ای او اېم: د لیبیا اوبو کې د څه باندې ۶۰ کډوالو د ډوبېدو وېره ده

د عکس سرچینه، REUTERS
د کډوالو نړيوال سازمان وايي، باور لري چې د ليبيا په سواحلو کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې تر ۶۰ ډېر کډوال ډوب شوي دي.
د ملګرو ملتونو ادارې د ژوندي پاتې شویو کسانو په حواله ویلي چې دې کښتۍ کې چې د لیبیا له "زواره" ښاره وتلې وه، ۸۶ کسان سپاره وو.
هغه وویل چې د سمندر لوړې څپې کښتۍ ته د اوبو ننوتلو لامل شوې او د ماشومانو په ګډون ۶۱ کډوال ورک شوي او ګومان کېږي مړه شوي دي.
لیبیا د مدیترانې له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو یوه له اصلي لارو ده.
د مهاجرت نړیوال سازمان اټکل کوي چې یوازې سږ کال له مدیترانې څخه د تېرېدو په هڅه کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان ډوب شوي، چې دا په نړۍ کې د مهاجرت یوه له خطرناکو لارو ده.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، دغه سازمان ویلي چې په وروستۍ پېښه کې ډېری قربانیان د نایجیریا، ګمبیا او نورو افریقايي هېوادونو وو.
دغه سازمان دا هم ویلي، چې ۲۵ ژوندي پاتې شوي کسان په لیبیا کې یوه توقیف ځای ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان یوه ویاند په X ټولنیزه شبکه کې د سږ کال د قربانیانو شمېرې "زړه بوږنوونکې وبللې چې له بده مرغه ښیي په سمندر کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره کافي کار نه دی شوی".
د جون په میاشت کې د یونان په جنوبي اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۷۸ کسان مړه او ۱۰۰ نور ژغورل شوي وو.
د دې سفرونو په جریان کې، کښتۍ معمولا د مهاجرینو څخه ډکې وي چې په خوندي توګه د لېږدولو ظرفیت نه لري.
هغه کسان چې په دې سفر کې ژوندي پاتې دي هیله لري چې د ایټالیا سواحلو ته ورسېږي او بیا نورو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي. دوی تر ډېره له جګړې او جبر یا اقتصادي ستونزو څخه تښتي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، سږ کال له تونس او لیبیا څخه څه باندې ۱۵۳ زره کسان ایټالیا ته رسېدلي دي.











