د مصنوعي ځیرکتیا 'چټ باټونه' ښايي ژر تر انسانانو ډېر هوښیار شي

د عکس سرچینه، Getty Images
یو سړي چې په پراخه کچه د اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پلار په نوم یادېږي، له کار لاس اخیستی او په دې برخه کې یې د وروستیو پرمختګونو له کبله د خطرونو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.
هغه دا هم ویلي په دې برخه کې پر کړي کار پښیمانه دی.
۷۵ کلن جیوفري هېنټون نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د استولې لیکنې له لارې له ګوګل شرکته د استعفاء اعلان کړی دی.
نوموړي بي بي سي ته ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د مکالمې باټونو (چټ باټ) ځینې خطرونه "خورا وېرونکي" دي.
دی وایي "دمګړۍ، تر هغې چې زه ویلی شم، دوی [د مصنوعي ځیرکتیا باټونه] تر موږ ډېر ځیرک نه دي. خو ښايي ژر [تر موږ ډېر هوښیار] شي."
ډاکتر هینټون دا هم منلې چې پوخ منګ یې ګوګل سره له کاره استعفاء کې رول لري.
نوموړي بي بي سي ته ویلي " ۷۵ کلن یم، نور نو د تقاعد وخت دی."
د 'ژورو زدکړو' او 'عصبي شبکو' په اړه د ډاکتر هینټون څېړنو د چټ جيپيټي په څېر د مصنوعي ځیرکتیا د اوسنیو سیستمونو رامنځته کېدو ته لار هواره کړې ده.
په مصنوعي هوښ یا ځیرکتیا کې عصبي شبکې داسې دي لکه د انسانانو ماغزه چې څرنګه مالومات پروسس کوي.
دوی مصنوعي هوښ ته دا وړتیا وربښي چې د انسانانو په څېر له تجاربو زدکړه وکړي.
همدې ته 'ډیپ لېرننګ' یا ژوره زدکړه وايي.
ډاکتر جیوفري هینټون بریتانوی-کاناډايي سایکالوجیست او کمپیوټر ساینس پوه دی.
نوموړي بي بي سي ته ویلي، جټ باټ ښايي ژر د انسانانو تر مغزو د ډېرو مالوماتو د ځایولو وړتیا تر لاسه کړي.
دی وایي "دمګړۍ وینو چې د چټ جيپيټي-۴ په څېر ښکارندې د عمومي پوهې برخه کې تر انسانانو مخکې کېږي، هغه هم به ډېر واټن. د استدلال له اړخه ډېر ښه نه دی، خو اوس هم ساده استدلال کولی شي."
"د پرمختګ سرعت ته په کتو، تمه کېږي چې دا ټکنالوجي به په ډېره چټکۍ پیاوړې شي. د همدې لپاره دا د اندېښنې خبره ده."
ډاکتر هنټون نیویارک ټایمز ته په استولې لیکنه کې د 'بدو لوبغاړو' یادونه کړې، چې ښایي له مصنوعي ځیرکتیا د ورانکاره اهدافو لپاره ګټه واخلي.
هغه په دې تړاو توضیحاتو کې بي بي سي ته ویلي، "ښايي دا تر ټولو بده ممکنه سنارویو واوسي، د یوه ډارونکي خوب سناریو. د بېلګې په ډول، کولی شئ فکر وکړئ چې د پوتین (د روسیې ولسمشر) څېر بد لوبغاړی پرېکړه وکړي، چې روباټونو ته د خپلو فرعي اهدافو د جوړولو وړتیا وبښي."

ډاکتر هینټون خبرداری ورکوي چې دا کار ښايي بالاخره د "زه ډېر ځواک غواړم" هدف رامنځته کېدو لامل شي.
دی زیاتوي "دې پایلې ته رسېدلی یم، هغه ځیرکتیا چې موږ یې د پراختیا په حال کې یو، تر هغې ډېره جلا ده چې موږ یې لرو. موږ بیولوژیکي سیستمونه یو، دوی ډیجیټلي سیستمونه دي."
د نوموړي په وینا د ډیجیټلي سیستمونو توپیر په دې کې دی چې د نړۍ لروبر یې ښايي کټ مټ ورته کاپي ګانې موجودې وي.
ډاکتر هینټون زیاتوي "او دغه کاپي ګانې کولی شي، جلا جلا زده کړې وکړي خو سم لاسي خپله پوهه له یو بل سره شریکه کړي. دا داسې ده لکه تاسې چې ۱۰ زره کسان لرئ، او هر کله چې له دوی یو، یوڅه زده کړي، ټول یې اتومات زده کوي. همدا ده چې دغه چټ باټونه تر هر انسانه ډېر څه زده کولی شي."
د مصنوعي ځیرکتیا دغه مختصص پر ګوګل له نیوکې په څنګ تېرېږي او وایي د دغه شرکت په اړه ډېر مثبت څه ویلو ته شته.












