د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو، رباب د 'غیر ملموس بشري کلتوري میراثونو' په لیست کې شامل کړ

رباب

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو تعلیمي، کلتوري او فرهنګي سازمان یونیسکو د موسیقۍ اله (رباب) د 'غیر ملموس بشري کلتوري میراث' په لیست کې شامل کړی دی.

یونیسکو په یوه اعلامیه کې رباب د بشري کلتوري میراث یوه بېلګه بللې، چې د افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان په ګډون یې د مرکزي او سویلي اسیا وګړي، جوړوي، په بېلابېلو مراسمو کې یې غږوي او د دې الې ماهرو غږوونکو ته په ټولنه کې په درانه نظر کتل کېږي.

د یونیسکو اعلامیه زیاتوي: ''رباب د افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان د خلکو د یووالي عامل دی. دا په کلتوري او ټولنیز یووالي کې مرسته کوي او په ځانګړې توګه یې د کډوالو ټولنو تر منځ د کلتوري تبادلې او پیوستون په وده کې مهم رول لوبولی.''

دا پرېکړه د یونیسکو په نوښت د هغې نولسمې بین الحکومتي کمېټې په غونډه کې شوې، چې په پاراګوای کې د روانې دسمبر میاشتې له دویمې تر ۷ نېټې د غیر ملموس بشري کلتوري میراث خوندیتوب تر سر لیک لاندې کېږي.

یونیسکو په داسې حال کې رباب د بشري کلتوري میراث په لیست کې شاملوي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رباب په ګډون د موسیقۍ الاتو پر غږولو بشپړ بندیز لګولی دی.

رباب د افغانستان او پښتونخوا موسیقۍ له خورا مهمو الاتو یوه ده، چې معمولاً د سازونو په ترتیب کې تر ټولو مهم رول لري او له لرغونو زمانو راهیسې له رباب پرته د افغانستان او شاوخوا سیمو موسیقي نیمګړې بلل کېږي.

د رباب جوړولو هنر خورا اوږده مخینه لري، چې له د تاریخ په اوږدو کې له یوه نسله بل ته لېږدول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رباب جوړولو او غږولو هنر خورا اوږده مخینه لري، چې د تاریخ په اوږدو کې له یوه نسله بل ته لېږدول شوی دی.

رباب نه یوازې له سندرو سره غږول کېږي، بلکې له منګي یا طبلې سره او په یوازې توګه هم خوږې نغمې خپروي، چې د موسیقۍ مینه وال ترې خوند اخلي.

رباب او د رباب ماهر غږوونکي د ادب او فولکلور یوه مهمه برخه هم بلل کېږي، په کلاسیکو معاصرو شعرونو او نکلونو کې هم یاد شوي دي.

په دودیز ډول رباب د توت له لرګي، د حیواناتو له پوست او کولمو له تارونو چمتو کېدل، خو اوس پکې نائلوني یا فلزي تارونه هم کارول کېږي.

یو شمېر څېړونکي په دې اند دي، چې د رباب نوم د عربي ژبې له (روح – باب) یعنې د روح دروازې اخیستل شوی دی.

د موسیقۍ ماهرین وايي، د ګڼ شمېر نورو موسیقۍ الاتو برعکس رباب داسې یوه اله ده، چې په مصنوعي ډول نه شي غږول کېدای او نه یې هم الیکترونیکي نقل شونی دی، بلکې له پېړیو راهیسې یوازې د ماهرو موسیقارو ګوتې د اصلي رباب له تارونو خوږې نغمې خپروي.