د سوریې یاغي مشر څنګه ځان بدل کړ؟
ابو محمد الجولاني د هغو اسلامپالو وسله والو مشر دی، چې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر پر اتمه یې د سوریې مخکینی ولسمشر بشار الاسد له واکه ګوښه کړ.
دی هغه مهال په عام محضر کې راڅرګند شو، چې د هیئت تحریر الشام (ایچ ټي اېس) په مشرۍ وسله والو یاغیانو د سوریې پلازمېنه ونیوله.
دی په دا وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې زیات معتدیل تصویر وړاندې کړي، خو امریکا متحدو ایالاتونو له لوري د ده نیولو بدل کې د ۱۰ میلیونو ډالرو ورکولو اعلان لا هم پر ځای پاتې دی.





