امريکا: پر يوه کليسا بريد کې څلور تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي
د امریکا په مېشېګن ايالت کې پر يوه کليسا بريد کې د ډزو له کبله څلور تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
د امنيتي چاروکو له خوا له پېښې وروسته يوه خبري کنفرانس ته ويل شوي چې بريدګر د کليسا يوې برخې ته اور هم اچولی چې اوس کابو شوی دی.
مشکوک بريدګر يو ۴۰ کلن کس ښودل شوی چې د پوليسو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
چارواکي وايي، پېښه د يکشنبې په ورځ (۲۸ سپټمبر) د مېشېګن د ګرنډ بلنک ټونشېپ په مورمن کليسا کې هغه مهال رامنځته شوه چې سلګونه خلک د عبادت لپاره هلته راټول شوی وو.
پولیس وایی هغه کس چې په کليسا کې پر خلکو ډزې کړې وې په قصدي ډول د کلیسا ودانۍ ته اور هم اچولی و.
دوی زياتوي یو کس چې په وسله سمبال و ځايي وخت ۱۰:۲۵ یې د کليسا پر ودانۍ موټر ور ټکر کړ او بيا یې په کليسا کې دننه پر خلکو ډزې پیل کړې.
د پولیسو په وينا نهه تنه په ډزو ټپيان شوي چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د ځينو حالت نازک ښودل شوی دی.
پولیس وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس راپور ورکړی چې مشکوک کس، د چارواکو لخوا د ۴۰ کلن توماس جېکب سانفورډ په نامه پېژندل شوی چې د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری و.
چارواکو لا تر اوسه د برید انګېزه نه ده تائید کړې.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پېښې له کبله خواشیني ښودلې او دا یې په امریکا کې پر عيسويانو "يو بل بريد" بللی دی.
نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت لیکلي چې د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي او د امریکا د پلټنو فدرالي اداره یې د پلټنو مشری کوي.
د مورسون کليسا د یوې اعلاميې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده. د دې کليسا مشر يوه ورځ وړاندې د ۱۰۱ کلنو په عمر مړ شوی و.









