له یوې سندرغاړې سره د کاناډا د پخواني لومړي وزیر د اړیکې په اړه ګنګوسې

د عکس سرچینه، Instagram/@katyperry
یوې امریکایۍ نوموتې سندرغاړې کېټي پېري د کاناډا له پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو سره خپل ګډ عکسونه پر خپل اېنستګرام خپاره کړي چې د ډېرو ورته تلوسه پیدا شوې او د دوی د اړیکې په اړه ګنګوسې ډېرې شوې دي.
دوی دواړه جاپان ته په سفر تللي وو او هلته یې له یو بل سره عکسونه اخیستې دي.
یوه عکس کې ښکاري چې دواړو په داسې حال کې سره ولاړ دي او سلفي یې اخیستې چې مخونه یې سره جنګولي او خاندي. په بله ویډیو کې لیدل کېږي چې دواړه یو ځای سوشي [جاپاني خواړه] خوري.
تر اوسه پېري او Jروډو یوه هم په زغرده د خپلمنځي اړیکې په اړه څه نه دي ویلي. خو دا چې په تېرو څو میاشتو کې د دوی بېلابېل ګډ عکسونه خواله رسنیو ته راوتلي، نو د دې اړیکې په تړاو ډول ډول ګنګوسو هم زور اخیستی.
ټروډو د روان کال لومړیو کې د دغې پاپ سندرغاړې یوه کنسرت ته ورغلی و او دغه کار یې د دوی ترمنځ د مینې تار په اړه شکونه راپورته کړل.
نوموړي روانه اوونۍ د جاپان له مخکینې لومړي وزیر فومیو کیشیدا او د هغه له مېرمنې یوکو سره د ده او کېټې یو ګډ عکس هم خپور کړی و.
جسټن ټروډو ۵۳ کلن او کیټې پېري تازه ۴۱ کلنه شوې ده.
هغه پر اېکس (پخواني ټویټر) دغه خپاره کړي عکس سره لیکلي "خوښ یوو چې تاسې [فومیو کېشیدا] سره مو وکتل. زه او کېټي ډېر خوشاله یوو چې تا او یوکو سره د ناستې موکه په لاس راغله."

د عکس سرچینه، X/@kishida230
تېره میاشت پاریس کې د یوې غونډې له څنډې د دوی دواړو داسې عکس خپور شو چې لاسونه یې سره ورکړي وو او ظاهرآ داسې برېښېدل چې د خپلې د مینې اړیکې پخلی کوي.
مشهور څېرو خبري سایټ TMZ د دوی دواړو داسې عکسونه او ویډیو خپاره کړي چې موټر کې تر کېناستلو مخکې لاس په لاس روان دي.
عکس اخیستونکو له کېټي په داسې حال کې تصویر ته د درېدوغوښتنه کوله، چې ټروډو یې له لاسه نیولې او د موټر شاتنۍ څوکۍ ته په ختلو کې یې ورسره مرسته کوله.
پارېس ته دا ګډ سفر د پېري له کلیزې سره هممهاله و او داسې ښکارېدل چې په عام محضر کې د دې جوړې لومړنی سفر و.
دوی دواړو لا په دې تړاو تبصرې ته د بيبيسي غوښتنه نه ده ځواب کړې. پېري لندن ته د وروستي سفر پر مهال داسې ښوده چې په اړیکه کې ده.
کله چې د نندارچیانو له منځه یوه مینوال د واده وړاندیز ورته وکړ، نو نوموړې په ټوکه وویل: "کاش چې دا وړاندیز مو ۴۸ ساعته مخکې کړی وای."
تر دې یوازې څو ورځو ورمخکې په لومړي ځل د هغې او ټروډو ګډ عکسونه پر خواله رسنیو خپاره شوي وو.

د عکس سرچینه، Instagram/@katyperry
پېري تر دې مخکې اوږده موده له فلمي ستوري اورلانډو بلوم سره اړیکه درلوده.
دا جوړه له یوې لسیزې ډېر وخت یو ځای وه او یوه لور هم لري. دوی دواړه تېر دوبي کې سره جلا شول.
ټروډو، چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۵ پورې د کاناډا لومړی وزیر و، مخکې له سوفیا ګریګورې سره واده کړی و.
دوی دواړو د ۲۰۲۳ کال دوبي کې له جلا کېدو مخکې ۱۸ کاله ګډ ژوند کړی او درې ماشومان هم لري.











