د نسوارو په څېر هغه 'نیکوټین لرونکې پوړۍ' چې ورۍ شڼوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, روت کلیګ
- دنده, د بي بي سي روغتیا څانګه
په بریتانیا کې دفېن په نامه یو ښار مېشتی له یوه کوچني او ځلېدونکي ډبي د چای د پاکټ په څېر سپین رنګه پوړۍ راباسي او د خپلې پورتنۍ شونډې او وریو ترمنځ یې ږدي.
دی او د ده ملګري دغه نیکوټین دومره ډېر کاروي چې ځینې وخت یې زړه خراب شي او کانګې وکړي.
دی وايي په دغو پوړیو کې دومره ډېر نیکوټین شته (یوه پوړۍ کې ۱۵۰ ملي ګرامه) چې دوی په بشپړ ډول بې حسه کوی او بیا نور نشی خوځېدلی، په ځانګړي ډول کله چې په یو وار دوه یا درې پوړۍ یو ځای وکاروي.
هغه وایي: "لومړی په وریو کې یو ډول سوی احساسېږي او بیا یې اغېز پیلېږي. "
د هغه په وینا، د دغو پوړیو اغېز تر سیګریټو هم ډېر توند وي، او ډېری وخت دی او د ده ملګري په ملاسته دا پوړۍ په خوله کې ږدي، چې تر ډېر وخته د شونډو لاندې چیت پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه زیاتوي، د دغو پوړیو کارول ډېر اسانه دي داسې چې په ظاهره هېڅ نه ښکاري ځکه نو ان ښوونځي کې یې هم کاروي. هغه وايي: "زه ټولګي کې ناست وم او دومره پیاوړې پوړۍ مې خوله کې ایښې وې چې نور مې ځان نشو کنټرولولی. خولې راباندې راماتې شوې، له خولې مې لاړې بهیدې او تمرکز کول راته ګران شول. "
په پایله کې یې ښوونکي احساس وکړ چې د هغه "مخ شین " شوی، نو په یوه پلمه د ریاضي له ټولګي ووت.
د هغه نوم فېن دی، هغه له موږ وغوښتل بشپړ نوم یې ونه کارول شي. هغه د دغو پوړیو په کارولو د ویاړ احساس نه کوي بلکې پښېمانه دی چې ولې یې د نیکوټین پوړیو کارول پیل کړي. اوس ځان روږدی ګڼي او غواړي نور خلک یې له خطره خبر کړي.
ده وویل: "زه د وېپ یا برېښنايي سیګریټو له کارولو ستړی شوی وم، خو اوس په دې پوړیو روږدی شوی یم. "
د ځوانانو یو زیاتېدونکی شمېر د نیکوټینو پوړۍ کاروي. ځینې خلک یې د وېپ یا سیګريټو د پرېښودو لپاره کاروي او ځینې یې بیا د لومړي ځل لپاره ازمايي.
د بي بي سي تر لاسه شوو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۶ تر ۲۴ کلونو په عمر ځوانانو کې د دغو پوړیو کارول تر ۱ سلنې هم کم و، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا دا کچه ۳.۶ سلنې ته لوړه شوه.
دغه پوړۍ پر انلاین، بازارونو او ځايي هټیو کې په ازاد ډول موندل کېږي. یو پاکټ یې نږدې ۲۰ پوړۍ لري او بیه یې څه باندې ۷ ډالره ده. دا پوړې بېلابېل خوندونه لري او د نیکوټینو له بېلابېلو کچو (۱.۵ ملي ګرامه تر ۱۵۰ ملي ګرامه پورې) سره پلورل کېږي.
دا پوړۍ هر څوک پېرلی شي او کوم ټاکلی عمر نلري، لکه څنګه چې د سیګریټو، وېپ (برېښنايي سیګریټ) یا شرابو پېرلو لپاره ټاکل شوی. همداراز د دې پوړیو د نیکوټینو پر کچې هم کوم محدودیت نه دی لګول شوی.
