د ګلف لوبغالي راغونډو شویو اوبو کې لامبو
د ګلف لوبغالي راغونډو شویو اوبو کې لامبو
یوه سړي د اسټرالیا سیډني په شمالي ساحلي سیمو کې د سختو بارانونو او توپاني ورښتونو پر مهال، له اوبو ډک شوي ګلف میدان کې ولمبل.
کریګ فېنیس د پالم بېچ په سیمه کې له راغلي شوي سیلابه ګټه واخیسته او اوبو لاندې کړي د ګلف لوبغالي اوبو ته یې ورودانګل.
د اسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېرې اونۍ په پای کې د سیډني په ځینو برخو کې تر ۱۸۰ میليمتره پورې باران ورېدلی، چې له امله یې ناڅاپي سېلابونه رامنځته شول.
چارواکو د دې سېلابونو له امله د نژدې ځینو سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې د خپل خوندیتوب لپاره سملاسي خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.



