حامد کرزی: د افغانستان پرمختګ لپاره د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزئ

کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا "ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو" د دروازو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

هغه په خپل اختریز پیغام کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ښځو د کار زمینه هم برابره کړي او هېواد له احتیاج او شاته پاتې کېدو وژغوري.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او لوړو زدکړو او کار بندیز ولګاوه خو تر ننه ترې په تکراري د دغو بندیزونو لیرې کېدو غوښتنه کېږي.

اوس په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو د تړل کېدو ۹۳۵ ورځې پوره کېږي.

په لوړو زدکړو او پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زدکړو د طالبانو د حکومت د بندیز له ۴۰۰ ډېرې ورځې واوښتې.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی چې له تعلیم او پوهې پرته يې آبادي او پرمختګ ناشونی دی.

هغه زیاته کړې، "که غواړو خپلواک، آباد او مترقي هېواد ولرو، نو لازمه ده چې د هېواد د نجونو او هلکانو تعلیم ته اساسي او جدي پام وکړو او ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزو".

هغه په اقتصادي برخه کې هم پر سوداګرو او پانګوونکو په بېلابېلو سکتورونو کې د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو غږ کړی او پر سرپرست حکومت يې هم غږ کړی چې کار ته د ښځو د ستنولو زمینه برابره کړي څو "لوڼې او خویندې خپل مسلم حقوق تر لاسه کړي او هېواد له احتیاج او شاته پاتې والي وژغورل شي."

طالبان د ښوونځیو پرانیستو لپاره روښانه تګلاره نه لري

افغانستان

طالب چارواکي که څه هم د نجونو پر ښوونځیو بندیز لنډمهالی بولي، خو ګڼې کورنۍ، زده کوونکې او د زدکړو فعالان په دې باور دي چې طالبان د ښوونځیو پرانیستو لپاره کومه "روښانه تګلاره نه لري."

د طالبانو حکومت دغه بندیز ته روښانه دلایل نه دي په ډاګه کړي او بیا بیا وايي چې د پرانیستلو لپاره يې پر طرحه کار روان دی، خو په کور دننه او نړیواله کچه ترې د دغه بندیز د لېرې کولو غوښتنې بې وقفې دوام لري.

له دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هم اختریز پیغام خپور کړی و، خو سره له دې چې روانه وري میاشت کې نوی ښوونیز کال پیل شو، د ښوونیز کال پیلېدو یا د نجونو د زدکړو یادونه يې نه وه پکې کړې.

د تعليم په برخه کې يې امامان د خپلو مقتدیانو د اولادونو د اصلاح او د پوهنې وزارت تشکیلات د تعلیمي خدماتو لپاره یاد کړي وو او د اولادونو ښه تربیه او تعلیم يې د هر مسلمان "ورور"مکلفیت بللی و.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د نوي ښوونیز کال په پیل کې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما دغه بندیز غیر عادلانه او زیانموونکی بللی و او د سملاسي لیرې کولو غوښتنه یې کړې وه.