د کویت مړ شوی امیر شیخ نواف الاحمد الصباح څوک و؟

 شیخ نواف الاحمد الصباح

د عکس سرچینه، Getty Images

د کویت د امیر دربار ویلي، چې د کویت امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح – چې په ۱۹۶۲ کال د کویت د خپلواکۍ اخیستو له مهال راهیسې د هېواد تر ټولو مشهوره څېره وه- د ۸۶ کلونو په عمر ومړ.

شیخ نواف الاحمد الصباح د کویت شپاړسم امیر و او له بریتانیا د خپلواکۍ له اخیستو وروسته ددغه هېواد شپږم امیر .

دی د کویت د مخکني مړه شوي امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح ناسکه ورور او د کویت د لسم امیر شیخ احمد الجابر الصباح شپږم زوی و.

شیخ احمد الجابر الصباح د ۱۹۲۱ او ۱۹۵۰ کلونو ترمنځ موده کې د کویت امیر پاتې شوی.

شیخ نواف له ۱۴ کلونو د کویت امیر و.

نوموړی د ۱۹۳۷ کال د جون پر ۲۵مه د کویت ښار (اوسنۍ مجمع المثنی سیمې) په فریج الشیوخ کې زیږېدلی، لومړنۍ زدکړې کې نظامي ښوونځي کې کړې دي.

شیخ نواف له شریفه سلیمان الجاسم الغانم سره د تېرې پېړۍ نیمايي کې واده وکړ، څلور زامن او یو زوی لري.

شیخ نواف په ګڼو وزارتي او لوړو څوکیو پاتې شوی. لومړی له ۱۹۶۲ کال راهیسې شپاړس کاله د (حولي) قومندان و،‌ بیا په ۱۹۷۸ کال د کورنیو چارو وزیر شو.

په ۱۹۸۸ کال دفاع وزیر شو او له عراق سره د جګړې اوو میاشتو کې یې د پوځ مشري کوله،‌ چې بالاخره د امریکا په مداخلې- د خلیج دویمې جګړې (۱۹۹۱) پرمهال د عراق-کویت ترمنځ جګړه پای ته ورسېده.

له خپلواکۍ اخیستو وروسته د کویت د لومړني حکومت له جوړېدو سره شیخ نواف د ټولنیزو چارو او کار وزر شو، بیا په ۱۹۹۴ کال د ملي ساتونکو مرستیال مشر شو او په ۲۰۰۳ کې بیا د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو چې بالاخره په ۲۰۰۶ کال ولیعهد وټاکل شو.

لویې ننګونې

کویت

د عکس سرچینه، Getty Images

شیخ نواف د شیخ صباح الاحمد له مړینې وروسته هېواد اداره کړ، پر کورني سیاست سربېره یې د کویت بهرنۍ تګلاره کې هم ونډه لرله، په ګڼو سیمه ییزو شخړو کې یې د منځګړي رول لوبولی او د (عرب دیپلوماتانو شیخ) او (د عربي او کویتي دیپلوماسۍ د مدیر) لقب ورکړل شوی دی.

د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر ۲۹مه شیخ نواف ته د کویت د امیرتابه چارې وسپارل شوې او پر دویمه ورځ یې پارلمان کې لوړه وکړه.

نوموړي داسې مهال د هېواد د مشرتابه چارې پر غاړه واخیستې چې په خلیج کې لوی بدلونونه پیل شوي وو. له دریو کلونو راهیسې د خلجی شخړه روانه وه، کویت او عمان له قطر سره د سعودي په مشرۍ( چې بحرین او متحده عربي امارات هم پکې وو) له پرېکون سره یوځای نه شو. کویت له اسرائیلو سره د اړیکو له عادي کولو سره هم کویت ملګری نه شو. بل پلو د سعودي او ایران ترمنځ اړیکي لا ترینګلتیا خوا ته روان وو.

په کور د ننه،‌ امیر له لویو ننګونو سره مخامخ و، چې یوه یې له فساد سره مبارزه، د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د اختلافاتو دوام او له کورونا وبا سره مبارزه وه.

په ۱۹۸۸ کال دفاع وزیر شو او له عراق سره د جګړې اوو میاشتو کې یې د پوځ مشري کوله،‌ چې بالاخره د امریکا په مداخلې- د خلیج دویمې جګړې (۱۹۹۱) پرمهال د عراق-کویت ترمنځ جګړه پای ته ورسېده. له خپلواکۍ اخیستو وروسته د کویت د لومړني حکومت له جوړېدو سره شیخ نواف د ټولنیزو چارو او کار وزر شو، بیا په ۱۹۹۴ کال د ملي ساتونکو مرستیال مشر شو او په ۲۰۰۳ کې بیا د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو چې بالاخره په ۲۰۰۶ کال ولیعهد وټاکل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ۲۰۲۱ کال د شیخ صباح الخالد الصباح په مشرۍ د کویت حکومت له پارلمان سره د اختلافاتو له کبله استعفا وکړه.

د امیر نواف د مشرتابه لومړي کال کې د فساد په قضیه کې د ښکېلو جګپوړو چاروانکو محاسبه پیل شوه، د وزیرانو شورا پخوانی مشر جابر المبارک الصباح او د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ خالد الجراح الصباح د (پوځ د فنډ) په نامه بډو کې د ښکېلتیا په تور ونیول شول.

همدارنګه د جنسیت او پاسپورتونو د ادارې مخکنی مشر مازن الجراح د انسانانو قاچاق کې د لاس لرلو په تور ونیول شو.

د ۲۰۲۱ کال نومبر پر ۱۳مه، شیخ نواف پارلمان کې د مخکنیو غړو د بښنې دوه فرمانونه صادر کړل. په دې بښنه کې د ۱۱ کسانو سزا پای ته ورسېده او د ۲۴ نورو سزا کمه کړل شوه.

دا بښنه په کور د ننه سیاسي ډګر کې ډېره وستایل شوه او د ګډ سیاسي کار او ملي یووالي د پړاو پیلامه وګڼل شوه.