د سوداګریزو معیارونو افسره، کېټ پایک، خبرداری ورکوي او وایي: "موږ اورېدلي چې اوس هټۍ د ۱۱ او ۱۲ کلونو تر منځ عمر پر ماشومانو هم دغه پوړۍ پېري. "
هغې وویل، د میندو، پلرونو او ښوونکو هغه شکایتونه هم مخ پر زیاتېدو دي چې وايي دغه پوړۍ پر ماشومانو پلورل کېږي. هغې زیاته کړه: "دا ډېر نهیلې کوونکی دی چې موږ یې اوس د مخنیوي لپاره هېڅ نه شو کولای."

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیکوټین پوړۍ څه ده؟
دا پوړۍ چې ځینې وخت "سپین نسوار" یا "وایټ سېنس" هم بلل کېږي، د تمباکو له پاڼو اېستل شويو نیکوټینو، سوډیم کاربونېټ، خوند ورکوونکي مادې او د خوږې له ګډولې جوړېږي.
دا پوړۍ په عام ډول د لوړې کچېpH لري، دا هغه ماده ده چې د سوډیم کاربونیټ له کبله ترلاسه کېږي. د pH مادې لوړه کچه د دې لامل کېږي چې نیکوټین ډېر ژر د وریو له نرۍ پوټکي جذب او وینې ته لاړ شي، چې له امله یې نیکوټین په بدن کې ژر جذبېږي او اغېز یې پیاوړی کېږي.
مز پایک له حکومته غواړي د "تمباکو او وېپ یا برېښنايي سیګريټ لایحې" ته لومړیتوب ورکړي. که دا لایحه تصویب شي، نو د تر ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشومانو ته به د نیکوټین پوړيو پېرل ناقانونه شي.
هغه وايي: "موږ باید د هغو کسانو پر ضد ګام واخلو چې په لوی لاس یا د بې غورۍ له کبله پر ماشومانو ډېر نشه لرونکی توکي پېري او ورسره عادي کوي یې."
که څه هم په دې پوړیو کې د نیکوټین کچه لوړه ده خو لا یې هم پر پاکټ هغه ډول لیکل شوی خبرداری نه لیدل کېږي چې د سیګریټو یا وېپ پر پاکټونو لګول شوي وي. د بېلګې په توګه: "دا نیکوټین لري، هغه ماده چې ډېره نشه لري. "
د محصولاتو د خوندیتوب عمومي تګلارې له مخې، که یوه پوړۍ له ۱۶.۷ ملي ګرامو ډېر نیکوټین ولري، باید د خطر نښه (د کوپړۍ او هډوکو علامه) پرې ولګول شي او کیمیاوي مواد يې هم باید په انګرېزۍ ژبه ولیکل شي.
خو مز پایک وایي دا قانونونه په دوام لرونکي ډول تر پښو لاندې کېږي، په داسې حال کې چې د سوداګریزو معیارونو افسرانو له ټولې بریتانیا زرګونه ناقانونه محصولات نیولي دي.
د دغو پوړیو تاوان د سیګریتو پرتله لږ دی ځکه په کې شامل کیمیاوي مواد یې سږو ته نه ځي، نو د وېپ (برېښنايي سیګریټ) پرتله يې خطر هم کم دی.

د عکس سرچینه، Kent Trading Standards
د یونیورسیټي کالج لندن پوهنتون یو مشر څېړونکی هېري ټېتن برچ وایي: "د نیکوټینو کارولو تر ټولو کمه تاوان رسوونکې طریقه د سپینو پوړیو کارول دي."
هغه زیاتوي چې که خلک دا پوړۍ د سیګریټ یا وېپ پرېښودو لپاره وکاروي، نو دا د عامې روغتیا لپاره ګټور تمامېدلی شي خو یوازې هغه وخت چې خلک یې د نشه یې توکو د پرېښودو لپاره وکاروي، نه دا چې په لومړي ځل نیکوټین تجربه کوي.
که څه هم کېدی شي د دغو پوړیو خطر د سګرېټ یا وېپ پرتله کم وي، خو د نیکوټینو لوړه کچه لرونکې پوړۍ لا هم د زړه د ناروغیو له خطر سره مخ کېدی شي او ورسره وریو ته د تاوان رسېدو په اړه هم اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
فېن چې له څه باندې یو کال راهیسې دا پوړۍ کاروي وايي: "یو وخت له داسې وضعیت سره مخ شوم چې خوله مې په بشپړو ډول ټپي شوه او ان د وریو نیمه برخه مې وشڼېده. "
په بورنمت کې مېشت د غاښونو یو سویډنی ډاکتر پېټرک سارابي وایي، ده د داسې ناروغانو درملنه کړې چې د نیکوټینو پوړۍ یې کارولې او له امله یې وریو کې دومره ژور ټپونه درلودل چې د غاښونو رېښې یې ښکارېدې. هغه وايي: "د دغو محصولاتو اوږدمهاله زیان خورا د اندېښنې وړ دی."
