له کورني تاوتریخوالي تر مرګه: د افغان ښځو غمجن برخلیک

- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
د کندهار د غورک ولسوالۍ په دښتو کې د یوې ۴۵ کلنې ښځې د جسد موندلو، چې په بې رحمۍ سره وژل شوې، یو ځل بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د "غیرت" یا "ناموس" په نوم وژنو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
سیمه ییز چارواکي وایي، دغه ښځه د کورنۍ د غړو لخوا وژل شوې او قاتلین له سیمې تښتېدلي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو، چې د غورک ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي لخوا ثبت شوې، په یوه پراخه دښته کې د یوې مېرمنې جسد ښیي، چې مړی یې په څادر پوښل شوی او یوازې د مېرمنې پښې لیدل کېږي.
غلام فاروق، د وژل شوې مېرمنې کشر او یوازینی ورور دی، که څه هم هغه د خپلې خور د وژل کېدو له انګیزې نه دی خبر، خو نوموړی وایي د خور سره یې له کلونو راهیسې ظلم روان او دوی له دې ویرې، چي د خور ژوند به یې نور هم تریخ شي ږغ نه پورته کاوه. غلام فاروق وايي، " سعدالله، چې زما د خور خاوند دی احوال راکړ، چې راشه او خور دې خپل کورته بوځه. کله چې ما خپله خور راوسته د هغې پښه د وهلو له کبله پړسېدلې وه، ډېره کمزورې وه، روغتیایي حالت یې ډېر خراب و او د درېدو توان یې نه درلود."

فاروق وایي له څو ورځو وروسته یې، چې د خور حالت او خواړه سم شول، اوښی یې ورغلی او له دوی سره یې تر دریو شپو تېرولو وروسته د خپلي مېرمني د بیولو غوښتنه وکړه.
"هغه زموږ څخه وغوښتل چې زما خور هم ورسره ولاړه شي او ژمنه یې وکړه چې نور به ظلم نه پرې کوي او ښه چلند به ورسره کوي. خو وروسته خبر شو، چې د خور مړی مو په یوه دښته کې موندل شوی دی."
دغې مېرمني شپږ ماشومان درلودل، چې درې یې مړه شوي، یوه لور او دوه زامن ترې پاته دي.
د طالبانو حکومت ځایي چارواکو د مېرمنې مړی لومړی غورک ولسوالۍ مرکزي روغتون او وروسته یې د عدلي طب څېړنو لپاره کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدولی دی.
د کندهار د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټر نجیب الله داوري وایي، د دوی موندنې ښیي، چې دغه مېرمن د چړې او ډبرو په ګذارونو وژل شوې ده.
"زموږ موندني ښي، چې دغه مېرمن پر سر او مخ په چاړه او کاڼو وهل شوې ده او بیا یې جسد په دښته کې پرې ایښی و."
د غورک ولسوالۍ د ځاي چارواکو په خبره د دغې ښځي کورنۍ په همدې ولسوالۍ کې اوسېدل، خو مېړه یې د هلمند د سنګین ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او اوس په مرکز لښکرګاه کې مېشت و.
د طالبانو د حکومت د سنګین ولسوالۍ د پولیسو مشر حاجي لالا، چې اوس د وژل شوې مېرمنې د قاتلینو د موندلو دنده ورسپارل شوی وایي، له دغې مېرمنې سره له وړاندي ظلم روان و، خو چا یې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د پولیسو دغه مشر وایي د دې مېرمني په وژنه کې دوه کسان ښکېل دي، چې د ده په خبره د دواړو د نیولو هڅې روانې دي. دی تمه ښیي، چې ډېر ژر به ونیول شي، "په دې قتل کې د دغې مېرمنې د خاوند خوریی هم ښکېل دی، موږ ددې دواړو تورنو کسانو د نیولو تر څنګ د هغوی د کورنۍ د غړو د موندلو په هڅه کې یو، چې د هغوی په مرسته دغه کسان پیدا کړو."
د غیرت په نوم د ښځو د وژلو خبرونه په افغانستان کې یو ځل بیا اندېښنې رامنځته کړي او د راپورونو له مخي په دا ډول پېښو کې زیاتره د ښځو ډېر نژدې خپلوان لکه مېړه، پلار، زوی، ورور، تربور او نور دوستان ښکېل وي.
"ناموسي" وژنې: د مینې داستان او د کورنۍ مخالفت

څو ورځې وړاندي د هلمند مارجې ولسوالۍ کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جسد په یوه ویاله کې موندل شوی و، چې په مرموز ډول وژل شوې وه. د راپورنو له مخي د دغې نجلۍ جسد د مارجې ولسوالۍ اړوند د خروټو په کلي کي موندل شوی و. په هلمند کې د طالبانو د پولیسو ویاند ځلاند حقاني وایي، دغه نجلۍ د خپل ورور او مور له خوا وژل شوې، چي دده په ټکو دواړه نیول شوي او دوسیه یې عدلي ارګانونو ته سپارل شوې ده.
ښاغلی ځلاند وایي د دوی موندنې ښيي، چې دغې نجلۍ په خپلو دوستانو کې یو هلک خوښ و او د هغه هلک هم دا خوښه وه، خو کورنۍ یې مخالفت ورسره درلود.
"د هلک د کورنۍ له ټینګار او مرکو سره سره د نجلۍ کورنۍ دا غوښتنه نه وه منلې او په پای کې یې مور او ورور مجبور شوي وو چې دغه نجلۍ ووژني."
د کورنیو د غړو شکونه او د شواهدو د کمښت خنډونه

په یوه بله پېښه کې څه موده مخکې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د زرمینې په نوم د یوې ښځي جسد موندل شوی، خو ځاي چارواکي یې د وژلو په اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.
تر دې وړاندې د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې هم د یوې مېرمني جسد موندل شوی و، خو دا چې ولې او د چا له خوا وژل شوې وه، ځاي چارواکې وایي په اړه یې پلټنې کوي.
په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو لکه سمنګان، فاریاب، غور، هرات، کابل او ځینو نورو برخو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي د دا ډول قضیو څېړلو او د مجرمینو نیولو ته پوره ژمن دي: " د ټولو رامنځته شویو جرایمو لپاره محاکمه شته او تورن کسان د اسلامي اصولو له مخې مجازات کېږي او په ځینو مواردو کې د قصاص حد هم پرې جاري کېږي."
د طالبانو د حکومت ستره محکمه پرته له دې، چې د ښځو د وژنو د قضیو شمېر وړاندي کړي، مني، چې دوی دغه ډول دوسیې ترلاسه کړي، خو وایي په ډېرو قضیو کې قاتل معلوم نه وي او یا هم تښتېدلي وي.
د دغې ادارې ویاند مولوی عبدالرحیم راشد بی بي سي سره خبرو کې وویل په یو شمېر دوسیو کې د کورنۍ پر ځینو غړو په ځانګړې ډول مېړه، خسر او یا هم نورو خپلوانو تور وي، خو د کافي شواهدو او اقرار د نشت له امله دوسیې نه بشپړېږي.








