افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسيناسیون پيل شوی

پوليو

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیل شو خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی.

له پولیو پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ترڅنګ د ویټامین اې کپسولونه هم ورکول کېږي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې له دې فرصته ګټه واخلي او خپل ماشومان نه یوازې د پولیو پرضد واکسین کړي بلکې ویټامین اې هم ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام وکړي له پنځو کلونو کم عمره لس اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، "له نېکه مرغه په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې". خو په تېر ۲۰۲۳ کال کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبتې شوې وي چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.

چارواکي وايي د پولیو پرضد روان ملي کمپاین په غور، بامیان او دایکنډي کې د وروښتونو او سیلابونو له امله له نورو ولایتونو سره هممهاله نه ترسره کېږي بلکې څو ورځې وروسته به پيل شي.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت پر قومي مخورو، مشرانو، میندو او پلرونو غږ کړی چې له روان کمپاین سره همکاري وکړي او په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو پرضد واکسین کړي.

پاکستان کې بیا د ګوزڼ ضد واکسیناسیون یوه اونۍ دوام کوي.

Pic

د عکس سرچینه، Getty Images

چارواکي وايي د کمپاین پر مهال به ۹۱ ضلعو یا ولسوالیو کې ۲۴ میلیونه ماشومانو ته چې عمره یې له ۵ کلونو کم دي، واکسین وشي.

د ملي روغتيا په چارو کې د پاکستان د لومړي وزير همغږي کوونکي ملک مختار احمد 'اسوسيېټډ پرېس اف پاکستان' حکومتي خبري اژانس ته ويلي تېرو څو مياشتو کې د هېواد د يو دېرش ضلعو په اوبو کې د ازموينې پر مهال د پوليو ويروس موندل شوی دی.

خیبر پښتونخوا کې د روغتيا ايالتي وزير سيد قاسم علي دغلته د کمپاين پېلولو پر مهال رسنيو ته ويلي له واکسين د کرکې له منځه وړلو لپاره یې علما، سیمه ییز سپین ږيري او مخو، سياستوال او د ماشومانو ډاکتران هم دغه پروګرام کې ورګډ.

هممهاله د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، چې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان په سفر بوخت دی، دغلته د "بېل اېنډ ملېنډا ګېټس" خیریه سازمان له شریک مشر بېل ګېټس سره ليدلي، چې نړۍ کې د پولیو یا ګوزڼ د لمنځه وړلو هلې ځلې کوي.

ښاغلي شریف د دغه سازمان مننه کړې، چې له اوږدې مودې پاکستان سره د پولیو لمنځه وړلو کې مرسته کوي.

یوازني هېوادونه چې ګوزڼ پکې پاتې دی

ګوزڼ ضد واکسين

د عکس سرچینه، Getty Images

ګوزن یا پولیو يوه وېروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو د واکسين له لارې یې مخینوی کېدای شي‎.

د عامې روغتیا وزارت روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو کال یاد کړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې به په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ پرضد د واکسین کولو څلور کمپاینونه ترسره شي چې اوسی هغه یې لومړنی دی.

افغانستان او پاکستان اوسمهال په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې لا هم شته.

پاکستان کې روان کال تر دې دمه د ګوزڼ دوې مثبت پېښې ثبت شوې دي، خو تېر کال دغه شمېر شپږ تنه و.

دوې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تشخیص لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ او پرانیستل شو.

د یادونې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او چارواکو په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پولیو په له منځه وړولو کې به پوره همکاري ورسره کوي.