سراج الدین حقاني: افغانستان چا ته ګواښ نه دی؛ د "غلط فهمۍ" ختمولو لپاره د خبرو دروازې خلاصې دي

د عکس سرچینه، MoIA
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر وايي، د دوحې تړون له مخې یې حکومت پر دې خبره ولاړ دی چې له افغانستانه چا ته ګواښ نه شته او د "شته ستونزو، بېباورۍ او غلط فهمۍ" د له منځه وړولو لپاره یې مشران د "معقول حل" په لټه کې دي.
دا څرګندونې سراج الدین حقاني پرون چهارشنبه (مرغومی ۳/دسمبر ۲۴) په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ د محصلانو فراغتغونډې ته په وینا کې کړې دي.
ښاغلي حقاني که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست، خو ویې ویل چې وخت ناوخت افغانستان ته "ګواښونه" متوجه کېږي چې ملت اندېښمنوي. خو په وینا یې، د مشرانو یې دې ته ورپام دی او هغوی غواړي چې اوسنیو ستونزو ته یو داسې "معقول حل" را وباسي چې "موږ له دنیا سره په راتلونکي کې په داسې یوه غلط فهمۍ کې و نه لوېږو چې افغانستان ته خلک بیا د تهدید، ناامنۍ او ستونزې په نظر وګوري."
داسې برېښي چې د ښاغلي حقاني اشاره له پاکستان سره وروستۍ ترینګلتیا او په اړه یې د پاکستانیو چارواکو څرګندونو ته ده چې تل تور پورې کوي ګواکې د افغانستان له خاورې پاکستان ته خطر پېښ دی.
ښاغلي حقاني له امریکا سره د دوحې تړون او هلته کړو ژمنو ته په اشاره وویل چې "په افغانستان کې د شته ستونزو" د حلولو لپاره "د خبرو دروازې بندې نه دي."
ده زیاته کړه، "موږ په دې لګیا یو چې دا بېاعتمادي او غلطفهمي چې له هر چا سره وي، موږ يې په معقوله او مشروع طریقه ورسره حل کړو."
ښاغلی حقاني داسې مهال د ستونزو د حل پر مخ "د خبرو دروازې پرانیستې" بولي چې له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته د دواړو لورو ترمنځ د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب مذاکراتو کومه د پام وړ پایله نه ده درلودلې او اوس مهال دا خبرې اترې په ټپه ولاړې برېښي.
دې په افغانستان او پاکستان کې د خلکو ترمنځ راشه درشه او سوداګریزه راکړه ورکړه هم محدوده او اغېزمنه کړې ده.
ګوتڅنډنه

د عکس سرچینه، MoIA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو دغه وزیر د دې نسبتاً "نرم دریځ" ترڅنګ په خپلو خبرو کې د کوم لوري له یادولو پرته یو نامستقیم ګواښ او ګوتڅنډنه هم وکړه.
سراج الدین حقاني وویل چې له "هېچا د اندېښنې" اړتیا نه شته او په وینا یې، حکومت یې دومره "بې کفایته" نه دی چې د "خپل ملت پوښتنه" به و نه شيکړای.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ښاغلي حقاني په وینا، "دا وارث نظام دومره بې کفایته نظام نه دی، دومره بې پوښتنې نظام نه دی چې د دغه ملت پوښتنه به نه شي کولای. که زموږ ټانک، ټوپک، طیاره، هوايي دفاع او زمیني دفاع کمزورې وي نو عزم او اراده مو ډېره مضبوطه ده. په دې ډاډ درکوو چې که دا وحدت موږ سره په ملي سطحه وي نو تاسې تشویش مه کوئ، له هېچا تشویش مه کوئ."
د ښاغلي حقاني دا څرګندونې هغو نیوکو ته ځواب برېښي چې د طالبانو حکومت ځينې مخالفان یې پر دوی کوي چې ګواکې پر افغانستان د بریدونو په مقابل کې یې غبرګون "نرم" دی.
د طالبانو حکومت دا لوړپوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې برېښي، خپلمنځي خبرو یې کومه داسې پایله نه ده ورکړې چې ترمنځ یې په ظاهره خرابر شوې اړیکې بېرته ورغېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو راشه درشه او سوداګریزه راکړه ورکړه بېرته عادي شي.











