یوناني ساحلي ساتونکي د ۲۰۲۳ د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښې په تړاو رسما پړه پېژندل شوي

د عکس سرچینه، Greek Coast Guard
په يونان کې د پوځ سمندري محکمې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په تړاو چې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل کېږي ۱۷ تنه ساحل ساتونکي په رسمي ډول پړه پېژندلي دي.
د ساحل ساتونکو تر څنګ د کښتۍ کپتان او څو سيمه ييز چارواکي هم تورن شوي چې ډېر ژر به يې محاکمه پيل شي.
اډېريانا کښتۍ د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۱۴ نېټه د يونان په ساحل کې په داسې حال کې ډوبه شوه چې ۷۵۰ کسان په کې سپاره وو.
د یونان د ساحلي ساتونکو د کښتۍ کپتان تورن شو
د پیریوس د سمندري محکمې مرستیال څارنوال دې پایلې ته رسېدلی چې د هیلېنیک (یوناني) ساحلي ساتنې ۱۷ غړي باید له جنایي تورونو سره مخ شي.
په دوی کې د LS-920 نومي ساحلي کښتۍ کپتان هم دی، چې ویل شوي همدی د "کښتۍ د ډوبېدو لامل" ګرځېدلی چې "تر لږ تر لږه د ۸۲ کسانو" د مړینې سبب شوی دی.
دا شمېره د هغو مړو له شمېر سره برابره ده چې موندل شوي، که څه هم اټکل کېږي چې نژدې ۵۰۰ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو او د کښتۍ لاندې پوړ کې وو، ډوب شوي وي.
یاده پېښه که څه هم په نړیوالو اوبو کې رامنځته شوې، خو د یونان د ژغورنې زون (حوزې) دننه وه.
د ساحلي ساتنې پخوانی مشر او د پیریوس د ملي لټون او ژغورنې د همغږۍ مرکز مشر د هغو څلورو چارواکو په ډله کې دي، چې پرې "د نورو د ژوند له خطر سره مخ کولو" تورونه لګېدلي دي.
د LS-920 پر کپتان نور تورونه هم لګول شوي، لکه "د سمندري ترانسپورت په چارو کې خطرناکه مداخله" او همداراز "له کډوالو د مرستې له ورکولو پاتې کېدل".
د یوناني چارواکو د روایت مشکوکوالی
یوه ساحلي کښتۍ له ډوبېدا ۱۵ ساعته وړاندې د "ادریانا" کښتۍ څارنه کوله.
دا کښتۍ له لیبیا نه د ایټالیا پر لور روانه وه، چې اټکل کېده ۷۵۰ کسان پکې سپاره وو. یوازې ۱۰۴ تنه ترې ژوندي پاتې دي.
موږ له هماغه ورځې نه، چې دا پېښه وشوه، پلټنې پیل کړې وې او زموږ موندنو د یوناني چارواکو رسمي روایت ته جدي شکونه پیدا کړي دي.
یوه اونۍ وروسته، موږ داسې شواهد وموندل چې ښيي کښتۍ په ستونزه کې وه، برعکس د یوناني چارواکو د دعوې، چې ګواکې کښتۍ کومه ستونزه نه درلوده او اړتیا نه وه چې وژغورل شي.

د عکس سرچینه، HELLENIC COAST GUARD
یوه میاشت وروسته، ژغورل شویو کسانو موږ ته وویل، چې د یونان ساحلي ساتونکو هڅه وکړه کښتۍ راکاږي، خو دا هڅه ناکامه وشوه او کښتۍ یې ډوبه کړه، بیا یې عیني شاهدان د چوپ پاتې کېدو ته اړ کړل.
تېر کال، د نهو مصریانو پر ضد دوسیه لغوه شوه، په داسې حال کې چې ویل کېدل یوناني چارواکو دوی قرباني کړي وو.
سږ کال، داسې غږیز ثبتونه هم خپاره شول، چې د یوناني چارواکو رسمي بیان یې نور هم تر پوښتنې لاندې راوست.
سوري ژوندي پاتې شوي وايي: حق مو ثابت شو
موږ لومړی د پېښې یوه میاشت وروسته له هغو سوري کډوالو سره ولیدل، چې د هویت د خوندي ساتلو لپاره مو هغوی ته احمد او مصعب نومونه ورکړي وو.
هغوی وویل، هر یوه یې د کښتۍ لپاره ۴۵۰۰ امریکايي ډالر ورکړي وو.
د احمد کشر ورور، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، هم په کښتۍ کې و، خو ژوندی پاتې نه شو.
مصعب موږ ته وویل، هغه شېبه یې هېره نه ده کله چې ـ د ده په وینا ـ یوناني ساحلي ساتونکو د دوی کښتۍ ډوبه کړه.
"هغوی له چپ اړخه یوه رسۍ وتړله، ټول خلک ښي اړخ ته لاړل چې د کښتۍ انډول وساتل شي. یوناني کښتۍ ناڅاپه تېزه شوه، زموږ کښتۍ چپه شوه او هغوی یې لا ډېر واړول".
دغه سړي ادعا کوي چې کله بندر ته ورسېدل، ساحلي ساتونکو ژغورل شویو ته چې هغوی د پېښې د څرنګوالي په اړه خبرې کولې وویل: "چوپ پاتې شئ".
احمد وویل: "کله چې خلکو وویل یوناني ساحلي ساتونکي د پېښې لامل دي، نو د پلټنو مسؤول چارواکي ژباړونکي ته وویل چې مقابل لوري ته ووایي نور دې خبرې نه کوي."
ده وویل چارواکو چیغې وهلې: "تاسو له مرګه ژوندي پاتې شوي یاست، نور د پېښې په اړه مه غږېږئ، پوښتنې مه کوئ."
دوشنبه ورځ، احمد وویل د تورونو له اعلان سره یې داسې وانګېرله چې ګنې حق یې ور کړل شو.
"زه ډېر خوشحاله یم چې بالاخره دوی حساب ورکوونکي وګرځېدل، خو تر هغو چې زه دوی زندان کې و نه وينم، تر اوسه هېڅ نه دي شوي."
"رښتیا خبره دا ده چې د یونان عدلي سیستم ډېر ناباوري دی."
د قربانیانو حقوقي ټیم د تورونو هرکلی کړی
د پېښې د ژغورل شویو او قربانیانو ګډ حقوقي ټیم د ۱۷ ساحلي ساتونکو پر ضد د قضیې مخته وړل یو مهم ګام بللی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "نژدې دوه کاله وروسته له پیلوس کښتۍ ډوبېدو، د ۱۷ تنو ساحلي ساتونکو، چې مشران یې هم پکې شامل دي، پر ضد د جرمونو پلټنه یو مهم او ښکاره پرمختګ دی، چې د قربانیانو د حقغوښتنې او عدالت د تطبیق پر لور یې لاره هواره کړې ده."
تمه ده چې دغه ۱۷ رسما تورن شوي کسان به د پیریوس د سمندري محکمې مرستیال څارنوال په راتلونکو اونیو کې وپوښتي.
محکمه به پرېکړه وکړي چې دا دوسیه محاکمې ته ولېږدول شي او که نه.
اوسمهال دا روښانه نه ده چې که یاد ساحلي ساتونکي مجرم وبلل شي، څه ډول سزا به ورکړل شي.
یونان تر دې وړاندې بي بي سي ته ویلي، چې د دوی ساحلي ساتونکي د بشري حقونو درناوی کوي او په تېرو لسو کلونو کې یې له ۲۵۰ زرو زیات کسان له سمندره ژغورلي دي.











