د ترکیې په استانبول کې احتجاجیان بیا د پراخ لاریون لپاره لارو، کوڅو ته راووتل

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, انا لمچې
- دنده, بي بي سي
د ترکیې په استانبول کې سلګونه زره دیموکراسي پلوه مظاهره کوونکي له نیول شوي ښاروال سره د ملاتړ څرګندولو لپاره یو ځل بیا لارو، کوڅو ته راوتلي دي.
اکرام امام اوګلو چې د ولسمشر رجب طیب اردوګان د مهم سیاسي سیال په نظر ورته کتل کېږي، تېره اونۍ د مالي فساد په تور ونیول شو او له هغه وروسته پراخې مظاهرې وشوې. ښاغلي اوګلو پرې لګېدلي تورونه رد کړي دي او ادعا کوي، چې نیول کېدل یې سیاسي انګېزه لري.
د شنبې پر ورځ د ښاغلي اوګلو د خلکو جمهوري ګوند (سي ایچ پي) عمومي منشي مظاهره کوونکو ته وینا وکړه، او د ښاغلي اوګلو استول شوی لیک یې ولوست چې د غونډې ځای تر څنګ په یوه نژدې پارک کې هم راټول شوي وو.
د ښاغلي اوګلو په لیک کې راغلي: "زه هېڅ نه ډارېږم. تاسې مې تر څنګ یاست. زه ځکه هېڅ نه ډارېږم، چې ملت یو موټی دی. ملت د ظالم پر ضد یو موټی دی."
د اکرام امام اوګلو مېرمن دېلیک هم په مظاهره کې ګډون کړی و او احتجاج کوونکو ته په خپله وینا کې وویل، ''زموږ مبارزه به روانه وي، زموږ مبارزه به روانه وي.''
مظاهره کوونکو د ترکیې برغونه رپول او شعار یې ورکاوه: ''حقونه، قانون او عدالت!''
امام اوګلو له ۲۰۱۹ کال راهیسې د استانبول ښاروال په توګه دنده لري او د تېر کال په ټاکنو کې یې پاموړ بریا وګټله. دی د سي ایچ پي ګوند له لوري د راتلونکو ټاکنو لپاره چې په ۲۰۲۸ کال کې به کېږي، کاندید دی او په ترکیې کې عام باور دی، چې دی یوازینی کس دی، چې د رایو په میدان کې ولسمشر اردوګان او د هغه رفاه او عدالت ګوند ننګولای شي.
نژدې دوې لسیزې کېږي، چې ښاغلی اردوګان په ترکیې کې واکمن دی، لومړی د لومړي وزیر په توګه او بیا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ترکیې ولسمشر په توګه کار کوي.
که د ترکیې په اساسي قانون کې بدلون رانشي، نوموړی نه شي کولای د ۲۰۲۸ کال په ټولټاکنو کې ولسمشرۍ ته کاندید شي. نژدې یوه اونۍ مخکې د امام اوګلو له نیول کېدو وروسته په ترکیې کې خورا پراخې دیموکراسۍ پلوه مظاهرې پیل شوې دي.

د عکس سرچینه، EPA
په داسې حال کې چې د شنبې ورځې مظاهره سوله ییزه وه، مخکینۍ مظاهرو کې تاوتریخوالی هم لیدل شوی، چې پولیسو پر مظاهرینو اوښلن ګاز وکاراوه او ربړینې مرمۍ یې وویشتلې.
د دې مظاهرو په خبري پوښښ بوختو ځینو خبریالانو تر څنګ د هغو مظاهرو نژدې ۲۰۰ ګډونوال هم د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
ښاغلي اردوګان مظاهره کوونکي ''د لارو کوڅو په ترهګرۍ'' تورن کړي او عامه املاکو ته یې د زیان اړولو تور پرې پورې کړی دی.
داسې اندېښنې هم څرګندېږي، چې که امام اوګلو محکمې ته وړاندې شي، ښايي محاکمه به یې شفافه نه وي. حکومت بیا د امام اوګلو نیول کېدو تر شا د سیاسي انګېزې شتوالی ردوي او ټینګار کوي، چې د ترکیې محاکمې بشپړه ازادي لري.











