ټرمپ پر هند له روسیې د تېلو اخیستلو له کبله د تعرفې کچه ۵۰ سلنه ته لوړه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هند له روسیې د تېلو پېرلو له کبله پر هندي توکو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو امر کړی دی.
ښاغلي ټرمپ د یوه اجرایوي امر یا فرمان په ترڅ کې پر هند ۲۵ سلنه نوره تعرفه هم ولګوله چې له دې سره امریکا ته په صادرېدونکو ټولو هندي توکو د تعرفې کچې ۵۰ سلنې ته وختله.
دا د امریکا له لوري پر یوه هېواد د تعرفې تر ټولو لوړه کچه ده.
د دغه اجرايوي فرمان له مخې، دا نوی نرخ به د روانې اګست میاشتې پر ۲۷ نېټه یعني په راروانو ۲۱ ورځو کې پلی یا نافذ شي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې، "په اوکراین کې د روسیې فدراسیون کړنې د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته دوامداره ګواښ دی او د ملي بیړني حالت د سمبالښت لپاره قوي اقداماتو ته اړتیا ده."
د یادولو ده چې ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې پر هند د تعرفو لوړولو خبرداری ورکړی و. هغه ویلي وو چې هند "د دې پروا نه لري چې په اوکرايين کې د روسیې جنګي ماشين څومره خلک وژلي دي."
سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له روسیې د تېلو په واردولو سره هند په اوکرايين کې د روسيې له کارکړنو سره د مقابلې په برخه کې د امریکا هڅې ضعیفوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې امریکا به دا معلومه کړي چې نور کوم هېوادونه له روسیې تېل واردوي او په اړه به یې "ولسمشر د اړتیا پر مهال د لا نورو ګامونو اوچتولو سپارښتنه وکړي."
د هند غبرګون

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
هند د چهارشنبې په ورځ (اګست ۶ / زمری ۱۵) د ډونلډ ټرمپ دې دریځ ته غبرګون ښکاره کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي ټرمپ په ځواب کې ویلي چې نوي ډیلي لا دمخه له روسیې د وارداتو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی او په ټينګار سره یې ویلي چې دا تعرفې "عادلانه، منصفانه او معقولې نه دي."
دغه وزارت همدا راز په خبرپاڼه کې ویلي چې، "دا ډېره د بدبختۍ خبره ده چې امریکا پر هند د داسې کارونو له کبله د اضافي تعرفې لګول غوره کړل چې نور هېواد یې هم وار د مخه د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره کوي" او "هند به د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره ټول اړین اقدامات وکړي."
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال هم ویلي چې په وروستیو ورځو کې امریکا له روسیې د هند د تېلو پېرلو مسئله هدف ګرځولې ده.
د ښاغلي جیسوال په وینا، "موږ وار د مخه دا روښانه کړې چې زموږ واردات د بازار تقاضا ته په کتو کېږي او دا واردات د هند د یو اعشاریه څلور میلیارده نفوس د اړتیاو پوره کولو لپاره ترسره کېږي."
تېل او ګاز د روسیې مهم صادرات دي او د هند تر څنګ یې چین او ترکیه هم تر ټولو لوی پېرودونکي دي.
ډونلډ ټرمپ وروسته په سپينه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال په دې اړه د بيبيسي د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پر هند دا تعرفې خو یوازې "یو پیل" دی او ګواکې "تاسې به لا ډېر څه ووینئ، ډېر زیات ثانوي بندیزونه به وګورئ."
په ډيلي کې د نړیوالې سوداګرۍ یو فکري بنسټ (جيټيارای) وايي، داسې برېښي چې دا تعرفې به په امریکا کې هندي توکي ډېر ګران کړي او ښايي د امریکا صادرات ورسره له ۴۰ تر ۵۰ سلنې را کم شي.
د دغه بنسټ مشر او د هند د سوداګرۍ پخوانی چارواکی اجې شريواستاو وايي، "هند باید ارامه پاتې شي او لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره خو باید له غچ اخیستلو ډډه وکړي. دا باید ومني چې له امریکا سره پر سوداګریزو مسئلو معنی لرونکې خبرې د ګواښونو او بې باورې تر سیوری لاندې ځای نه نیسي."











