د مینې او ملګري موندل اوس ستونزمن شوي؟

په ټوله نړۍ کې خلک ګډ ژوند لپاره د ښې جوړې د موندلو په لټه کې دي. له ایرانه رانیولې تر مکسیکو، پیرو، سویلي افریقا او بیا سویلي کوریا بېلابېلو ځایونو کې د ګډ ژوند کچه په کمېدو ده.
په چین کې د ودونو کلنی شمېر چې لس کاله مخې (په ۲۰۱۴ کال کې) ۱۳ میلیونو ته رسېده، په ۲۰۲۴ کال کې ۶ میلیونو ته راټیټ شوی.
له فنلنډه د یوې سروې پایلې ښیي چې هلته هم د کورنۍ تشکیلولو پر ځای د هغو جوړو د جلا کېدو امکان ډېر دی چې اوس ګډ ژوند سره کوي.
نو ولې په دومره ډېرو ځایونو کې خلک د اړیکو په دوامداره پاللو کې له ستونزو سره مخامخ دي؟
۳۶ کلن فیلیپ چې د برازیل په سانتا کاترینا کې ژوند کوي وايي، سره له دې چې د ملګرې موندلو لپاره یې هره هڅه کړې، خو نه ده یې موندلې.
هغه به په ښوونځي کې هغو نجونو ته د مینې لیکونه لیکل چې خوښېدلې یې، خو کله یې هم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
کله چې پوهنتون کې و نو نجونو ته به یې په دې هیله درسونو کې د مرستې وړاندیز کاوه چې که لږ ډېر وخت ورسره تېر کړي.
۳۰ کلنۍ ته ورسېد نو له نجونو سره د تار غځولو پر راز د پوهېدو لپاره د روانې درملنې تراپۍ ته هم ولاړ.
خو کیسه تر اوسه لا هماغسې ده.
دی وايي: "زه یو داسې سړی یم چې نه پوهېږي خپل د مینې ژوند سره څه وکړي. "
فیلیپ چې اوس د کاپيرایټر په توګه کار کوي، د ژوند دویمه لسیزه تر ډېره د کوم ثابت کار له موندلو پرته تېره کړې.
دی فکر کوي چې همدې ترې دا چانس اخیستی چې د ښځو زړه وګټي.
خو نوموړی وايي "دا یوازې زما کیسه نه ده" له ډېرو نورو نارینهو هم لار ورکه ده او اوس ښځو سره له نږدیکته چورلټ ډډه کوي.
له متحدو ایالتونو مالومات ښیي چې له ۱۸ تر ۲۴ کلنو پورې ځوانان، په ځانګړې توګه نارینه، د بلې هرې ډلې پرتله ډېر وخت یوازې تېروي.
دا د ۲۰ کاله مخکې وخت سره څرګند توپیر دی. هغه مهال به د دې عمر ګروپ خلکو د ۵۰ کلنو او تر دې د پورته منګ له خلکو څخه ډېر او د ۳۰ کلنو یا ۴۰ کلنو سره لږترلږه برابر وخت، ګډ تېراوه.
خو ځوانان اوس له نورو سره د ناستې پاستې پر ځای ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو، لوبو او تلویزیون لیدلو تېروي. د فیلیپ هېواد، برازیل نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو د کارولو تر ټولو لوړه کچه لري.
دې ته په کتو چې ځوانان اوس ډېر وخت انلاین تېروي، دا پوښتنه راولاړېږي چې ښايي هلته یارانې ولري. خو د ملګرتیا (ډېټېنګ) د اپونو کارول هم په کمېدو دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سېنسر ټاور په نوم د بازار څارونکي شرکت په وینا ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د شپږو لویو ډېټېنګ اپونو د ډاونلوډ کچه ۱۸ سلنه ټیټه شوې. دا د دوی په تاریخ کې لومړی کمښت دی.
د امریکا د اریزونا ایالت په دولتي پوهنتون کې د اړیکو او ټېکنالوژۍ لابراتوار رییسه لیزل شرابي وايي چې ډېټېنګ اپونو کاروونکي ستړي، مایوسه او مغشوش دي. د نوموړې په وینا د دې لامل دا دی چې له دې لارې د جوړو وړاندیزونه د کمیت له اړخه بېشمېره خو د کیفیت له اړخه ډېر پیکه دي.
یوه مسله چې هغې په دغو اپونو کې موندلې دا ده چې خلکو ته د جوړې موندلو برخه کې ډېر لږ نوښت پکې شوی دی. اکثریت اپونه د ښځو پرتله ډېر نارینه غړي او ګډونوال لري.
ډاکتر شرابي وايي په داسې حال کې چې مېرمنې دوی ته د دغو اپونو له لارې د استول کېدونکو پیغامونو د ګڼ شمېر له کبله مغشوشتیا احساسوي، نارینه بیا "داسې انګېري چې دوی له پامه غورځول کېږي او دا په یوه ډول د مایوسۍ لامل ګرځېدای شي."
هغه همدا راز په دې اند ده چې د ډېټېنګ اپونو په ملګرتیا کې د حساب کتاب کمی دی، چې دا کولی شي ناوړه یا بې پروا چلند ته لار هواره کړي. نوموړې وايي، "پاڼه پر پاڼه چې یې واړوئ ښايي داسې وانګېرئ چې له خلکو سره نه، بلکې له محصولات سره مقابل یاست. "
د نایجیریا له ابوجا څخه حسنه وايي، هېڅکله د ملګرتیا اپونو ته نه ده ننوتې. د نوموړې په وینا داسې انګېري چې په دې توګه ځان لیلاموي.
