ټرمپ: مکرون او سټارمر اوکرایین کې د جګړې پای لپاره "هېڅ هم نه دي کړي"

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ټرمپ،‌ مکرون او زېلېنسکي د ۲۰۲۴ کال ډسمبر کې په پاریس کې سره ولیدل

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون او د بریتانیا لومړی وزیر سر‌ کیېر سټارمر روانه اوونۍ د امریکا له ولسمشر سره د لیدو لپاره واشنګټن ته ولاړ شي، ډونلډ‌ ټرمپ ویلي دغو مشرانو اوکرایین کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره "هېڅ هم نه دي کړي."

ټرمپ چې له فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره غږېده،‌ همدا راز وویل چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي‌ د سولې مذاکراتو لپاره "هېڅ کارت" نه لري.

هغه زیاته کړه "فکر نه کوم چې هغه [زېلېنسکي] دې ډېر مهم واوسي چې د سولې په مذاکراتو کې حضور ولري."

بریتانیا، فرانسه او نور متحدان د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له پراخ یرغل راهیسې له کیېف سره د وسلو او نورې مرستې کوي.

اروپايي مشرانو ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ‌ له خبرو یوه ورځ مخکې، د تېرې دوشنبې پر ورځ پاریس کې د اوکرایین په اړه بېړنۍ ناسته ترسره کړه.‌ دوی له دې ویره لري چې اوکرایین او اروپا ښایي د سولې له ممکنه خبرو اترو بهر پاتې شي.

ټرمپ که له یوې خوا له فاکس نیوز سره مرکه کې پر مکرون او سټارمر نیوکې وکړې، نو له بلې خوا یې اروپايي مشران وهم ستایل. هغه وویل چې دی مکرون "ملګری" ګڼي او سټارمر یې هم "ډېر ښه سړی" وباله.

تمه ده چې مکرون د دوشنبې پر ورځ واشنګټن ډي‌سي ته ولاړ شي او سټارمر بیا د پنجشنبې پر ورځ ورځي.

د بریتانیا لومړی وزیر تېره اوونۍ وویل چې دې "چمتو او لیواله" دی چې د سولې تړون د یوې برخې په توګه اوکرایین ته خپل ځواکونه واستوي، چې د دغه هېواد امنیت تضمین کړي.

په داسې حال کې چې اروپایي مشرانو له روسیې سره مذاکرات رد کړی، دوی په منظم ډول د اوکرایین د جګړې په تړاو بحثونو لپاره سره ګوري.

امریکا،‌ بریتانیا او اروپايي ټولنې له کاناډا،‌ استرالیا،‌ جاپان او ځنیو نورو هېوادونو سره په ګډه، پر اوکرایین له یرغل راهیسې پر روسیې له ۲۰ زرو ډېر بندیزونه لګولي دي.‌

همدا راز ډېرو اروپایي هېوادونو له اوکرایین سره د مرستې او ملاتړ تړونونه هم لاسلیک کړي.

په دې لړ کې د بریتانیا لومړي وزیر سر کیېر سټارمر په تېره جنورۍ کې له ولودیمیر زېلېنسکي سره ۱۰۰ کلن تاریخي تړون لاسلیک کړ او هغه ته یې وویل چې "موږ تاسې سره یوازې نن، سږ او راتلونکی کال نه،‌ بلکې د سلو کلونو لپاره – چې هغه وخت به دا وحشتناکه جګړه پای ته رسېدلې او اوکرایین یو ځل بیا ازاد او پرمختللی وي،‌ ولاړ یو‌.‌"

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ سپینې ماڼۍ کې رسنیو ته وویل، پوتین او زېلېنسکي اړ دي د جګړې پای رسولو لپاره یو ځای شي

د یادونې ده چې ډونلډ‌ ټرمپ تر دې مخکې روانه اوونۍ د زېلېنسکي "دیکتاتور" بللی و.‌

خو تر هغې وروسته یې د اوکرایین لپاره ځانګړي استازي کیت کلاګ وویل چې پنجشنبه یې کیېف کې له ولودیمیر زېلېنسکي‌ سره "مفصلې او مثبتې" خبرې اترې ترسره کړې.‌

کلاګ همدا راز زېلېنسکي‌ د یوه "زړور مشر" په توګه ستایلی.

خو ډونلډ‌ ټرمپ له فاکس نیوز سره د جمعې ورځې په مرکه کې پر زېلېنسکي د نیوکو په دوام وویل: "زه له کلونو راهیسې دا سړی څارم چې ښارونه یې ویجاړېږي، خلک یې وژل کېږي، او سرتېري یې له منځه ځي."

هغه همدا راز وویل چې روسیې او اوکرایین به د ده له ذاتي ښکېلتیا پرته دا نه وای غوښتې، چې د سولې خبرې پیل کړي.‌

د اوکرایین ولسمشر په وروستیو ورځو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره تلېفوني خبرې کړې او له هغوی یې دا ډاډ ترلاسه کړی چې د سولې په مذاکراتو کې به د نوموړي د ښکېلتیا تضمینېدو لپاره هڅې کوي.‌ ‌