لرغونپوهانو پیرو کې ۳۵۰۰ کلن ښار کشف کړ

د ویډیو تشریح، لرغونپوهانو پیرو کې ۳۵۰۰ کلن ښار کشف کړ

لرغونپوهانو د پیرو شمال، د بارانکا ولایت کې یو لرغونی ښار کشف کړی دی.

د کارپوهانو په وینا، دا ۳۵۰۰ کلن ښار چې پنیکو نومېږي، یو مهم سوداګریز مرکز و، چې د ارام سمندر له غاړې سره مېشتې ټولنې یې د اندیز غرونو او د امازون سیمې له اوسېدونکو سره نښلولې.

دا ځای چې شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره د پلازمېنې لیما شمال ته پروت دی، نژدې ۶۰۰ متره د سمندر له سطحې لوړ موقعیت لري او اټکل کېږي چې له میلاد وړاندې ۱۸۰۰ او ۱۵۰۰ کلونو ترمنځ جوړ شوی وي - کابو هغه وخت چې د منځني ختیځ او اسیا لومړني تمدنونه غوړېدلي وو.

څېړونکي وایي، دا ښار په ډاګه کوي چې د امریکا په وچه کې د تر ټولو پخواني تمدن، یعنې کارال، برخلیک څه و.

بارانکا لرغوني ولایت کې پنیکو ښار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بارانکا لرغوني ولایت کې پنیکو ښار

هغه هوايي انځورونه چې څېړونکو خپاره کړي، د ښار په منځ کې د یوې غونډۍ په لمن کې یو ګرد جوړښت ښيي، چې د ډبرو او خټو د ودانیو پاتې شونو تر منځ ایسار شوی دی.

د دې ځای په اړه د اتو کلنو څېړنو په ترڅ کې، ۱۸ جوړښتونه - چې معبدونه او استوګنځي هم پکې شامل دي- له خاورې راویستل شول.

څېړونکو په دغو ودانیو کې دیني توکي، د انسان او حیوان خټینې مجسمې او د مرغلرو او صدفو په ګاوتو ښایسته غاړکۍ موندلي دي.

پنیکو د کارال ترڅنګ پروت دی، چې د امریکا په وچه کې تر ټولو زوړ تمدن بلل کېږي. کارال شاوخوا ۵۰۰۰ کاله مخکې، یعنې له میلاد نژدې ۳۰۰۰ کاله وړاندې په سوپه دره کې جوړ شوی و.

کارال ۳۲ تاریخي ودانۍ لري، چې پکې لوی هرمي جوړښتونه، پرمختللی اوبیز کرنیز نظام او ښاري استوګنځي شامل دي. ویل کېږي چې دا تمدن د هند، مصر، سومر او چین له نورو لومړنیو تمدنونو سره د پرتلنې وړ دی، خو په انزوا کې پراخه شوي دي.

د پینیکو د لرغون پېژندنې ځای یو انځور چې له هوا اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پینیکو د لرغون پېژندنې ځای یو انځور چې له پاسه اخیستل شوی

ډاکټره روث شيدي، هغه لرغونپوهه چې د پنیکو د وروستیو څېړنو او د ۱۹۹۰مو کلونو د کارال د کیندنو مشري یې کړې، وایي دا ښار د دې لپاره مهم دی چې پوه شو د کارال له تمدن وروسته له هغه څه پېښ شول چې د اقلیم بدلون له امله له منځه لاړل.

ډاکټر شيدي رویټرز خبري اژانس ته وویل، د پنیکو ټولنه "په داسې ستراتیژیک ځای کې پرته وه چې له ساحلي، غرنیو او ځنګلي ټولنو سره یې د سوداګرۍ او تبادلې زمینه برابره کړې وه."

پیرو د امریکا د وچې د ډېرو مهمو لرغونو کشفیاتو ځای بلل کېږي، چې پکې د اینکا تمدن کلا، ماچو پیچو د اندېس په غرونو کې او همدارنګه د نازکا مرموزې کرښې شاملې دي، چې د سمندر له غاړې سره د بېدیا په اوږدو کې کښل شوې دي.

پنیکو کارال ته نژدې موقعیت لري، چې په امریکا کې ترټولو زوړ پېژندل شوی تمدن دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پنیکو کارال ته نژدې موقعیت لري، چې په امریکا کې ترټولو زوړ پېژندل شوی تمدن دی.