'غريبۍ رانه دوه زامن واخيستل'

د دې مېرمنې دوه زامن کان کې مړه شوي
    • Author, رحمان الله
    • دنده, بي بي سي شانګله

"غريبۍ رانه دواړه زامن واخيستل، ما نه غوښتل چې زامن مې د کار لپاره د ډبرو سکرو کان ته ولېږم، خو غريبۍ دغه کار ته مجبوره کړمه."

دا د پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ د يوې مور خبرې دي چې له اوښکو ډکې سترګې یې په خپل ټيکري پاکولې، له دې زاړه او وراسته ټيکري هم د دې مور د بې وزلۍ اندازه یا اټکل لګول ګران نه دي.

خانزادګۍ د شانګلې ولسوالۍ له هغو سلګونو ميندو يوه ده چې دوه زامن يې د ډبرو سکرو په کان کې د کار پر مهال ژوند له لاسه ورکړ. دا وايي، "مشر زوی مې حسين محمد نومېده او هغه به د شلو کالو او کشر زوی مې عمر محمد و هغه به اتلس کلن و." خانزادګۍ زياتوي "مشر زوي ته مې جينۍ خوښه کړې وه او کوژده مې ورله کړې وه خو د هغه ژوند لنډ و او ارمانجنه پاتې شوم."

مړه شوي زامن

د سوات له مينګورې ښاره نژدې له دری ساعته سفر وروسته د شانګله تحصيل کاڼه يو کلي پير خانه ته ورسېدم. د تحصيل کاڼه خامه او ناسمه لاره وه، خو ځای پر ځای عصرې ماشينونه د سړک جوړولو لپاره په کار بوخت وو.

شانګله د پښتونخوا يوه غريزه او وروسته پاتې سيمه ده. د دې سیمې ډېری ځوانان په سيمه کې د کاری فرصوتونو د نشتوالي له کبله د پاکستان په نورو برخو او په ځانګړې توګه د کوټې او ادم خېلو درې د ډبرو سکرو په کانونو کې کارونه کوي.

د دود له مخې دلته مېرمنې نامحرمو سره خبرې نه کوي، خو دې مور خانزادګۍ له خپل مېړه سيد محمد تراجازې وروسته له بي بي سي سره د خبرو لپاره چمتو شوه.

د دو ځوانیمرګو زامنو په غم دردېدلې دا مور وايي اوس روانې ناروغې سره مخ ده او د خوب لپاره درمل کاروي خو بيا هم ورته خوب نه ورځي. د خبرو پر مهال څو واره مېرمن خانزادګۍ وويل چې د زامنو د مړينې وروسته يې ماغزه سم کار نه کوي او حافظه يې هم کمزورې شوې، خو وايي هغه ورځ ترې نه هېرېږي چې زامن یې بند په پټو(تابوتونو) کې راوړل شول، "ما بس يوه لحظه وليدل، خو بيا ېې چا ليدو ته ډېره پرېنښوم."

دا وايي حسين محمد دری کاله مخکې مړ دی او بيا ورپسې عمر محمد مړ شو. هغه زياتوي، "عمر محمد په ښوونځي کې زده کړې کولې، خو چې مشر ورور یې مړ شو، نو بيا کور کې د هېڅ درک نه لګېدو، هغه پلار ته کتل چې نور کار یې نشو کولې، نو بس ښوونځی يې پرېښودو او کار ته لاړو.

"عمر محمد يوازې يو څو مياشتې کار کړې و چې په دره ادم خېلو کې د ډبرو سکرو په کان کې مړ شو"، دا مور وايي پلار یې هنګو ته تللې و چې د عمر محمد د مړينې خبر یې تر لاسه کړ، هغه کور ته راغې او ماته يې وويل "په کان کې ګاز خلاص شوی او عمر محمد پکې مړ شوی دی".

کان کيندل

د ښه ژوند ډاډ

مېرمن خانزادګۍ وايي د خپلو زامنو ټولې خبرې ورته يادېږي. هغوی چې به کله هم زنګ وکړو نو ما ته به يې د ښه ژوند ډاډ راکولو. د هغې په خبره زامنو به ورته ويل "مورې تا به خداې دمه کړي، خو دا ساعت به دې نه وي، مور ته ستړې شوې يې."

د خدای هيله

"د مشر زوی وروسته د کشر زوی د مرګ سره خو بېخي د خدای اسرې ته پاتې شوي يو." هغه وایي "اوس په کور کې هېڅ هم نه لرم، مېړه مې بوډا دی کار نشي کولی، عمليات ېې هم کړي، په ژمې ځي چرته چنده (خير) غواړي."

