د طالبانو مشر: بې عدالته نظام نه پاته کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې واک ته د رسېدو درېیمې کلیزې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې کې له خپلو مسؤلینو او چارواکو غوښتي چې په خپلو چارو کې عدالت پلی کړي.
د طالبانو مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې څو څو ځله پر عدالت ټینګار کوي چې باید پلی شي. "ګورئ عدلات راولئ عدالت...ګورئ چې فرق درڅخه ونه شي، که مجاهدین دي، که علما دي، که حاکمان او قضات دي، که دغه اسلامي نظام پر عدالت ولاړ و او د عدالت فیصلې یې کولې، بیا به دا نظام باقي پاته وي، د قیامت تر ورځې به پاته وي. که ظلم راغی، وحشت راغی او سپارښتونه راغلل، قدرتمن سړی نه محاکمه کېدی، خو غریب سړی محکمه کېدی، په سپارښتونو فیصلې کېدې، بیا دا نظام نه پاته کېږي. بیا به دا نظام له منځه ځي."
دا څرګنده نه ده چې د طالبانو مشر خپلو چارواکو ته دغه سپارښتنې ولې اوس کوي او ولې یې تر ټول ولسه رسوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه د طالبانو د مشر وینا خپره کړې او وايي مشر یې واک ته د طالبانو د رسېدو په مناسبت غونډه کې چې د کندهار په هوايي ډګر کې جوړه شوې وه، دغه وینا کړې ده.
ملا هبت الله اخوندزاده له خپلو چارواکو او مسؤلینو غوښتي چې له تعصبه لاس واخلي او په چارو کې غفلت ونه کړي. پرته له هغه به یې لاس ته راوړنې له لاسه ووځي. "دغه فتحه که ستاسو له لاسه څخه وځي، په غفلت ستاسو له لاسه ځي، چې غافل نه شئ. ګورئ چې زړونه مو په دې منصبونو کې بند نه شي، زړونه مو په دنیا او سیالیو کې بند نه شي."
د طالبانو پر حکومت نېوکې دا دي چې زیاتره څوکۍ یې خپلو پلویانو ته ورکړې دي، ان په ډېر مسلکي برخو کې یې هم هغه کسان ګومارلي چې هېڅ تجربه یې نه لري. خو طالبان استدلال کوي چې دا ګومارنې سیاسي دي او اوس هم د پخواني حکومت ګڼ کسان دندې ورسره ترسره کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ملا هبت اخوندزاده د خپلو خبرو په یوه برخه کې پر خپلو پلویانو غږ کوي چې له تعصب او سمت پالنې ډډه وکړي، "د قدرت او قومیت شوق در کې پیدا نه شي، د منطقې او علاقې شوق در کې پیدا نه شي، چې دا دی شمال دی دا د جنوب دی یا د شرق او غرب دی. دا تبعیض هم درکې پیدا نه شي چې دا تاجېک دی، یا پښتون او یا ازبک او بلوڅ دی."
نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټولګډونی او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي. خو طالبان ادعا کوي چې د دوی په حکومت کې د ټولو قومونو او بېلابېلو سیمو خلک شته. وړاندې تر دې هبت الله اخوندزاده ویلي و، هېڅوک دې نوموړي ته د حکومت مشورې نه ورکوي او ټینګار کوي که "نړۍ اټوم بم هم راباندې وکاروي، بیا هم د چا فرمایشونه نه منوو."
په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو په تړاو د ملا هبت الله اخوند په وینا کې یو شمېر نورو کورنیو او ځینو نړیوالو مسایلو یادونه هم وشوه خو د افغان نجونو او ښځو د زدکړو، کار او نورو حقونو یادونه یې ونه کړه.
د طالبانو مشر دغه راز د فلسطین خلکو او حالت په اړه وايي چې خدای د دوی په شان له ظلم څخه خلاص کړي. او د ده په ټکو د دوی په شان فتحه دې ورته راشي.











