د هالیووډ ستورې "جولیا رابرتز" ولې نندارو کې بربنډ رولونه نه لوبوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هالیووډ ستورې جولیا رابرتز وايي، د خپل کاري ژوند ۳۵ کلنې تجربې پر مهال یې هیڅ کله نه دي غوښتي په نندارو کې بربنډ رولونه ولوبوي.
هغه وايي: "که رښتیا ووایم پر نورو نیوکه نه کوم، خو شخصا د خپل ځان په اړه دا پرېکړه ما پخپله کړې ده، چې پر پرده به بربنډه نه راښکاره کېږم."
دې اداکارې د "ناتېنګ هېل" نندارې لیکونکي او ډایرکټر ریچارد کورتیس سره د بریتانیا ووګ مجلې په یوه مرکه کې ویلي، نږدې وه چې دې فلم کې هم لوبېدل رد کړي.
نوموړې ریچارد کورتیس ته ویلي: "که حق ووایم زما لپاره تر ټولو سخت رول دې ننداره کې لوبېدل و."
"خپه وم، نپوهېدم چې دا رول به زه څنګه لوبوم، په دې اړه مونږ څو ځله مخکې هم خبرې کړې وې، دا رول راته ډېر عجیب ښکارېده."

د عکس سرچینه، Getty Images
په مرکه کې له هغې دا پوښتنه هم وشوه چې په نندارو کې څنګه د خپلې فمینستي نظریې استازیتوب کوي.
هغې یې په ځواب کې وویل: "زه د یو څه د ترسره کولو پر ځای پرېکړه کوم چې ترسره یې نه کړم."
هغې دا هم ویلي چې: "خبره دلته ده چې، ډېر کارونه چې زه یې نه ترسره کوم او ترې ډډه کوم زما د شخصیت ښکارندویي کوي."
جولیا رابرتز وايي، د خپل کار درجه بندۍ کې په (جي) ګټګورۍ کې ده. امریکا کې هغه نندارې چې د ټولو لیدونکو لپاره یې ننداره مناسبه وي او په ډېرې راحتۍ یې کتلی شي په جي کټګورۍ کې راځي.
هغې د ۱۹۹۰ کال (ښکلې ښځې) په نامه یوې نندارې کې د یوې جنسي کارو بارې ښځې رول لوبولي و او د بربڼډو صحنو پر مهال یې ډبل باډي کارولې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې ۲۰۰۹ کال کې د Duplicity په فلم کې هم په همدې بڼه یوه جنسي صحنه لوبولې وه.
هغه مهال یې ویلي: "دا دقیقا هغه کار نه دی چې زه یې ترسره کوم، نو که له ما دا تمه وشوه چې زه به یې په رښتیا ترسره کړم، ناشونې ده. زه د دریو بچو د مور په توګه دا احساس لرم چې دا صحنې و نه لوبوم."
"زه واضح او ښکاره خبرې کوم "
ریچارد کورتیس جولیا رابرتز سره مرکه کې هغې ته مخامخ ویلي چې د یوې هنرمندې "سخت دریځې څېرې" سره مخ شوی دی.
د اسکار جایزې ګټونکې جولیا یې په غبرګون کې ویلي: "زه واضح او ښکاره خبرې کوم. ماته ځان همداسې ښکاري. زه ډېره بې پردې او سپین ګویه ښځه یم."

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړې زیاته کړې: "نړۍ کې ډېر کسان د دسې خلکو د زغم توان نه لري او ډېر تریخ او سخت دریځه ورته ښکاري. یوه خبره چې څنګه وي زه یې هغسې کوم ما هېڅکله هڅه نه ده کړې چې بې رحمه واوسم."
جولیا ته د ناتېنګ هېل فلم دا صحنه هم ور په زړه ده چې کومې جامې چې یې دې ته غوره کړې وې نه یې غوښتل وايي غوندي، خپل موټر چلوونکی یې کور ته استولی و او خپل نور کالي یې پرې راوړي و چې په هغه صحنه کې یې واغوندي.
آغلې رابرتز وايي: "د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو په توپیر (هغه مهال چې دا پکې د شهرت اوج ته ورسېده) اوس د فلمي ستورو لپاره ډېره سخته او له لوړو او ژورو ډکه لار ده. نه پوهېږم چې اوس وخت ښه دی که نه ځکه تجربه یې نه لرم، خو ډېره متفاوت راته ښکاري. اوسني شرایط راته ډېر ګډ وډ او سخت ښکاري. اوس وخت کې شهرت ته رسېدو برخه کې ډېر لاملونه شته او فکر کوم ډېر سخت کار دی."
نوموړې دا هم ویلي چې: "زه بیا هم وایم دا زما خپل شخصي نظر دی، زه واقعا نپوهېږم ځکه، زه داسې ځوانه نه یم چې په ۲۱مه پېړۍ کې دې د سینما نړۍ ته راغلې یم."











