فیفا یونایټس: د افغان ښځینه لوبغاړو په ملاتړ د ښځو لړۍ ۲۰۲۵ سیالۍ مراکش کې کېږي

د اسټرالیا په ملبورن کې د افغان ښځینه کډوالو د فوټبال ټیم د تمرین غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسټرالیا په ملبورن کې د افغان ښځینه کډوالو د فوټبال ټیم د تمرین غونډه

فیفا اعلان کړی چې ۲۰۲۵ کال د ښځو لړۍ سیالۍ به د متحده عربي اماراتو پر ځای له څو ورځو ځنډ وروسته په مراکش کې ترسره شي.

فیفا بي‌بي‌سي ته تأیید کړې ده چې دا سیالۍ به نور د اکتوبر پر ۲۳مه نه، بلکې د همدې میاشتې په ۲۶مه په مراکش کې وي.

په اعلامیه کې چې بي‌بي‌سي ته لېږل شوې، راغلي د دې ټورنمنټ پرانیستونکې لوبې به د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر پر ۲۶مه) پیل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د "متحدو افغان ښځو" لوبډله به د لومړي ځل لپاره په نړيواله کچه ډګر ته راووځي.

په دغو سیالیو کې د چاد او لیبیا ښځینه لوبډلې هم، د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د فیفا/کوکاکولا د ښځو نړيوالې ډلبندۍ ته ننوځي.

فیفا مخکې اعلان کړی و چې دا لوبې به د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

خو په وروستۍ اعلامیه کې، پرته له دې چې د ځای د بدلېدو دلیل روښانه کړي، فیفا د مراکش د شاهي فوټبال فدراسیون مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دې فدراسیون په همکارۍ به یو بریالی او الهام‌ بښونکی ټورنمنټ ترسره شي.

په پخوانیو اعلامیو کې فیفا د افغان ښځو له ډلې "د افغان ښځو د کډوالو ټیم" په نوم یادونه کړې وه.

خو اوس فیفا وايي افغان لوبغاړو د فیفا په سلا خپل د ټیم نوم "متحدې افغان ښځې" ته اړولی دی.

په دې اعلامیه کې فیفا یو ځل بیا خپله ژمنتیا تکرار کړې، چې د افغان ښځو د فوټبال د ټیم په اړه خپله "هر اړخیزه تګلاره" عملي کوي، دا ستراتیژي د ۲۰۲۵ په مې میاشت کې د فیفا شورا تصویب کړې وه.

فیفا زیاته کړې چې د دې ټیم په اړه یې ژمنتیا د ښځینه لوبغاړو د ملاتړ پراخه برخه رانغاړي، په ځانګړي ډول د لوبغاړو د ټاکنې او د ۲۰۲۵ کال د ښځو لړۍ سیالیو ته د چمتووالي په پړاو کې.

د دغو سیالیو په اړه نور تفصیلي معلومات، د لوبو د دقیق مهال‌ ویش په ګډون، به ډېر ژر د فیفا پر وېب پاڼه خپاره شي.

ټاکل شوې وه، چې د افغان ښځینه کډوالو د فوټبال لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۶مې نېټې څخه په دوبۍ کې تمرینات پیل کړي، خو د دغې لوبډلې سفر متحده عربي اماراتو ته له ځنډ سره مخامخ شوی او له همدې امله تمرینات یې هم ځنډول شوي دي.

د فیفا چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې د سفر او د تمریناتو د ځنډ خبره تائید کړه خو د دې ځنډ لپاره یې ځانګړی لامل په ګوته نه کړ.

خو یوې باوري سرچینې، چې نه‌ یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته ویلي وو، د لوبغاړو د وېزو د صادرېدو بهیر له ځنډ سره مخامخ شوی و.

د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله، چې اوس د "افغان ښځینه کډوالو ټیم" په نوم پېژندل کېږي، له څلورو کلونو تبعید او له نړیوالو سیالیو د لېرېوالي وروسته، بېرته نړیوال ډګر ته د ستنېدو په درشل کې ده.

د ښځو فوټبال په افغانستان کې

افغان ښځینه فوټبالرانې کال ۲۰۲۳ او ځای هوسټن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ښځینه فوټبالرانې کال ۲۰۲۳ او ځای هوسټن

د افغانستان د ښځو ملي فوټبال ټیم د دغه هېواد د ښځو د زغم، زړورتیا او مقاومت یو سمبول ګڼل کېږي.

دا ټیم په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ملي اولمپیک کمېټې په ملاتړ کابل نجونو ته د یوه خوندي ورزشي فرصت د برابرولو په موخه جوړ شو.

له هماغه پیله دا ټیم وایي، له ګڼو ننګونو سره مخامخ و.

په ۲۰۰۸ کال کې د مهارتونو د لوړولو لپاره جرمني ته ولاړ او همداراز یې د اسلامي هېوادونو په یوه ټورنمنېټ کې، چې په اردن کې ترسره شو ګډون وکړ.

په ۲۰۱۰ کال کې د ډنمارک د هېومیل (Hummel) برانډ لخوا مالي ملاتړ ترلاسه کړ او همدې کال کې د سویلي اسیا د ښځو د قهرمانۍ سیالیو کې د افغانستان لومړی نړیوال حضور ثبت شو.

که څه هم د نیپال پر وړاندې سخته ماته وخوړه خو دې لوبو کې برخه اخیستل د افغان ښځو په سپورتي تاریخ کې یوه مهمه لاسته ‌راوړنه ګڼل کېږي.

په وروستیو کلونو کې د ټیم ملاتړ زیات شو او په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان فوټبال فدراسیون یو نوی تخنیکي ټیم، چې مشر روزونکی، مرستیال روزونکی او د پرګرامونو مدیر پکې شامل وو، د ټیم برخه کړل.

خو اوس د ښځو سپورت په افغانستان کې له پراخو ننګونو سره مخامخ دی.

له هغې وروسته، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېدل، د ښځو ټول ورزشي فعالیتونه بند شول، او ډېری ورزشکاران دې ته اړ شول، چې له هېواده ووځي.

سره له دې چې نړیوالې هڅې د افغان ښځو د سپورت د ملاتړ لپاره دوام لري او د افغان ښځینه کډوالو ټیم د دغو هڅو ژوندۍ بېلګه دی.