هند د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
هند د امریکا متحدو ایالتونو په نیویارک کې د ۲۰۲۴ کال د شل اوریز نړیوال جام په یوه ډېره په زړه پورې لوبه کې پاکستان ته په ۶ منډو ماته ورکړه.
د دې لوبې بایللو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د پاکستان د تګ چانس نور هم ډېر کم شو.
پاکستاني لوبغاړو د هند لخوا د ۱۲۰ منډو ورکړل شوی هدف تعقیباوه.
پاکستان که څه هم د منډو د اوسط له مخې پر هر توپ یوازې یوې منډې ته اړتیا درلوده، خو ثابته شوه چې دویمه پاڼۍ کې هم د نیویارک په دغه کرېکټ لوبغالې کې د منډو جوړول ستونزمن وو.
پاکستانۍ لوبډلې ټاکلو شلو اوورنو کې د ۷ وېکټو په زیان یوازې ۱۱۳ منډې وکړای شوې چې د محمد رضوان ۳۱ پکې له نورو ټولو ډېرې وې.
د هند له اړخه توپ اچوونه کې جسپریت بومرا ۳ او هاردیک پانډیا ۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې پچه د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني توپ اچوونکو هم ښه بالېنګ وکړ او هند ټول لوبغاړي یې د ۱۹ اوور تر پایه په داسې حال کې وسوځول، چې یوازې ۱۱۹ منډې یې کړې وې.
دا لومړی ځل شو چې پاکستان په یوه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د هند ټوله لوبډله سوځوي.
د هند لپاره تر ټولو ډېرې (۴۲) منډې ریشب پانټ وکړې.
اکسر پټېل په ۲۰ او لوبډلمشر روهیت شرما په ۱۳ منډو وسوځېد.
د پاکستان له اړخه بیا توپ اچونه کې نسیم شاه او حارث روف ۳ -۳ او محمد امر ۲ لوبغاړي وسوځول.

د عکس سرچینه، Getty Images
لوبه که څه هم له لومړي اوور وروسته د باران له کبله څو دقیقې ځنډېدلې وه، خو وروسته بېرته پیل شوه.
پاکستان نن اعظم خان کېنولی او پر ځای یې تجربه کار الراونډر عماد وسیم لوبډله کې اخیستی و.
اعظم خان د امریکا خلاف لوبه کې په صفر اوټ شوی و.
دواړه لوبډلې له فشاره په دې ډکه لوبه کې داسې مهال سره مخ شوې چې هند د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه په لوړ توپیر ګټلې خو پاکستان بیا نړیوال جام امریکا ته په دردونکي ماته پیل کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان خپله لومړۍ لوبه په سوپر اوور کې له امریکا بایللې وه.
خو هند بیا د اتو وېکټو په توپیر ایرلنډ ته ماته ورکړې وه.
له نننۍ لوبې سره په الف ګروپ کې د پاکستان پوانیټونه یا نمرې لا صفر او د هند او امریکا چې دواړو دوه دوه لوبې ګټلې ۴ -۴ دي.








