پر باليووډ ستوري سيف علي خان د چاړې بريد په تړاو یو تن نيول شوی

سيف علي خان

د عکس سرچینه، Getty Images/ANI

د رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په ممبۍ ښار کې پولیسو پر بالیووډ ستوري سیف علي خان د چاړې د برید په تړاو یو سړی نیولی دی.

خان د پنجشنبې پر سهار له یوه نامعلوم سړي سره په خپل کور کې د شخړې پر مهال په چاړ وهل شوی و. وروسته روغتون ته ورسول شو او جراحي عملیات یې وشول.

پولیسو د ښاغلي خان په کور کې د څار کامرې عکسونه او ویډیوګانې لیدلي دي. لومړني راپورونه ښیي چې ښايي د برید تر شا هدف د غلا یوه هڅه وه.

دا روښانه نه ده چې ایا نیول شوی سړی بریدګر و او کنه.

بي بي سي د خان په کور کې د کار کونکې یوې نرسې لخوا پولیسو ته ورکړل شوی بیان لیدلی. په هغه کې د پېښې پر شپه د برید په اړه ځینې توضیحات ورکړل شوي دي.

الیاما فېلیپ، چې د خان د زوی پالنه کوي، ویلي هغې لومړی د شپې ناوخته د تشناب دروازې ته نږدې د یوه سړي سیوری ولید.

آغلې فیلیپ زیاتوي سړي په یوه لاس کې یو لرګین شی او په بل کې اوږد تېغ نیولی و او ګواښ یې کاوه چې څوک شور ونه کړي. وايي سړي ترې لس ميليونه روپۍ (۱۱۵،۴۷۷ ډالر) غوښتل.

پېښه څنګه رامنځته شوه؟

پر سیف علي خان تېره شپه نامعلوم کس د ده په کور کې د چاکو ګوزارونه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر سیف علي خان تېره شپه نامعلوم کس د ده په کور کې د چاکو ګوزارونه کړي.

د هندي فلمونو مشهور ممثل سیف علي خان د چاکو یوه برید کې له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې بستري شوی، جراحي عملیات یې شوي او د ټیم کسان یې وايي، اوس یې روغتیايي وضعیت خطرناک نه دی.

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي و، یو نامعلوم کس پر ښاغلي خان د چاکو څو ګوزارونه کړي، چې له کبله یې نوموړی ټپي شوی دی. دا پېښه د پنجشنبې په ګهیځ وختي د ممبۍ ښار په هغه سیمه کې رامنځته شوې، چې ډېری اوسېدونکي یې شتمن خلک دي او ښاغلی خان پکې له کورنۍ سره یو ځای اوسېږي.

ممبۍ پولیسو د بي بي سي مراټهي څانګې ته ویلي، پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه، چې یو نامعلوم کس د ښاغلي خان کور ته په پټه ننوتی او دی ورسره لاس او ګرېوان شوی دی.

تازه، د ښاغلي خان کاري ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي: ''د خان جراحي عملیات ترسره شول، اوس یې یې روغتیايي وضعیت له خطره بهر دی او ډاکتران یې د ښه کېدو بهیر څاري.''

بل لور د لیلاوتي روغتون چې ښاغلی خان پکې بستري دی، ډاکتر نیتن ډانګې د سیف علي خان له جراحي عملیاتو وروسته خبریالانو ته وویل، د ممثل ''د ملا تېر ته نژدې د بند چاکو له کبله د هغه د سینې قفس نخاع ته سخت زیان رسېدلی دی. جراحي عملیات ترسره شول، چاکو لېرې شو، چې له ملا یې د مایعاتو ضایع کېدو مخه ونیول شي. د پلاستیکي جراحۍ همکارانو د هغه پر کیڼ لاس او غاړه د دوو ژورو ټپونو درملنه وکړه.''

سيف علي خان او مېرمن يې کرينه کپور

د عکس سرچینه، Getty Images

سیف علي خان د بالیوډ له فلمي ممثلې کرینه کپور خان سره واده کړي او دا جوړه دوه ماشومان لري، چې د ښاغلي خان د کاري ټیم په وینا دواړه خوندي دي.

پولیسو د پېښې په هکله تحقیقات پیل کړي دي.

له دې مخکې د ممبۍ پولیسو مرستیال کمشنر ډکشت ګیدام د دې پېښې په هکله وویل:

''یو نامعلوم کس د ممثل کور ته داخل شوی او له هغه وروسته د ده او دغه نامعلوم کس تر منځ شخړه رامنځته شوې.''

بل لور د سیف علي خان ټیم پر پنجشنبه یوه اعلامیه کې د نوموړي له مینه والو غوښتي، چې د هغه خلوت درناوی وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: ''موږ له رسنیو او مینه والو غواړو چې زغمه کار واخلي. دا د پولیسو اړوند موضوع ده. موږ به د وضعیت په هکله وروستي معلومات درکړو.''