د طالبانو حکومت: 'ایران کې لس افغانان لومړی شکنجه او بیا وژل شوي'

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې د وژل شوو لسو افغانانو مړي ور رسېدلي دي.
په فراه کې د طالبانو حکومت چارواکو بيبيسي ته منلې چې د ۱۱ وژل شوو افغانانو له ډلې یې د لسو مړي نن چهارشنبه (دسمبر ۳/ لیندۍ ۱۲) ترلاسه کړي دي.
له ایران سره پر پوله فراه ولایت کې د طالبانو حکومت د ابو نصر بندر امر خطیب فراهي وايي چې ټولټال "۱۲ تنه وو چې درې یا څلور د فراه وو، نور د هرات وو. دوی د ابو نصر بندر له لارې ایران ته په قاچاقي ډول اوښتي وو. هغوی بې رحمه ګیر کړي وو او په ظالمانه ډول یې په شهادت رسولي وو. یو پکې زخمي پاتې شوی و، ۱۱ شهیدان شوي وو."
ښاغلی فراهي وايي چې دغه کسان په اصل کې موده وړاندې وژل شوي دي خو په وینا یې، ایران په خپلو سړخونو کې ساتل او د دوی له ډلې د ژوندي پاتې شوي ژوبل کس په مرسته یې کورنۍ او بیا د طالبانو حکومت له حاله خبر شوی دی.
ښاغلی فراهي وايي چې اوس "لس جنازې راوښتې دي. یو زخمي او شهید لا پاتې دی چې ښايي هغه به هم را واړول شي."
د طالبانو حکومت یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې ټولټال د ۱۲ تنو مړي افغانستان ته را اړول شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي او ښايي "دا شمېر تر دې هم ډېر شي."
ایراني چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
"دا پېښه څه باندې ۲۰ ورځې مخکې شوې"
په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې دا پېښه "څه باندې شل ورځې مخکې" شوې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته په يوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، "دا قضیه په اصل کې څه باندې ۲۰ ورځې مخکې پېښه شوې ده او مړي د ایران په سړخونو کې وو. د اسلامي امارت د مسؤلانو په هلو ځلو د شهیدانو جسدونه هېواد ته راولېږدول شول او کورنیو ته وسپارل شول."

د عکس سرچینه، Moi
ښاغلی قانع وايي چې د وژل شوو ۱۱ تنو له ډلې نهه تنه د هرات وو. پاتې نور د فراه بلل شوي.
د ده په وینا، "ځينې شواهد هم شته" او حکومت یې "ژمن دی چې یو پلاوی وګماري" چې د دې قضیې "بشپړه پلټنه وکړي."
که څه هم ښاغلي قانع دا روښانه نه کړه چې "شواهد" یې څه دي.
ښاغلي قانع پرون دوشنبه بيبيسي ته په مرکه کې ویلي وو چې د ایران پولهساتو ځواکونو د ایران په خاوره کې ۱۱ افغانان په ډزو وژلي دي.
د ښاغلي قانع په وینا، ۱۲ افغانان چې د بېلابېلو ولایتونو ځوانان او لویان پکې شامل وو، ایران ته "په ناقانونه ډول کار ته" تلل چې د ایران پولهساتو ځواکونو ډزې پرې کړې دي.
ښاغلي قانع وویل، له دوی یې یوازې یو تن ژوندی راګرځېدلی خو پاتې ۱۱ وژل شوي دي.
ایراني چارواکو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښاغلی قانع وايي چې هغوی ورته ویلي چې دغه کسان "په ناقانونه ډول هلته ور اوښتي وو" او په وینا یې، "داسې باید نه وای شوي. دلته د انساني حقونو خبره ده."
ښاغلي قانع زیاته کړې، "له ګاونډیانو سره داسې تعامل په کار دی چې د انسانانو د حقونو په برخه کې مثبت تمام شي."
د افغانستان دغه ګاونډي هېواد ته تر ډېره افغانان د خوارۍ مزدورۍ، اروپايي او نورو بهرنیو هېوادونو ته د تګ او یا هلته د کډوالۍ ژوند لپاره ورځي. کله هم تور پورې کېږي چې ګواکې ځينې افغانان ایران ته نشهيي توکي قاچاقوي خو ښاغلي قانع دا رد کړه چې ګواکې دغه کسان دې د نشهيي توکو د قاچاق په تور وژل شوي وي.
د طالبانو حکومت ویلي یو "ځانګړی پلاوی" به وګمارل شي چې پېښه "په کره ډول وڅېړي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې ځواکونه یې له ایران سره پوله څاري چې څوک په ناقانونه ډول وا نه وړي خو په وینا یې، پوله اوږده ده او کله کله "ځينې خلاوې" وي چې خلک له هماغو "کمزوریو استفاده" کوي او اوړي.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم ایراني پولهساتو پر پوله په "ناقانونه ډول" ور اوښتونکو افغانانو باندې ډزې کړې او مرګژوبله یې ور اړولې ده.
د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې هم د پاکستان او ایران تر منځ سرحدي سیمې ګلګان کې یو شمېر افغانان د ماین په چاودنه او د ایراني ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوي او ټپیان شوي وو. خو ایراني چارواکو دا رد کړې وه چې ګواکې پر هغوی دې دوی ډزې کړې وي.
یوه بله مشهوره پېښه پنځه کاله پخوا په ۲۰۲۰ کې پر هغه ګاډي د ډزو وه چې اور یې واخیست او یو شمېر افغان کډوال پکې ووژل شول. ترې وروسته یې د یوه نيمه سوځېدلي ځوان هغه فریاد لاسپهلاس شو چې ویل یې، "لږې اوبه راکړئ، وسوم."











