د چینايي نوي ( قمري) کال په اړه څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
سږکال د فبرورۍ لسمه د چینايي نوي (قمري) کال لومړۍ ورځې په توګه لمانځل کېږي. د نوي چینايي کال لمانځنې او جشنونه ۱۵ ورځې دوام کوي.
په چینایي دود کې، هر کال د یوه ژوي استازیتوب کوي چې ټول دوولس دي. په ۲۰۲۴ کال کې دوی د سوی له کال څخه د ښامار کال ته ننوځي.
خو دا ټول څه معنی لري؟ په دغه راپور کې به یې تاسو ته روښانه کړو.
ایا قمري نوی کال د چین نوي کال سره ورته دی؟
په دې تړاو د دوی د ځینو ټولنو تر منځ لږ څه توپیرونه شته ، خو یو عمده توپیر پکې څرګند دی.
د چين نوی کال په عام ډول په چين کې د پسرلني جشن په نامه يادېږي، ځکه د دوی په اند دا د ژمي پای او د پسرلي د پيل نښه ده. دا په چین کې یو له څلورو مهمو دودیزو جشنونو دی او د چین په قمري کلیز کې د نوي کال د پیل په توګه لمانځل کېږي.
کله چې په ځانګړي ډول د نوي کال پېښو ته اشاره کوئ، چېرې چې چینایي دودونه او کلتور لمانځل کېږي، دا د چینایي نوي کال په توګه ګڼل کېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د چین تر څنګ د ختیځ او سوېل ختیځې اسیا ډېر نور هېوادونه هم ورته پېښه لمانځي، چې جشنونه او لمانځنې یې په بیلابیلو کلتورونو او هېوادونو کې توپیر لري.
قمري د نوی کال یو ډېر عامه اصطلاح ده او ټول هغه جشنونه پکې شامل دي چې د قمري کلیز سره سم نوی کال په نښه کوي.
نورو هېوادونه، د قمري نوي کال اصطلاح د چینایي نوي کال یا پسرلني جشن پرتله غوره ګڼي او کاروي یې.
په چین کې ډېری شنونکي وايي د پسرلني اختر رخصتۍ د چینایي کلیز له مخې د سیمې هېوادونو کې د دغه هېواد تاریخي نفوذ ریښې ښیي، چې په بېلابېلو نومونو یادېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوی قمري کال چېرې لمانځل کیږي؟
سږکال به په ټوله نړۍ کې تر یو نیم میلیارد ډېر خلک نوی چینايي کال لمانځي.
په نړۍ کې تر ټولو لوی کلني انساني خوځښتونه او سفرونه هم په همدې وخت کې کېږي، ځکه میلیونونه خلک د نوي کال په بهیر کې د کورنۍ یا ملګرو سره د وخت تېرولو لپاره سفر کوي.
په ویتنام کې، دا ورځ د تېت نګوېن دان یا هم په لنډه توګه تېت په نوم یادېږي، معنی یې د لومړۍ ورځې د لومړي سهار جشن دی.
په شمالي او سوېلي کوریا کې خلک سیولال لمانځي. په منګولیا کې، دغه جشن د ساګان سار په نوم یادېږي، په دې هېواد کې ځینې خلک دا د سپینې سپوږمۍ جشن هم بولي.
د نوي کال په لومړنیو ورځو کې معمولاً، چینایي کورنۍ خپل کورونه د پسرلي راتګ سره په بشپړه توګه پاکوي. د دوی په اند پاکول د بدبختۍ د پاکولو په معنی دي او د ننوتلو لپاره د نېکمرغۍ کوټې چمتو پرېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کورنۍ او ملګري په دې وخت کې ځانګړي خواړه لکه ځانګړی اش، د هاټ پاټ په نوم ځانګړي خواړه، رنګارنګ اشکې، د نوي کال لپاره (د نوي کال د وريجو کېک)، د مولی کېک، کبان او نور خواړه خوري، چې په دودیز ډول ویل کېږي د راتلونکي کال لپاره بخت راوړي. خلک له اورلوبو هم خوند اخلي، ځانګړې جامې اغوندي او د دې ورځې په نښه کولو لپاره سره څراغونه ځړوي.
