتلونکو ټاکنو کې د بهارتیه جنتا ګوند په استازولۍ د هماچل پردېش ایالت له منډي لوک څخه ټاکنو ته کاندېده شوې.

د بي جي پي ګوند تېره ورځ د خپلو کاندیدانو پنځم نوملړ خپور کړ چې پکې یې کنګنا رناوټ ته د منډي له سیمې ټاکنو ته د درېدو ټکټ ورکړی دی.

نوموړې له دې مخکې ټاکنو ته د درېدو اشاره کړې وه خو په اړه یې وروستۍ پرېکړه نه وه اعلان کړې.

اونوۍ وړاندې له رسنیو سره خبرو کې اغلې رناوټ ټینګار کړی و چې که مور یې په ټاکنو کې د درېدو اجازه ورکړي، ټاکنو ته به ځان کاندید کړي.

د ګوند لخوا د نوملړ له اعلان وروسته، کنګنا رناوټ په یوه ټوېټ کې ویلي "زما ګرانو هندوانو! ما تل د خپل بهارتیه چنتا ګوند نامشروطه ملاتړ کړی خو نن د دغه ګوند عمومي مشرانو زه په خپل هستوګنځي کې ټاکنو ته نومولې یم."

سینما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کنګنا په فلمي نړۍ کې څو اېوارډونه ګټلې خو له دې وروسته یې سیالي په فلمونو کې نه بلکې سیاست کې ده او د ووټ ګټلو هڅه به کوي

کنګنا رناوټ د هندي فلمي صنعت یوه داسې اداکاره ده چې تل یې په اړه د خبرونو سرټکي جوړ شوي، نوموړې ډېر کله د خپلې ښې اداکارۍ، کله د جنګ جګړو او کله د متنازعه بیانونو له کبله د رسنیو توده موضوع ګرځیدلې.

د هند په هماچل پردېش کې پیدا شوې کنګنا چې کله د اداکارۍ اراده وکړه، لومړۍ یې په ډیلي کې د سینما له ډایرکټر ابوند ګوړ څخه د اداکارۍ هنر زده کړ او بیا ممبۍ ته لاړه.

نوموړې له دې ځایه اصلي موخې ته د رسېدو هڅې ګړندۍ کړې، نوموړې د منزل موندلو په موخه د مشهور فلم جوړونکي مهیش بهټ سره وکتل او په ۲۰۰۶م کال کې یې کنګنا ته د ګېنګسټر نومي فلم کې مرکزي رول ورکړ.

دغې فلم د کنګنا رناوټ په شهرت کې لومړنی او مهم رول ادا کړ.

کنګنا په خپل لومړني فلم کې دومره ښه کار وکړ چې نوموړې ته په (لومړني ښه فلم کې د ښې کارکردګۍ) اېوارډ هم ورکړل شو، له دې وروسته بیا کنګنا کله شاته ونه کتل او هر ځل یې د پرمختګ خبر ورکړل شوی دی.

په ۲۰۰۷م کال کې د کنګنا بل فلم (وه لمحې) او (لایف ان اې مېټرو) خپاره شول خو په ۲۰۰۸م کال کې د (فېشن) فلم کنګنا ته جلا مقام ورکړ.

په دې فلم کې د کنګنا رول کوچنۍ وه خو همدا کوچنی کردار دومره پیاوړی و چې بیا یې له کبله ملي اېوارډ تر لاسه کړ.

وروسته یې د (راز ۳) فلم هم په همدې کال خپور شو، او کنګنا یو ځل بیا د خپلو اړیکو له کبله د ډېرو خبرونو د سر خبر جوړاوه.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کنګنا له نوموتو هنرمندانو سره سیالي کړي، کرن جوهر وي، که سلمان خان، که شاهر خان او یا عامر خان کنګنا ټولو ته ګوته نېولې او وخت نا وخت یې پې نیوکې کړي دي

دا وینا هسې هم مشهوره ده چې د سینما او فلم په نړۍ کې که څوک یو ځل مشهور شي، کارونه ورته کتار شي او که قسمت دې ښه وي نو منزل ته د رسېدو لپاره دې هر څه خپله مخې ته راځي، د کنګنا سره هم ورته څه روان و.

نوموړې په فلمي صنعت کې د نوموتي اداکارانو او ډېرو خلکو سره سیالي کړې.

کرن جوهر وي، که سلمان خان، که شاهر خان او یا عامر خان کنګنا ټولو ته ګوته نېولې او وخت نا وخت یې پر ټولو نیوکې کړي دي.

یوازې دا نه نوموړې مهیش بټ سره هم شخړه راغله هغه کس چې کنګنا ته یې په ګېنګسټر، وه لمحې او راز ۳ فلمونو کې د لوبېدو فرصت برابر کړی.

کله چې د سوشانت د مړینې دلیل نشه وبلله شوه نو د کنګنا دا ادعا هم د ډېرو خبرونو مهمه برخه شوه چې د هغې په ټکو "د بالیووډ ۹۹ سلنه وګړي نشه يي توکي کاروي."

له تېرې څه مودې راهیسې نوموړې نه یوازې د فلمي صنعت په اړه تبصرې کوي، بلکې ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو د هند په سیاسي وضعیت هم لیکنې کوي.

د کنګنا له بیانونو په واضح ډول د مودي حکومت لپاره کمپاین او ترې ملاتړ ښکاري.

کنګنا یو ځلې ممبۍ ته هم د (پاکستان لخوا قبضه شوې کشمیر) کلمه وکاروله چې وروسته یې له کبله سیاسي سفر لا چټک کړ او له همدې وروسته بي جي پي او شیو سینا ګوندونه د هغې په اړه لا سره په ټکر شول.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نرېندرا مودي په حکومت کې ځینې چارواکو وار له مخه ویلي و چې بي جي پي ګوند به د کنګنا رناوټ تود هرکلی وکړي

بهارتیه جنتا ګوند له دې وروسته کنګنا ته امنیتي ساتونکي هم منظور کړل او له همدې ځایه داسې ګنګوسې پیل شوې چې کنګنا به ډېر ژر په رسمي ډول په بي جي پي ګوند کې شامله شي.

د نرېندرا مودي په حکومت کې ځینې چارواکو وار له مخه وخت نا وخت ویلي و چې بي جي پي ګوند به کنګنا رناوټ ته د غړیتوب ورکولو تر څنګ تود هرکلی وکړي.

د هند نفوس او پراختیا ته په کتو د ټاکنو کمېسیون ویلي راتلونکي ټاکنې به د اپرېل او مۍ په میاشتو کې په اووه بېلو پړاونو کې ترسره شي.

ټاکل شوې د دغه ګڼ میشتي هېواد د ټاکنو پایلې د جون په څلورمه اعلان شي.