دا مور وايي، زامن يې د ډبرو سکرو په کوم کان کې مړه شوي وو نو د هغوی د څښتنانو لخوا ورسره هغه وخت مالي مرسته شوې وه، خو له هغې وروسته نورې مرستې درېدلي دي او نه هم ورسره د دولت لخوا کوم کومک شوی.

خانزادګۍ چې دوه زامن یې مړه شوي

د ځوانانو د مرګ سره د غم تازه کېدل

خانزادګۍ وايي په کلي کې چې د کوم ځوان د مرګ خبر واوري نو د خپلو زامنومرګ ورته بيا تازه شې.

نوموړې وايي، "مرګونو مې زړه چولی، څلور زامن مې په وړوکوالي مړه دي، دوه زلمي زامن مې د ډبرو سکرو په کان کې مړه شول..

دا زياتوي، اوس دوه زامن لري خو هغه واړه دي د ګټې وټې نه دي. نوموړې وايي، "کله چې څوک ځوان مړ شي، زه ژاړم او خواړه هم نه خورم نو واړه ځامن مې راته وايي چې څه وخوره، د ټول کلي غم دې په سر اخيستی خو د هر ځوان مرګ ما ته د خپلو زامنو مرګ يادوي."

د شانګلې ګڼو کورنيو دغه غم ليدلی دی

دا يوازې مېرمن خانزادګۍ نه ده چې دوه زامن يې د ډبرو سکرو په کان کې مړه شوي دي.

د شانګلې ګڼو کورنيو يو، دوه او ان تر دې زيات ځوانان په کوټه او د پښتونخوا په دره ادم خېلو کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د کار پر مهال ژوند بايللی دی. د ځوانانو د مړه کېدو له کبله ډېرۍ مېرمنې له ناويتوب لږ وروسته کونډې شوې او د ځينو چنغلو خو بيا د سرې ډولۍ ارمان هم نه دی پوره شوې.

کان کيندل

د کاري فرصتونو نشتوالی

شانګله چې د پښتونخوا يوه غريزه سيمه ده، په دې ولسوالې کې کاري فرصتونو د نشت برابر دي. د بېوزلۍ له کبله ډېری کورنۍ خپلو ماشومانوته د زدکړو ورکولو توان نه لري د دوی په ټکیو یوازې ماشومانو ته ګوله ډوډۍ پیدا کول ورته زښت ګران دي او د دوه وخته ډوډۍ ګټولولپاره خلک خپل تنکي ځوانان د ډبرو سکرو کان ته په استولو مجبور شي.

د پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ یو شمېر هغه ځوانان چې د ډبرو سکرو کانونو کې کار کوي، بېرته یې کورنیو ته جنازې وروړل شوې دي.

د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانان د نورو کاري فرصتونو نشتون له امله بیا هم اړ دي، داسې سخت کار ته مخه وکړي چې له وړاندې یې د سیمې نورو ځوانانو پکې ژوند بایللی.

ډېرو کورنیو همدې درانه او له خطره ډک کار کې یو یا دوه غړي له لاسه ورکړي. د ځینو کورنیو له دې هم ډېر غړي د ډبرو سکرو کانونو کې مړه شوي دي.

د شمېرو له مخې د بلوچستان او دره ادم‌خېل د ډبرو سکرو کانونو کې د کار پر مهال د شانګلې شاوخوا ۷زره کسان مړه شوي چې ډېر یې ځوانان دي.

ډبرو سکرو کانونو کې د اصولو او مقرراتو نه پلي کېدلو اغېزې

د شانګلې مدنې فعالانو او د ځپل شويو کورنيو غړیو له دولته غوښتي چې د ډبرو سکرو په کانونو کې د کارکوونکو د ژوند د خونديتوب لپاره دې سخت اصول جوړ او عملې کړي.

د حسين محمد او عمر محمد پلار سيد محمد هم له حکومته غوښتي چې په دغه کانونو کې د کارکوونکیو د ‌ژوند د خونديتوب لپاره د سختو اصولو او قوانينونو د جوړولو تر څنګ د هغه کورنيو لپاره چې ځوانان يې په دغه کانونو کې د کار په وخت مړه يا ټپيان شي د معاوضې او د مالي مرستې لپاره باید چې يو کوټلې پلان جوړشي.