هغه سړی چې خپل مړ پلار یې په چټ بوټ واړاوه

tech

د عکس سرچینه، JAMES VLAHOS

جیمز ویلهوس په ۲۰۱۶ کال کې یو بد خبر ترلاسه کړ او هغه دا چې پلار یې د وژونکي سرطان په ناروغۍ اخته شوی و.

د امریکا د کلیفورنیا ایالت د اوکلنډ اوسېدونکی جیمز وايي، "له خپل پلار سره مې ډېره مینه درلوده، خو هغه مې له لاسه ورکاوه."

په داسې یو حالت کې جیمز فکر وکړ، چې له خپل پلار سره ډېر وخت تېر کړي او په دې درشل کې یې د خپل پلار د ژوند کیسې خپله د پلار له خولې ثبت کړې.

"ما د هغه د خولې د کیسو اورېدو لړۍ پیل کړه، ما ساعتونه ساعتونه دا کار وکړ او د هغه له خولې اورېدلې کیسې مې په غږیزه بڼه ثبت کړې."

له دې سره هممهال جیمز مصنوعي ځیرکتیا (AI) برخه کې دنده وموندله او سملاسي یې د خپل پلار د ژوند د کیسو ثبت کړې خبرې یې یوې پروژې ته واړولې.

"ما فکر کاوه خدایه، که زه وکړای شم له دې یو ډول تعاملی څه جوړ کړم؟"

جیمز وايي، غوښتل یې د خپل پلار یادونه لا بډایه کړي او تل د هغه د عالي شخصیت احساس ولري.

په ۲۰۱۷ کې د جیمز پلار جان مړ شو.

تر هغه چې پلار یې له دې دنیا کډه کوله جیمز په دې توانېدلی و، د خپل پلار ثبت شوې خبرې د اې ای (AI) چټ بوټ ته واړوي، چې وکولی شي د ده د پلار د ژوند په اړه پوښتنې خپله د پلار په غږ کې ورته ځواب کړي.

له اوږدې مودې راهیسې ساینسي افسانوي فلمونو کې ښودل کېږي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ خلک ژوندي ساتل کېږي خو د ساینس پرمختګ دا وښودله چې دا ممکنه ده.

په ۲۰۱۹ کال کې جیمز خپل چټ بوټ یوه کاریال (App) ته واړاوه، چې نوم یې "اخرت اې ای" یا (HereafterAI) دی او په کارولو سره یې هر څوک کولی شي د نوموړي په څېر ګټه ترې واخلي.

tech

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

نوموړی وايي، چټ بوټ نشي کولی د هغه د پلار د مړینې غم ورنه لرې کړي، خو لږ تر لږه چټ بوټ د هغه یادونه له منځه تللو ته نه پرېږدي.

'زه په دې زړه بسیا کوم چې زه ورسره خبرې کولی شم.'

د جیمز هېرافتر اپ کاروونکي کولی شي د خپلو عزیزانو عکسونه هم ور اپلوډ کړي او د دې اپ کارولو پر مهال به دا انځورونه د کاروونکي کس په موبایل او کمپیوټر پر سکرین ورښکاره کېږي.

خو د چټ بوټ ځینو شرکتونو له دې هم زیات پرمختګ کړی دی.

د سوېلي کوریا ډېپ‌برېن اې ای (DeepBrain AI) کولی شي د یوه کس د غږ او څېرې په کاپي کولو سره ویډیو جوړه کړي.

د ډېپ‌برېن اې ای مشر مایکل جونګ وايي، د نوموړي اې ای کولی شي د هر شخص ۹۶.۵سلنه ورته څېره جوړه کړي.

خو نوموړی وايي، ډېری خلک له خپلو مړو شویو عزیزانو سره د اې ای په مټ د خبرو کولو له لارې هم سکون نه ترلاسه کوي.

کمپن‍ۍ په دې باور ده، دا ډول ټېکنالوژي کولی شي داسې دود رامنځته کړي چې خلک وار له مخکې خپل مرګ ته چمتووالی ونیسي. د خپلې کورنۍ تاریخ، کیسې او یادونه د یوه میراث به توګه پرېږدي.

په هر حال دا چاره ارزانه هم نه ده، کاروونکي نه شي کولی په خپله د خپلو مړو شویو ګرانو کسانو بدیل نمایشي انځور (avatar) په ځیرکو وسیلو کې جوړ کړي. دوی باید د خپلې خوښې د نمایشي انځور فلم جوړولو لپاره ۵۰ زره ډالره ورکړي.

له دومره لوړ لګښت سره سره، ځینې پانګه وال ډاډه دي، چې دا چاره به ډېره مشهوره او بریالۍ شي.

د ډېپ برېن اې ای خپله وروستۍ پانګونه ۴۴ میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده.

