بادغیس کې یو سړی د قتل په جرم علني اعدام کړل شو

د بادغیس استیناف محکمه

د عکس سرچینه، @SupremeCourt_af

د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ‍۱۶مه/تله ۲۴مه) یې د افغانستان بادغیس ولایت مرکز کې یو تن د قتل په تور په علني توګه اعدام کړ.‌

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد قاتل د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو په ورزشي سټډیم کې اعدام شو، چې ګڼ خلک یې د اعدامېدو لیدو ته ورغلي وو.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، اعدام شوي سړي چې د بادغیس جوند ولسوالۍ دی، د همدې ولسوالۍ یو سړی او یوه ښځه په ټوپک ویشتلي او وژلي وو.

د طالبانو حکومت په اعلامیه کې راغلي چې د نوموړي قضیه د سترې محکمې اړوندو درېیو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) په ډېر دقت او مکرر ډول وڅېړل شوه او پایله کې پر قاتل د قصاص حکم صادر او تایید شو.‌

اعلامیه کاږي، د مقتول کورنۍ ته د بښنې او سولې لپاره وړاندیز شوی و، خو د هغوی له لوري له نه منلو او انکار وروسته پر قاتل د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شو او د سترې محکمې یې د روانې تلې/میزان میاشتې پر ۲۴مه (نن پنجشنبه) د عملي ‌کېدو سپارښتنه وشوه.‌

بادغیس کې د قلعه نو سټډیم
د عکس تشریح، د روان ۲۰۲۵ کال اپرېل پر ۱۱مه/وري ۲۲مه- د طالبانو سترې محکمې د بادغیس قلعه نو سټډیم کې دوه تنه او نیمروز کې یو تن او فراه کې څلورم کس هم په عام محضر کې اعدام کړل.‌

د اې‌اېف‌پي خبري اژانس د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا راهیسې دا ۱۱م کس دی چې په علني ډول اعدامېږي او دا په بادغیس کې د اعدام دویمه پېښه ده.

د روان ۲۰۲۵ کال اپرېل پر ۱۱مه/وري ۲۲مه- د طالبانو سترې محکمې بادغیس کې دوه تنه او نیمروز کې یو تن او فراه کې څلورم تن هم په عام محضر کې اعدام کړل.‌

دغې ډلې تر دې وړاندې لس نور کسان هم په فراه، غزني، لغمان، جوزجان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د سلګونو لیدونکو په حضور کې اعدام کړي دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې لومړی په عام محضر کې په فراه کې یو تن اعدام کړ چې د دوی جګپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

د طالبانو حکومت وايي، د قصاص تطبیق د عدالت او امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام دی، خو د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو له دا ډول اعدامونو سره مخالفت ښودلی او دغه اعدامونه یې ځپونکي او بې‌ رحمه بللي وو او د دغه ډول بدني سزاګانو د سملاسي ځنډېدو غوښتنه یې کړې وه.‌

د بښنې نړیوال سازمام هم ویلي وو چې ورته اعدامونه د افرادو د ژوند حق تر پښو لاندې کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ویل کېږي چې طالب چارواکي د دغه ډول سزاګانو د پلې کېدو لپاره ګڼ شمېر ځايي خلک ورغواړي، خو خبریالانو ته یې له نژدې د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال هم قصاص او شرعي حدود جاري کول چې نړیوالو بشري سازمانونو پرې سختې نیوکې کولې.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څه باندې یو کال وروسته د طالبانو د حکومت مشر مولوي هبت‌ الله اخوندزاده خپلو قاضیانو ته حکم کړی و چې مجرمان قصاص او شرعي حدود پرې جاري کړي.

د پخواني حکومت د جزا قانون له مخې د اعدام سزا د درې ګونو محکمو او سترې محکمې له طرزالعملونو او د ولسمشر تر وروستۍ پرېکړې وروسته د پلې کېدو وړ و.