د هغه یو ناروغ چې ۲۳ کلن زده کوونکی دی، ازموینو ته د چمتووالي پر وخت یې د پوړیو کارول پیل کړل. هره ورځ به یې پنځه پوړۍ د دې لپاره کارولې چې په مرسته یې وکولی شي وېپ پرېږدي او په خپلو زده کړو پام ورټول کړي. هغه وايي: "ما پوړۍ له شوقه پیل کړې، خو ډېر ژر مې خپل کنټرول له لاسه ورکړ. او بیا مې هغه وخت ځان ته پام شو کله چې مې د وریو هغه برخه چې پوړۍ مې په کې کېښوده په شڼېدو شوه. "

د عکس سرچینه، Sintija Miļuna-Meldere
اوس هغه په بشپړ ډول د نیکوټينو له روږدې ازاد شوی او وايي اوس اته میاشتې وروسته له هغه چې د نیکوټینو پوړۍ او وېپ دواړه یې پرېښودل ورۍ یې هم په رغېدو دي.
ډاکتر سارابي چې دوه کاله یې د نیکوټینو پر پوړیو څېړنې کړي، وایي: "دا پوړۍ د وریو د ناروغۍ او هډونو د شڼېدو خطر زیاتوي. "
ډاکتر سارابي خبرداری ورکوي چې د نیکوټین پوړیو له حده ډېر کارولو دود، چې واردمخه په سویډن کې عام دی ځکه له تمباکو د جوړو اصلي نسوارو کور دی، ښايي ژر بریتانیا ته هم ورسېږي.
په سویډن کې د ۱۶ تر ۲۹ کلونو ۲۵ سلنه ځوانان دغه پوړۍ کاروي، او د غاښونو ډاکتران داسې ناروغان ویني چې د وریو دردناکه پړسوبونه لري، چې رغېدا یې ځینې وخت میاشتې او کله ان کلونه نیسي.
په ګوتنبرګ پوهنتون کې یوه داسې پنځه کلنه څېړنه روانه ده، چې غواړي پوه شي ولې د "سپینو پوړیو" روغتیاي خطر له دودیزو تمباکو لرونکو نسوارو زیات دی.
ډاکتره ګیتا ګېل، چې د خولې ناروغیو متخصصه ده، وایي: "دا د اندېښنې وړ خبره ده چې دومره ډېر خلک دا پوړۍ کاروي، حال دا چې موږ یې د اوږدمهاله اغېزو په اړه ډېر لږ معلومات لرو. "
حکومت وایي د دوی د تمباکو او وېپ د هغې "تاریخي" لایحې له مخې چې دمګړۍ پرې د بریتانیا پارلمان کې خبرې کېږي تر ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو ته به د نیکوټینو پوړیو پېرل ناقانوني شي. همداراز، دا قانون به له وېپ او نورو نیکوټیني محصولاتو له ماشومانو د هدف ګرځولو مخه ونیسي. د حکومت ویاند وایي: "دا به راتلونکی نسل له نیکوټیني روږدتیا وساتي او د نشې او پرېښودو دا کړۍ به له منځه یوسي."
فېن وایي، د ده د ښوونځي ګڼ شمېر ملګري د وېپ له پرېښودو وروسته اوس د نیکوټینو پوړیو کارولو ته مخه کړې. ده هم ورته کار کړی و. خو اوس وایي بس دی او هڅه کوي پرې یې ږدي. دی وایي: "زه ټول وخت یوازې په دې فکر کې وم چې څومره پوړۍ باید وکاروم او دا چاره بېخي ډېره شوې وه. خو د نسوارو پرېښودل د وېپ په پرتله خورا ګران دي."
"زما مشوره دا ده چې له پیله نیکوټین مه کاروئ ځکه روږدي کوي مو."