روانپوه لاورن آنتروبس وايي، له دې ټېکنالوژۍ سره باید احتیاط وشي په ځانګړي ډول کله چې ستاسو احساسات په هغه لوړه کچه کې وي.

tech

د عکس سرچینه، DEEPBRAIN AI

"دا فکر چې تاسو به د دوی [خپل مړ شوي ګران] غږ واورئ او د دوی لخوا ویل شوې خبرې واورئ ممکن تاسو خورا وځوروي. "

انتروبس وايي، تاسو بېړه مه کوئ، چې باید د خپلو مړو شویو عزیزانو له کبله حتما چټ بوټ وکاروئ.

د هر چا د غم پاللو ډول بېل وي او ځینې ګډ ټکي هم شته.

له دې څخه یو یې هم د کاغذ پر مخ چارې دي. هغه کسان چې مړه کېږي د هغوی د بانک اکونټ بندولو چارې د کاغذ له مخې کېږي او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو یې هم باید اکونټونه بند شي.

د سویلي ډیون سیمې ۴۱ کلنې اوسېدونکې الینور ووډ میړه سټیفن تیر کال په مارچ کې مړ شو.

نوموړې وايي، بېلابېلو شرکتونو سره یې اړیکي نیولې او هر یو ته یې د خپل مېړه د مړینې خبر ورکاوه.

دا وايي، چې ځینې شرکتونه خورا ګټور وو خو ځینې نور په بشپړ ډول بې کفایته او احمق ثابت شول.

"دوی ما ته په داسې وخت کې خورا ډیر کړاوونه رامنځته کړل کله چې زه دمخه په احساساتي ډول ځپل شوې وم."

سیټلډ (Settled) په بریتانیا کې داسې یو شرکت دی چې د غم په ټغر ناستو کورنیو لپاره پورته یادې شوې چارې ترسره کوي.

کاروونکي باید اړین اسناد او د شرکتونو لیست اپلوډ کړي، چې یاد شرکت اړیکه ور سره ونیسي یعنی ایمیلونه ورته واستوي.

وروسته کاروونکي کولی شي دا چاره انلاین هم وڅاري چې یاد شرکت ته ور سپارل شوی کار څومره مخ ته تللی دی.

tech

د عکس سرچینه، SETTLD

سیټلډ له ۹۵۰ شرکتونو سره کار کوي لکه بانکونه، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه، د خدماتو شرکتونه.

ویکي ولسن یې یو له بنسټګرو څخه دی چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د خپلې انا له مړینې وروسته تاسیس کړ.

نوموړې وايي، هر څومره چې موږ وکولای شو د ټیکنالوژي په کارولو سره د خلکو له سر دروند بار کم کړو، هومره به ښه وي.

دوی وايي، چې په بریتانیا کې د یو کس له مړینې وروسته د حسابونو بندولو او نورو کاغذي کارونو بشپړولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ ساعته وخت ته اړتیا ده.

د ویکي ولسن په خبره، له دې لارې ٧٠ سلنه کار په اتوماتيک ډول ترسره کېږي.

د ټېکنالوژۍ اړوند خبري وېب پاڼې (TechRound) په بنسټ د غمجن ټیک سکټور چې د "مرګ ټیک" په نوم هم پېژندل کېږي، په نړیواله کچه یې ارزښت ۱۰۰ میلیارد پونډو ته رسېدلی.

مشر ایډیټر یې ډیویډ سوفر وايي، دې د کورونا وبا پر مهال د اور لمبې په څېر چټکه وده وکړه.

د هغه په وینا، کورونا خلکو ته د ژوند اهمیت ور په ګوته کړ او له خلکو سره یې مرسته وکړه، چې د مرګ په اړه د زړه له اخلاصه وغږېږي.

دا ټول هغه لاملونه دي چې د غم زغملو لپاره د ټېکنالوژۍ کارول منل شوي دي.

"په یو وخت کې د ډېرو خلکو د خبرولو وړتیا، د ریکارډونو یا عکسونو او ویډیوګانو له لارې د خلکو یادونهژوندي ساتل دا ټول مهم دي. "

خو سوفر باور لري چې دا هر څه یوه ژور معنی لري.

"کله چې د تخنیکي ستونزو د حل لپاره له ټېکنالوژۍ کار اخیستل کېږي دا ښه ده، خو کله چې ناتخنیکي ستونزې لکه د خلکو سره د غم په مقابل کې مرسته کولو کې برخه اخیستل دا بیا د ټېکنالوژۍ اصلي‌ موخه ده."

په هر حال، انټروبس په دې باور دی چې له غم سره د مقابلې په وخت کې د بشري مرستې هېڅ بدیل نشته.

"زه د ټېکنالوژۍ لپاره د داسې ځای تصور نه شم کولی چې پر غمجنو دودیزو اړخونو غالب شي- یعنې له خلکو سره د نژدېوالي احساس، د هغوی د پاملرنې احساس او د هغوی د قدردانۍ احساس."