تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې دوې ژغورل شوې نجونې
د روغتيا نړيوال سازمان غزه کې د خلکو ايستلو يوه طبي دهلېز غوښتنه کړې، چې له مخې یې ژوبلو شوو کسانو ته د وتلو لار برابره شي. د دغه سازمان د اټکل له مخې له هغه راهيسې چې غزه کې جګړه پيل شوې، شاوخوا ۲۲ زره خلک اوس ژوند بدلوونکي ټپونه لري. د ملګرو ملتونو دا اداره وايي د تېر کال له اوکتوبر راهيسې ۵ زره فلسطينیان د ځانګړې درملنې لپاره ايستل شوي، خو بیا چې کله تېره مې د مصر او غزې ترمنځ د رفح بندر وتړل شو، يوازې څه د پاسه دوه سوه کسان وتلي دي.
د بي بي سي کرولاين هاولي د هغو دوو نجونو کيسه څارلې، چې اوس يې ايټاليا کې درملنه روانه ده.