خو هغه افلاین ملګرتیا هم ستونزمنه ګڼي، ځکه د داسې نارینهوو شمېر ډېر کم دی، چې دې ته ورته ارزښتونه پالي.
نوموړې وايي، "زه یوه فېمینیسټه یم او دا د پوهې برکت دی؛ ځینې داسې شیان شته چې زه نور سترګې پرې نه شم پټولی."
هغه ۲۶ کلنه او مسلکي وکیله ده، خو د دې تر څنګ د کالو مینځلو یو بریالی کاروبار او همدا راز یوه غیر دولتي موسسه (NGO) هم چلوي چې د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو ملاتړ کوي.
حسنه وايي، انټرنېټ ته پراخ لاسرسي په نایجیریا کې ښځو ته دا ازادي ورکړې چې په داسې ډول د کورني تاوتریخوالي راپور ورکړي چې پخوا یې نه شو ورکولی؛ په دې مانا چې د اوسني پېر مېرمنې د ناوړه اړیکو پر خطرونو تر پخوا ډېرې خبرې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا، چین، سویلي کوریا او د اروپا په ځینو برخو کې د ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې له کم پرمختګه زلمیو سره د هغو پیغلو واټن په ډېرېدو دی چې په زیاتېدونکي ډول پرمختګ کوي، په ځانګړې توګه چې کله خبره د ښځو د حقونو راځي.
ډاکتره الیس اېوانز چې ټولنپوهه ده، دا لوی جنسیتي واټن بولي او پر همدې موضوع یو کتاب هم لیکي. د هغې په اند موږ چې کوم ډول انلاین کلتور پالو، همدا ښایي د دغه واټن یو لامل وي.
نوموړې وايي: "ښځې هغه خپرونې کتی شي چې د دوی زیاتېدونکې فېمینیسټې ګټې پوره کوي، په داسې حال کې چې نارینه بیا ښايي په ورته کچه پرمختګ ونه کړي. "
حسنه له دې سره همغږې ده. هغې څو څو ځله هغه سړی چې دا ورسره لېوالتیا لري، لیدلی چې د ټولنیزو رسنیو داسې حسابونه څاري چې د ښځو پر وړاندې له کرکې ډک نظرونه خپروي یا د ښځو خلاف له نفرت ډکو څرګندونو سره موافق وي.
نوموړې وايي، "دا یو څه وېرونکې ده."
په ایران کې ۴۰ کلنه نازي هم له ورته ستونزې سره مخامخ ده. هغه مجرده او له تېرو لسو کلونو راهیسې د مینې په لټه کې ده.
نازي وايي "زه یو څه فېمینیسټه یم... غواړم کار وکړم او د خپل ملګري په څېر ډېرې پیسې وګټم. خو دوی بیا فکر کوي 'ښه نو، دا غواړي له ما سره سیالي وکړي'. "
ډېرې مېرمنې لا هم داسې ملګري غواړي چې دودیزه محافظه کاره ریښې لري.
نازي او حسنه د داسې چا ملګرتیا ته زړه نه ښه کوي چې له مالي پلوه د دوی په څېر ګټيالي نه وي.
دا دواړه مېرمنې له لیسانس د پورته زدکړو سندونه او ښې دندې لري. خو د نارینهوو هغه ډله چې دوی یې د ځان وړ او برابر ګڼي کمېږي. په ډېرو هېوادونو کې اوس د نارینهو پرتله د ښځینه فارغانو شمېر لوړ دی او په ښوونځيو کې هم نجونې تر هلکانو ښې ځلېږي.
ډاکتره ایوانز وايي، دې ته په کتو چې د یوازیتوب په اړه بد نظر په کمېدو دی، نو دې په چورلټ ډول له ملګرتیا څخه ډډه کول اسان کړي دي.
نوموړې زیاتوي: "د لوړ کیفیته شخصي ساعتېریو زیاتوالی په دې مانا دی چې [یو کس ځان سره ووايي] که ملګرتیا ستړیونکې ده نو کولای شې کور کې پاتې شې، برېجېرټون [سریال] وګورې یا ویډیو ګېم وکړې. "

د عکس سرچینه، Getty Images
د اېوانز په اند دا بیخي ښه نظر دی چې خلک د بدې ملګرتیا پاللو لپاره تر لږ فشار لاندې وي.
خو هغه د ځوانانو ترمنځ د اړیکو کمښت ته هم اندېښمنه ده.
نوموړې وايي "که نارینه او ښځینه یو بل سره خواله او راز و نیاز لپاره یو ځای وخت تېر نه کړي؛ او د نړۍ په اړه خپل مختلف لیدلوري سره شریک نه کړي، نو بیا د همپالنې رامنځته کول ګرانېږي."
ډاکتر شرابي چې د ملګرتیا اپونه مطالعه کوي، دې سره موافق ده چې ټېکنالوژي د ریښتینې نړۍ د اړیکو ځینې امکانات له منځه وړي دي.
نوموړې وايي: "له ځوانانو مې اورېدلي چې ممکن په بار کې یو ښکلی کس وویني خو ور وړاندې کېږي نه، بلکې د دې پر ځای به د ملګرتیا ایپ ته ولاړ شي چې وګوري دا کس پکې شته که نه."
هغه زیاتوي "فکر کوم موږ په ټولیز ډول له انساني اړیکې په داسې ډول ډډه کوو، چې پخوا مو کله نه کوله. "











