د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړلې پاتې کېدل پاکستاني سوداګر ته څومره زیان اړوي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مشر جنید مقدا په هغه لیک کې چې تېره شپه، (لړم ۲۶ / نومبر ۱۸) خپور شو، د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له افغانستان سره د پراخېدونکي سوداګریز کړکېچ د حل لپاره سملاسي اقدام وکړي.
ښاغلي مقدا ویلي، دا کړکېچ د اوږدې مودې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله رامنځته شوی.
هغه په دې لیک کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د فدرالي عایداتو اداره او د ترانسپورت څانګې ته لیکلي چې زرګونه کانتینر چې د دواړو غاړو مالونه او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترانزیتي بارونه پکې بار دي، پاکستان کې بې برخلیکه پاتې دي.
په دې کې هغه بارونه هم دي چې د افغانستان، ازبکستان او نورو سیمهیيزو اقتصادونو سره مستقیما تړاو لري.
د هغه په وینا، د افغان سوداګرو په مالونو بار سلګونه لارۍ لا هم په تورخم، چمن، غلام خان او نورو لارو کې ایسارې پاتې دي.
د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې، چې یو وخت د سیمې د سوداګرۍ پرمخ تلونکې لارې وې اوس له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تړلې دي او د راپورونو له مخې پراخې اقتصادي پایلې یې- په ځانګړې توګه پاکستان ته رامنځته کړې دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه خبرداری ورکوي چې د اوښتو - راوښتو او مالونو د لېږد – رالېږد د لارو تړل پاتې کېدو دوام، دوه اړخیزه او ترانزیتي سوداګري په خطرناک پړاو کې اچولې ده.
جنید مقدا ویلي د زرګونو کانتینرو اوږدمهاله بند پاتې کېدل، سوداګرو او ترانسپورتي شرکتونو ته درانه زیانونه اړولي او د پاکستان سوداګر اړ دي چې د خپلو لاریو د تم کېدو لپاره هره ورځ تر ۲۰۰ ډالرو پورې لګښت ورکړي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د دې خونې د اټکلونو له مخې، د دواړو هېوادونو کلنی حقیقي سوداګریز ظرفیت له پنځو میلیاردو ډالرو ډېر دی، خو په سرحدونو کې د پرله پسې ګډوډیو له امله، د تبادلې حجم له یوې میلیارد ډالرو کم شوی دی.
جنید مقدا ټینګار کړی چې دا کړکېچ یوازې د سوداګرۍ په بهیر کې تخنیکي ستونزه نه ده، بلکې د هغو میلیونونو پاکستاني وګړو ژوند ته ګواښ دی چې له سرحدي سوداګرۍ سره تړلي دي.
هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د اقتصادي زیانونو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره سملاسي لاس په کار شي.
سپین بولدک-چمن کې ترینګلتیا وروسته له هغې رامنځته شوه چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړل، چې دا په یوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دویم جدي کړکېچ و.
د تورخم لار، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اصلي سوداګریز تګلوری دی، له هغه راهیسې تړلی پاتې دی او تر اوسه یې د بیا پرانیستلو لپاره کومه موافقه نه ده شوې.
په همدې حال کې، افغانستان نوې لارې فعالې کړې او خپل اقتصادي فعالیت یې چټک کړی دی. د رسمي راپورونو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري په تېرو شپږو میاشتو کې ۱،۶۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او له پاکستان سره د سوداګرۍ له کچې مخکې شوی دی.
د هند په ملاتړ چابهار بندر اوس د افغانستان لپاره ازادو اوبو ته د لاسرسي یوه له مهمو لارو ګڼل کېږي، داسې لاره برابروي چې بشپړه توګه پاکستان ته شا کوي.
امریکا د څه مودې لپاره د چابهار بندر فعالیتونه له بندیزونو استثنا کړل او افغانستان ته د غنمو او درملو صادرات یې ډېر کړل.
د اریانا افغان هوايي شرکت هم ډیلي ته د بار وړلو د نرخ په کمولو د جلغوزو او غالیو په څېر محصولاتو صادراتو ته په هند کې د بازار موندنې زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د پاکستان له لارې د نه پایېدونکي وضعیت په نظر کې نیولو سره، له ګاونډیو هېوادونو سره اوږدمهاله هوکړو ته اړتیا لا ډېره مهمه شوې ده؛ داسې تړونونه چې د تعرفو کمښت او د ترانزیتي لارو خوندي لاسرسي پکې شامل وي.
شنونکي وایي د سرحدونو د تړلو دوام نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی، بلکې د سیمې د دودیزو سوداګریزو لارو بڼه یې هم بدله کړې ده؛ داسې بدلون که دوام وکړي، د پاکستان رول په سیمهییزه سوداګرۍ کې له جدي ننګونې سره مخامخولی شي.
ایران وايي د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل په موخه یوه سیمهییزه غونډه جوړوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
یاد وزارت وايي، د دوشنبې ورځې په دې ټیلېفوني خبرو کې دواړه مشران د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو د پراختیا او په سیمه کې پر وروستیو پېښو وغږېدل او نظریات یې تبادله کړل.
په ورته وخت کې، د تېرې دوشنبې په ورځ ایران ویلي وو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ستونزو د حل په موخه یوه سیمه ییزه غونډه جوړوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ثبات راولي او شخړو ته یوه حل لاره پیدا شي. اسلام اباد د تهران له دې پریکړې هرکلی کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران دغې خبرې ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر وايي، د سوداګرۍ لپاره ځکه بدیلې لارې لټوي، چې ستونزو ته بله حل لاره نه وه.
په کابل کې د بي بي سي خبریال پاینده څرګند په خپل رپوټ کې وايي، د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزې نن (دوشنبه) په کابل کې د یوه نندارتون پرانیست غونډې ته وینا کې له امریکا متحدو ایالتونو هم غوښتنه وکړه، چې د افغانانو بېوزلۍ ته په کتو دې د ایران پر چابهار بندر بندیز نه لګوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان له سمندري بندرونو وروسته د ایران چابهار بندر هغه اسانه او ارزانه سمندري لار ده، چې افغانستان له نړۍ سره نښلوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دا وروستیو کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري په ټپه ودرېده، د طالبانو حکومت له پاکستان سره سوداګري بنده کړه او د ایران چابهار بندر یې د بدیلې لارې په توګه یاد کړی دی.
د یادونې ده، چې امریکا متحدو ایالتونو په دا وروستیو کې په لنډمهالي توګه پر چابهار بندر بندیزونه لېرې کړي او دا هغه اندېښنه ده، چې افغان سوداګر یې لري او نن د طالبانو حکومت چارواکو هم وښوده چې ورته یې پام دی.
ښايي وروسته له دې ډېر افغان سوداګریز مالونه د چابهار له لارې بهر ته واستول شي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون پرانیستغونډه کې د امریکا پر متحده ایالتونو غږ وکړ چې د افغانانو کلونه رنځ او بې وزلۍ ته په کتو سره پر چابهار بندر بندیز ونه لګوي.
ده امریکا ته د ډاډ ورکولو په ډول وویل چې دوی به هېڅکله د چابهار له لارې د پوځي وسایلو رالېږد و نه کړي.
ښاغلي عزیزي د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره چې له پاکستان سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه درولې وویل، دا او د بدیلې لارې په توګه د چابهار بندر د غوراوي پرېکړه یې له ډېر مجبوریته کړې، ځکه چې د دوی په وینا له پاکستان سره هېڅ حل لارې ته ونه رسېدل.











