د طالبانو مشر: د غزې اړوند د امریکا تګلارې ظالمانه دي

هبت الله اخندزاده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو مشر پر ټلویزون او عامه ځایونو کې تر اوسه خلکو ته مخامخ نه دی څرګند شوی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده په کندهار کې د شنبې په ورځ د لوی اختر د لمانځه امامت وکړ. هغه د تېر په څېر د عامو خلکو او ټلویزوني کامرو پر وړاندې څرګند نه شو، خو وینا یې په غږیزه بڼه اورېدل کېده چې پر غزه، امریکا او افغانستان کې د کوکنارو پر کاروبار یې خبرې کولې.

مولوي هبت الله په دې وروستیو کې امریکا ته د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د ولسمشر ټرمپ د بندیز په تړاو وویل، امریکا د بشري حقونو په اړه خبرې کوي" ما ښځو ته عزت ورکړی، حجاب مې ور واغوست، فحاشي مې ختمه کړه، تا یې پر سر ټوپک ایښی له منځه یې وړې."

د طالبانو مشر د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، ویې ویل " نن ځیني له امریکا سره پر دوستۍ خوشاله دي، له امریکا سره دوستي بریالیتوب ګڼي خو تر ټولو لویه ظالمه امریکا ده، د فلسطین د ټولو مسلمانانو قاتله امریکا ده."

هغه خپله وینا کې د نشه يي توکو پر کرکیله د بندیز په تړاو هم خبرې وکړې؛ داسې مهال چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د اړولو پر سر شخړو کې مرګ ژوبله پېښه شوې.

د طالبانو مشر ویل "قاچاقبر دې پر خپلو خلکو رحم وکړي او نور دې مخدرات بند کړي." که څه هم په تېرو کلونو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نشه يي توکو پر کښت او کاروبار سختې نیوکې کېدلې خو هغه ټینګار کاوه چې هېواد کې یې د کوکنارو کرکیله او د نشه‌يي توکو کاروبار د خپلې عقېدې پر بنسټ بند کړي او دا چې له نړیوالو پرې کوم امتیاز نه غواړي" له هیچا امتیاز نه غواړو، نه دې امریکا امتیاز راکوي، نه بریتانیا، نه غرب نه شرق."

مولوي هبت الله اخند زاده په هېواد کې د لارې سر د سوالګرو او بې وزلو وګړو په تړاو وویل چې په کندهار، کابل او د هېواد نورو سیمو کې یې پر لارو خیرات غوښتونکي ټول کړي او خپلو چارواکو ته یې امر کړی چې هغوی ته معاشونه ورکړي.

د طالبانو مشر پر رسنیو هم نیوکې وکړې چې ګواکې پر وړاندې یې تبلیغات کوي.

ملا حسن

د عکس سرچینه، باختر

کابل کې د طالبانو حکومت لومړي وزیر ملاحسن اخند هم د اختر له لمانځه مخکې د خبرو پر مهال وویل "رسنۍ د اسلامي نظام لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او ناسم قضاوت کوي، بايد د اسلامي نظام د مشعل خاموشه کولو اجازه ور نه کړو."

د طالبانو حکومت ریس الوزرا کومې ځانګړې موضوع ته د ستونزې په توګه اشاره ونه کړه خو ویل یې " سره له دې چې ستونزې شته، بايد ويښ واوسو، علماء او ټول افغانان بايد د اسلامي نظام د ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته موقع ور نه کړي."

دواړو طالب مشرانو د افغانستان اوسنی حالت کمسار امن وباله او له شتمنو افغانانو یې وغوښتل چې د خلکو لاسنیوي او د بې وزلۍ کمولو کې لاس واړوي.

طالب مشرانو داسې مهال پر رسنیو او نړیوالو نیوکې کولې چې د نژدې څلورو کلونو په تېرېدو لا هم افغانستان کې د طالبانو حکومت هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه، ملګري ملتونه او د ځېنو هېوادونو استازي د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د زدکړو او کار په برخه کې طالبان په سرغړونو پړه بولي.