شيخ حسينه لا هم هند کې ده، دا هند له څه سرخوږي سره مخ کولای شي؟

د عکس سرچینه، EPA
د بنګله دېش مخکېنۍ لومړۍ وزيره شيخ حسینه له تېرې یوې میاشتې راهیسې په هند کې ده.
هغه د تېرې اګست مياشتې پر ۵مه نېټه هله استعفا کولو او د خپل هېواد پرېښودو ته اړ ایستل شوه چې په بنګله دېش کې له څو اوونيو راهیسې روان احتجاجونه په تاوتريخوالي واوښتل او قهرجنو محصلانو د هغې د استعفا غوښتنه کوله.
په لومړیو کې داسې فکر کېده چې ښايي شيخ حسینه به د یوې لنډې مودې لپاره هند کې وي خو دا دی میاشت پرې واوښته.
د ځینو رپوټونو له مخې، هغه په بریتانیا، امریکا او متحده عربي اماراتو کې پناه اخیستلو باندې نه ده بریالۍ شوې.
په هند کې د شیخ حسينه شتون دغه هېواد ته په بنګله دېش کې له نوي حکومت سره د ښو اړيکو جوړولو په برخه کې ستونزې راولاړوي.
هند ته د بنګله دېش اهمیت
بنګله دېش د هند لپاره یوازې یو ګاونډی نه بلکې یو داسې ستراتيژيک او نږدې ملګری دی چې په شمال ختيځ کې له هند سره پر پوله د پرتو ایالتونو په برخه کې هم ځانګړی اهمیت ورته لري.
دواړه هېوادونه ۴۰۹۶ کيلومتره ګډه پوله سره لري او د هند په شمال ختيځو ایالتونو کې شته وسله والې په اسانه بنګله دېش ته ورننوتلی او هلته پټنځيو کې ځای پر ځای کېدلی شي.
په ۲۰۰۹ کې واک ته له رسېدو سره د شيخ حسينه واجد عوامي ګوند د ځينو سخت دريځه وسله والو ډلو پر ضد سخت ګامونه پورته کړل. د دې تر څنګ یې له ګاونډي هند سره د پولې پر سر ځينې راپورته شوې شخړې هم په ښه توګه حل کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د پولې پر سر ناندرۍ ډېره حساسه مسئله وي خو دواړو حکومتونو د ښو ګاونډیو په توګه د ستونزو په حل کې ښه همکاري سره کړې ده.
حسينه واجد همدا راز په خپله ۱۵ کلنه واکمنۍ کې د دواړو هېوادونو سوداګريزې اړیکې هم غوړولې دي.
هند خپلو شمال ختيځو ایالتونو ته د توکو رسولو په برخه کې د بنګله دېش مرستې ته اړ دی او د دې لپاره د دغه هېواد سړکونه، اورګاډي او سمندر کاروي.
هند بیا له ۲۰۱۰ راهیسې بنګله دېش ته د زېربناو جوړولو او د ځينو پرمختیايي پروژو لپاره تر ۷ میلیارد ډالرو ډېر پور ورکړی دی.
نو د حسينه واجد داسې ناڅاپي له واکه لرې کېدو سره به هند سخته هڅه کوي چې له بنګله دېشه ترلاسه کېدونکې ګټو کې کوم کمی را نه شي.
په ډاکه کې د هند یو پخوانی لوړپوړی کمشنر پنک رنجن چکرورتي وايي، "دا له دې پلوه هند ته سخته ټکان ورکوونکې ده چې زموږ په ګاونډ کې ناوړه حالات هېڅکله هم زموږ په ګډه نه شي ثابتېدلای."
خو دی پر دې هم ټينګار کوي چې ډيلی به په ډاکه کې له لنډمهالي حکومت سره ګډ کار وکړي، ځکه چې "تر دې پرته موږ سره بله هېڅ لاره نه شته او بله دا چې تاسې یوه هېواد ته دا امر نه شئ کولای چې څه وکړي او څه نه."
هند له خپله اړخه د خپلو ملي ګټو او پر حالاتو د پوهېدو لپاره هېڅ ډول سستي ونه کړه او د وخت له ضایع کولو پرته یې د بنګله دېش د لنډمهالي حکومت له مشرتابه سره خبرې وکړې.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د لنډمهالي حکومت مشر محمد یونیس سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
خو په دغه هېواد کې د شیخ حسينه ۱۵ کلنې واکمنۍ، د هغې د ګوند کاواکه حالت او ترې د هند ملاتړ ته په کتو د بنګالیانو د غصې په سړېدو کې یو څه وخت خامخا لګېږي.
د بنګالیانو خپګان

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېری بنګالیان له هنده له دې کبله هم خپه دي چې هند په بنګله دېش کې درې ځلې د جنجالي ټاکنو په پایله کې د بریالۍ شوې شيخ حسينې او د هغې د ګوند ملاتړ کړی دی.
شنونکي وايي، که هند غواړي چې د یوه سيمهييز ځواک په توګه خپل حیثیت وساتي نو په هېڅ بل ګاونډي هېواد کې باید خپل نفوذ ونه بایلي؛ هغه هم په داسې حال کې چې د چين په ډول یو مهم حریف یې په سيمه کې د خپل نفوذ ډېرولو پوره پوره هڅه کوي.
تېر کال په مالديپ کې محمد معظم په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره د هند مخالف دریځ غوره کړی و.
په ډاکه کې د بهرنۍ پالیسۍ ډيالوګ یوه سناتوره او د اقتصادي چارو ماهره دیباپریا بټاچاریه وايي، "اوس د دې وخت دی چې هند پر خپله سيمهييزه تګلاره بېرته له سره غور وکړي او دا خبره زه یوازې د بنګله دېش نه بلکې د سيمې د نورو هېوادونو په اړه هم کوم."
د بېلګې په توګه په دې برخه کې شنونکي وايي چې هند په بنګله دېش کې د حکومت مخالفو ګوندونو په ځانګړي ډول د خالده ضیا (بياېنپي) ګوند سره په خبرو کې پاتې راغی.
د دغه ګوند یو مشر عبدالمعین خان وايي، "هند په دې سره لویه ستراتيژيکه غلطي وکړه چې فکر يې کاوه په بنګله دېش کې یوازې د شیخ حسينه عوامي ګوند یې ملګری دی."
د شيخ حسينې د ګوند د دغه مخالف حزب مشران پر دې باوري دي چې که بنګله دېش کې په راروانو میاشتو کې خپلواکې او رڼې ټاکنې وشي نو دوی به یې وګټي.
که داسې وشي نو دا به د هند لپاره یوه سیاسي ننګونه وي. ځکه چې د هند او د خالده ضیا په مشرۍ د بياېنپي ګوند تر منځ باوري فضا نه شته. خالده ضیا د شيخ حسينه مخالفه او دوه ځلې د دغه هېواد لومړۍ وزیره پاتې شوې.
تر ۲۰۱۸ وروسته خالده ضیا خپل ډېر عمر په زندان کې تېر کړی او د شيخ حسينه واجد له لوري پر هغې لګول شوي تورونه یې همېشه رد کړي او دا یې د اغلې واجد له لوري سیاسي انتقام اخیستنه بللې.
د شيخ حسينې له بې واکه کېدو وروسته خالده ضیا خوشې شوې او درملنه یې روانه ده.
په راروانو ورځو کې د هند حکومت او د خالده ضیا ګوند مشران باید خپلمنځي اختلافونو ته د حل یوه لار پيدا کړي.