په نوي قمري کال کې، دا هم دود دی چې د پیسو یو سور پاکټ (د هونګ باو په نوم پېژندل کېږي) خپلو ملګرو او کورنۍ ته د سوغات په توګه ورکوي، دا د راتلونکي نوي کال لپاره د نېکو هیلو او بخت استازیتوب کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین د ۲۰۲۴ نوي کال رخصتۍ څومره وخت دی؟
د نوي کال نېټه پخپله د قمري کلیز لخوا ټاکل کېږي. دا د ژمي په دویمې میاشتې کې د ډیسمبر له ۲۱ چې سپوږمۍ نوې شوه حسابېږي. د نوي کال ورځ هم معمولا د جنورۍ له ۲۱ د فبرورۍ دشلمې نېټې تر منځ وي.
جشن عموما پنځلس ورځې دوام کوي. د سپوږمۍ له لیدل کېدو تر بشپړېدو پورې دوام کوي.
خو سږ کال په چین کې رسمي رخصتۍ، د چين دولتي شورا له خوا د فبرورۍ له ۱۰مې تر ۱۷مې نېټې اته ورځې ټاکل شوې دي. د چین د نوي کال را دبره کېدل په رسمي رخصتۍ کې شامل نه دي، که څه هم کارګومارونکي هڅول کېږي چې په دې ورځ د کارکوونکو لپاره له معاش سره رخصتي برابره کړي.
د چینایي نوي کال مخینه

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې انګېرل کېږي چې د چین نوی کال له میلاد مخکې ۱۴ مې پېړۍ پورې اړه لري، هغه وخت چې د شینګ کورنۍ واکمنه وه، او د هغې اصلیت په کیسو او نکلونو کې دی.
چینایي کیسې او نکلونه ښيي، چې دوی بېرته د نېیان په نوم د یوه شیطان په وړاندې جګړې ته ځي (نېیان په چینایي کې د "کال" معنی لري).
د دوی په اند نېیان د نوي کال په لومړۍ ورځ د کلیوالو د وېرولو لپاره راته، خو کلیوالو وموندله چې نېیان له لوړ غږ، روښانه څراغونو او سور رنګ څخه ډارېږي. ځکه به کلیوالو هر نوی کال، د نېیان د ویرولو لپاره سره څراغونه ځړول او اور لوبې یې هم کولې، چې د دوی په وینا نیېان بیا هېڅکله ونه لیدل شو.
د چین په دود کې، هر نوی کال د ۱۲ مختلفو ژویو څخه د یوه استازیتوب کوي او هر یو یې خپلې ځانګړتیاوې لري: موږک، غوایی، پړانګ، یږ، ښامار، مار، اس، وزه، بیزو، چرګ، سپی او سوی.
هر حیوان له یوه عنصر سره تړلی دی، فلز، لرګی، اوبه، اور او ځمکه. په هرو ۱۲ کلونو کې د یوه ژوي وار رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لرګين ښامار کال په هرو ۶۰ کلونو کې یوازې یو ځل پېښیږي. د لرګین ښامار تر ټولو وروستی کال په ۱۹۶۴ کې و، تر هغه دمخه په ۱۹۰۴ کال کې و.
داسې انګېرل کېږي هغه خلک چې د هر حیوان په کال کې زېږیدلي د شخصیت ځانګړتیاوې یې بېلې او د دوی په ژوند اغېز کوي.
ښامار په چینایي کلیز کې پنځم حیوان دی. په چینایي کلتور کې، دا د نېکمرغۍ، ځواک، روغتیا، او یانګ نارینه عنصر استازیتوب کوي.
هغه مشهور کسان چې د لرګین ښامار په کال کې زېږېدلي دي:
د چین کمونست مشر دینګ ژیاوپینګ (۲۲ اګست ۱۹۰۴)؛ جیک ما، چې د علی بابا ګروپ شرکت بنسټ یې اېښی دی او د نړۍ ترټولو لوی برېښنايي سوداګرۍ بنسټګر (۱۰ سپتمبر ۱۹۶۴)؛ هسپانوي هنرمند سلواډور دالي (۱۱ می ۱۹۰۴)؛ او د انګلستان پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن (۱۹ جون ۱۹۶۴).





















