د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي باور لري چې نړیوال جام ګټلی شي
د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي باور لري چې نړیوال جام ګټلی شي
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله باوري ده چې د نړیوال جام تر پایلوبې رسېدلی شي او ان تر دې چې وايي، د نړیوال جام د ګټلو په تکل دي.
دوی په ګروپي پړاو کې دوه پیاوړي سیالان سویلي افریقا او ویسټ انډیز مات کړي او ۸ غوره پړاو ته یې لاره کړې. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو بي بي سي ته ویلي چې هڅه کوي راتلونکو لوبو کې هم وځلېږي.
د کرېکټ کارپوهان وايي، د افغان ځوانانو بریا دې کې وه چې دواړو لوبو کې یې تکیه پر یوه لوبغاړي نه وه داسې چې د توپ اچونې او توپ وهنې دواړو برخو کې یې ګڼو لوبغاړو خپله برخه کار وکړ. د دې تر څنګ د ډګر ساتنې برخه یې د کرېکټ د نړیوالو مبصرانو لخوا وستایل شوه.
د دغې لوبډلې دوو لوبغاړو خالد احمدزی او عثمان سادات له بي بي سي سره خبرې کړې دي.



