اروپا کې له افغاني شیریخ سره د بهرنیانو مینه

د ویډیو تشریح، اروپا کې له افغاني شیریخ سره د بهرنیانو مینه
اروپا کې له افغاني شیریخ سره د بهرنیانو مینه

په اروپا او ځینو نورو هېوادونو کې د وروستیو واورو له ورېدو سره سم، افغاني شیریخ د خواله رسنیو د کاروونکو پام ځان ته اړولی او دې ورځو کې پراخ خپور شوی.

وروستیو اونیو کې په اروپا کې مېشتو افغانانو او یو شمېر اروپايي وګړو واورینه فضا کې د خپلې خوښې شیریخ د جوړولو بېلابېلې ویډیوګانې خپرې کړې دي. د ډېرو افغانانو پر باور، د دې خوږې تجربه کول د نا افغان کاروونکو لپاره یو ښه فرصت دی چې د افغانستان له بډایه کلتور او خوړو سره اشنا شي.