ایاز صادق د درېیم ځل لپاره د پاکستان ملي اسمبلۍ مشر او 'علي امین ګنډاپور' د پښتونخوا وزیر اعلی ټاکل شوی

د عکس سرچینه، GOVT OF PAKISTAN
د 'مسلم لیګ ن ګوند' غړی سردار ایاز صادق د پاکستان د ملي اسمبلۍ د مشر او د تحریک انصاف 'ګنډاپور' د پښتونخوا وزیر اعلی په توګه ټاکل شوي دي.
پاکستان کې د فبرورۍ اتمې له ټاکنو وروسته د حکومت جوړونې بهیر چټک شوی او په دې لړ کې نن (جمعه) د پاکستان پارلمان او پښتونخوا کې مهمې ټاکنې شوې دي.
د پاکستان ملي اسمبلۍ غړو د رایو له لارې نن د مسلم لیګ ن ګوند غړی سردار ایاز صادق د درېیم ځل لپاره بیا خپل مشر "سپیکر" ټاکلی.
هغه د تحریک انصاف ملاتړو کاندیدانو (سني اتحاد کونسل) پر وړاندې د رایو له غوڅ اکثریت خپلولو وروسته لومړی کس شو چې درې ځلې تر دې مقامه رسېږي.
د یادونې ده چې ایاز صادق ټول ټال ۱۹۹ مثبتې رایې خپلې کړې، د هغه سیال کاندید ملک محمد عامر ډوګر ۹۱ رایې درلودې.
وروسته ملي اسمبلۍ ته پخپلې لومړۍ وینا کې د تحریک انصاف پلوه عامر ډوګر د ټاکنو په کمیسیون او حکومت باندې له نیوکو سره د صادق ایاز پر وړاندې خپله ماته ومنله او نوي مشر ته یې د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.
هغه نوي سپیکر ته وویل، "زما تر شا یو ګوند ولاړ دی او ته د اووه ګوندونو ملاتړ لرې، له دې سره که د اتم فبرورۍ ټاکنو رڼې پایلې اعلان شوې وای نو نن دا څوکۍ تا نه شوه ګټلی."

د عکس سرچینه، Screen Grab
نوموړي لکه د تحریک انصاف د نورو مشرانو په څیر، یو ځل بیا ادعا وکړه چې "زمونږ له ګونده ۸۰ څوکۍ غلا شوې" او په وینا یې د ټاکنو په پایلو کې د دوی پر ضد لاسوهنه شوې.
سردار ایاز صادق د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نږدې ملګری بلل کېده، دواړو یو ځای درس لوستی او پخوا یې له یوه ځایه ملي اسمبلۍ ته د رایو لپاره سیالي کړي. دی په لومړي ځل سیاست کې له ورګډېدو وروسته د عمران خان د تحریک انصاف په ملاتړ نوماند و.
په یوه وخت کې عمران خان د قومي اسمبلۍ او ایاز خان د پنجاب اسمبلۍ لپاره له یوې حوزې نوماندان پاتې شوي خو وروسته یې په سیاست کې لارې سره جلا او صادق ایاز د پاکستان 'مسلم لیګ نواز شریف ګوند' غړیتوب واخیست.
د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې ننیو ټاکنو ته په کتو فکر کېږي چې د لومړي وزارت څوکۍ به هم په اسانه مسلم لیګ ن ګوند تر لاسه کړي.
دغه ګوند ولسشمرۍ ته د نوازشریف ورور شهباز شریف کاندید کړی دی.
پښتونخوا کې علي امین ګنډاپور وزیر اعلی غوره شوی

د عکس سرچینه، x/AMIN
د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ د تحریک انصاف پلوه مشر علي امین ګنډاپور د وزیر اعلی په توګه ټاکلی دی.
د جمعې په ورځ د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د رایو پر مهال د هغه په ملاتړ ۹۰ رایې اچول شوې وې، په داسې حال کې چې د ده سیال ټولې ۱۶ رایې خپلې کړې وې.
د تحریک انصاف له علي امین ګنډاپور سره د مسلم لیګ ن ګوند عبادالله دغې څوکۍ ته سیالي کوله.
عبادالله خان د خپل ګوند تر څنګ د پیپلز ګوند ملاتړ هم له ځانه سره درلود خو د پام وړ رایې یې خپلې نه کړې.
علي امین ګنډاپور پاکستان کې یو جنجالي کس بلل کېږي، په تېر کې یې د میرمنو او ځینو لږکیو پر وړاندې په ویناوو نېوکې هم پارېدلې خو د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان ته ډېر نږدې کس بلل کېږي.
نوموړی له ډېره اسماعیل خان څخه په ټاکنو کې بریالی شوی دی.
د پښتونخوا لپاره د تحریک انصاف لخوا نوماند اعلی وزیر په دې ایالت کې د امنیت راوستو، ټولنیز عدالت، د قانون تطبیق او د عوامو خدمت خپل مهم پلانونه اعلان کړي دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
دې اسمبلۍ پرون د رایو په اکثریت د تحریک انصاف ګوند پلوي مشران بابر سلیم د مشر او د چترال بي بي ثریا د مرستیالې په توګه وټاکله.
له دې ټاکنو سره هممهاله د پاکستان پیپلز ګوند چې په بلوچستان کې یې ډېرې رایې ګټلې، د دې ایالت لپاره د وزیر اعلی نوم ډاګیز کړی.
یاد ګوند د بلوچستان وزیر اعلې څوکۍ ته سرفراز بګټي غوره کړی دی.
دی د پاکستان اوسني سرپرست حکومت په لومړیو څو میاشتو کې د کورنیو چارو وزیر هم و او افغانستان ته یې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په پیلولو کې مهم رول ولوباوه.
په پنجاب او سېند کې وار له مخه ایالتي اسمبلیو او نویو اعلی وزیرانو کارونه پیل کړي دي.
تمه ده چې د پاکستان ملي اسمبلي به د لومړي وزارت څوکۍ لپاره کاندیدانو ته د راتلونکي یکشنبې په ورځ رایه ورکړي.











