کوټه کې یوه پولیس هغه سړی په ډزو وژلی، چې مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوی و

عبدالعلي

د عکس سرچینه، Courtesy Police

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي- کوټه

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د ځايي پولیسو یو لوړپوړی چارواکي وايي، یوه پولیس هغه کس په ډزو وژلی، چې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په توقیف کې و.

وژل شوی کس عبدالعلي نومېږي، چې پر خواله رسنۍ د یوې ویډیو له خپرېدو وروسته پرون د کوټې په خروټ اباد سیمه کې نیول شوی و. د ویډیويي کلیپ له خپرېدو وروسته د سیمې خلک د پولیسو مرکز مخې ته راټول شوي وو او له پولیسو یې غوښتنه کوله، چې نیول شوی کس دوی ته وسپاري.

د ځايي پولیسو یوه افسر بي بي سي ته وویل، په خروټ اباد سیمې پولیسو مرکز په شاوخوا کې د بلوا له وېرې نیول شوی عبدالعلي د کینټ سیمې پولیسو مرکز ته ولېږدول شو.

دغه پولیس چارواکی وايي، په همدې کینټ پولیسو مرکز کې یوه پولیس پر نیول شوي کس ډزې وکړې او ویې واژه. پولیس وايي، د عبدالعلي وژونکی پولیس نیول شوی دی او پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي.

په روان ګاډي کې ثبت شوې ویډیو

هغه ویډیو چې له کبله یې عبدالعلي نیول شوی، په روان ګاډي کې ثبت شوې ده او بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو یې تائید تر لاسه کړي. د نوموړي خلاف د پولیسو لومړني رپوټ (ایف ای ار) کې ویل شوي، چې عبدالعلي خپله ګاډی چلاوه او په همدې ګاډي کې یوه ناست کس ترې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه نیول شوي مشر په هکله د غبرګون پوښتنه وکړه.

د پولیسو مرکز مخې ته راټول شویو کسانو غوښتنه کوله، چې نیول شوی کس باید دوی ته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، Social Media

نوموړی په دې هکله خورا توند غبرګون ښيي او وايي: اوس باید په هره سیمه کې خلک د دولتي چارواکو پر ضد ودرېږي او له دوی باید پوښتنه وشي، چې وضعیت یې پر کوم لور روان کړی دی.

په ایف ای ار کې ویل شوي، چې تورن کس په همدې ترڅ کې داسې خبرې کړې، چې له مذهبي پلوه (نامناسبې) دي.

پر خواله رسنیو دا ویډیو ژر لاس پر لاس شوه او له هغه وروسته د کوټې په جبل نورالقران سیمه کې خلک لارو، کوڅو ته راووتل واټونه یې بند کړل او د عبدالعلي نیولو او سزا ورکولو غوښتنه یې کوله.

د نوموړي کس له نیول کېدو وروسته هم د خروټ اباد سیمې پولیسو مرکز په شاوخوا کې راټول شول او له پولیسو یې غوښتنه کوله، چې دا سړی دوی ته وسپاري.

ځايي چارواکي وايي، خلکو پر پولیسو مرکز د ډبرو ګوزارونه وکړل، د مرکز دروازې ماتولو او دننه ننوتلو هڅه یې کوله او پولیسو په همدې ترڅ کې تورن کس کینټ پولیس سټېشن ته ولېږداوه او د خلکو خپرولو لپاره یې اوښکې بهونکی ګاز وکارواه.