ملګري ملتونه: په تېره یوه میاشت کې له ایرانه ۴۵۰ زره افغانان ایستل شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان 'ایاواېم' د دوشنبې په ورځ وویل، وروسته له هغه چې تهران هغو کسانو ته چې قانوني اسناد نه لري، د جولای تر ۶مې پورې د وتلو امر وکړ، له جون میاشتې راهیسې نژدې ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي.
د 'ایاواېم' ویاند اېاېفپي ته وویل، د جون له لومړۍ د جولای تر پنځمې نېټې پورې ټولټال ۴۴۹ زره او ۲۱۸ افغانان له ایرانه راستانه شوي دي. هغه زیاته کړه، د روان کال له پیل راهیسې دا شمېره ۹۰۶ زره او ۳۲۶ کسانو ته رسېږي.
ملګرو ملتونو وویل چې د یکشنبې ورځې د بېرته ستنېدو له نېټې څو ورځې مخکې لسګونه زره افغانان له ایرانه د پولو په لور خوځېدلې، چې په سرحدي نقطو کې یې "بېړنی" حالت رامنځ ته کړی دی.
ایران د تېرې مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسنادو افغانان باید د جولای تر شپږمې له دې هېواده ووځي، چې ښايي د هغو څلورو میلیونو خلکو برخلیک اغېزمن کړي چې د تهران وايي، دغه هېواد کې ژوند کوي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وویل، د جون له نیمایي راهیسې له پولې د تېرېدونکو کسانو شمېر ډېر شوی او یوازې د جولای پر لومړۍ، د هرات د اسلام کلا بندر له لارې له ۴۳ زرو زیات کسان افغانستان ته اوښتې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو له مخې، د جون له نیمایي وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ نژدې ۴۰ زره کسان په ورځني ډول تېر شوي دي.
همداشان، د افغانستان لپاره د یونیسف استازي تاجالدین اویوالې وویل، دا یو "بېړنی" وضعیت دی، په داسې حال کې چې افغانستان له وړاندې د "اوږدمهاله بېرته ستنېدونکو کړکېچ" سره مخ دی؛ روان کال له ایران او پاکستان نه شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغانان بېرته راستانه شوي دي.
هغه وویل، "د اندېښنې وړ دا ده چې د دغو ټولو راستنېدونکو ۲۵ سلنه ماشومان دي..." - پخوا یوازې سړي راتلل، خو اوس بشپړې کورنۍ، له لږو توکو او لږو پیسو سره ځانونه سرحد ته رسوي.
ښاغلي اویوالې زیاته کړه اسلامکلا کې دا شمېر خلک ځای پر ځای کېدای شي، خو د خدماتو له پلوه سم چمتووالی نه شته. هغه وویل: "کله چې له ۲۰،۰۰۰ کسانو زیاتو ته رسېږو، دا له هغه پلان ډېر دی چې موږ درلود."
نوموړې ادارې د بېړني حالت لپاره پروسې فعالې کړي، چې د اوبو او فاضلهموادو سیستمونه چې د ورځې له ۷ تر ۱۰ زره کسانو لپاره جوړ شوي، پراخ کړي او همداراز واکسین، تغذیه او ماشومانو ته د مناسبو ځایونو چمتو کول یې هم پیل کړي دي.
ډېرو خلکو ویلي پر دوی د ایران فشار ډېر شوی، یا نیول شوي او شړل شوي دي.
۳۸ کلن عارف عطایي وویل: "ځینې خلک دومره وېرېدلي چې له کوره نه وځي... هغوی خپل کوچني ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره لېږي او ان ماشومان هم کله کله نیول کېږي." هغه دا خبرې د شنبې په ورځ اېاېفپي ته وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوالې مرستې د پرې کېدو له امله د کړکېچ پر وړاندې غبرګون اغېزمن شوی او ملګري ملتونه، نړیوال نادولتي بنسټونه او طالب چارواکي د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره د لا ډېرو مالي سرچینو غوښتنه کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا نوې څپه افغانستان نور هم بېثباته کولی شي، داسې هېواد چې لا له وړاندې د ژورې بېوزلۍ، بېکارۍ او د اقلیمي بدلون له ستونزو سره لاس و ګرېوان دی او پر هېوادونو یې غږ کړی چې افغانان جبري ایستلو ته اړ نه کړي.
د طالبانو حکومت هم ویلي چې یوازې تېره یکشنبه د کندهار سپین بولدک له لارې ۶۴، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۳۳۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۲۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
ایران هم ویلي، په تېرو اوو اونیو کې کې یې له سیستان او بلوچستان ولایته له ۷۵ زرو ډېر افغان کډوال ایستلي.













