ولې امریکا کې له مرګونې ترافیکي پېښې وروسته لارۍ چلوونکي سیکان وېرېږي؟

د عکس سرچینه، Gagandeep Singh
سیکان چې د هند مذهبي لږکي دي د امریکا د بار وړلو صنعت لویه برخه جوړوي. دوی له کلیفورنیا له مېوو تر لرګیو د هېواد ګوټ، ګوټ ته رسوي. د ډېرو لویو موټرو چلوونکي سیکان دي، دوی پګړۍ پر سروي. دوی ګاډي پر مذهبي نښو، د سیک مذهبي مشرانو انځورونو او یا د پنجابي سندرغاړو په تصویرونو ښکلي کوي.
خو د فلوریډا ایالت یوې ترافیکي پېښې او د هغې پایلو، د سیکانو د لارۍچلونې ټولنې اندېښمنې کړې دي او کېدی شي پر دوی اقتصادي اغېزې ولري.
د شمالي امریکا د پنجاب د لارۍچلونې ټولنه وايي، "په امریکا کې شاوخوا ۷۵۰ زره سیکان ژوند کوي چې له دې ډلې نږدې ۱۵۰ زره د بار وړلو په صنعت کې کار کوي او ډېری یې موټر چلوونکي دي."
د دوی مهمه ونډه د دوی له هغو نومونو څرګندېږي چې د موټرو په دروازو لیکل شوي وي: "سېنگ ټرکېنګ، پنجاب ټرکېنګ" اوداسې نور. د دوی په وینا شاوخوا ۴۰سلنه موټرچلونکې یې سیکان دي.
په دوی کې د ګڼ شمېر کسان به انګرېزۍ ژبه ډېر ډېر نه پوهېږي خو د موټر چلولو کلونه، کلونه تجربه لري.
دغه وضعیت ځینې چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه د ټرمپ ادارې د سوداګریزو موټرو د چلوونکو لپاره د ژبې د سختو شرطونو پرېکړه کړې ده. د دې په ځواب کې، د سیکانو ډېری معبدونه د ژبې د زدهکړې ټولګي جوړوي چې په مرسته یې لارۍچلوونکي د ژبې په ازموینه کې بریالي شي.
"د کلیفورنیا د سټاکټون د معبد یو رضاکار تېجپال سېنګ وايي، "ګڼ شمېر موټرچلونکي د نويو قوانینو له وېرې پر کورونو کېناستل."
د یکشنبې په ورځ د معبد په یوه انګرېزي ټولګي کې، څو موټر چلوونکو د ځان پېژندنې په اړه په انګرېزۍ ژبه کې تمرین وکړ او د لویې لارې نښو او مقرراتي لوحو په اړه یې ولوستل. دوی کې ګڼ شمېر لارۍچلوونکي شرمېدل خو هڅاند وو.
بربندر سېنګ ۵۱ کلن دی او په امریکا کې له اتو کلونو راهیسې کار کوي، دی وايي: "زه د سټاکټون معبد ته د انګرېزۍ ژبې زدهکړې لپاره ځکه ځم چې غواړم یو ښه تبعه واوسم او ټول قوانین پلی کړم."
هغه زیاته کړه: "کله نا کله د یوه کس کړنې د ټولې ټولنې په زیان تمامېږي." دا خبره یې د هغه وژونکې ترافیکي پېښې په تړاو وکړه چې د هېواد په بل سر کې رامنځته شوې وه او د کلیفورنیا موټرچلونکو سیکانو ته یې د خلکو پام ور واړوه.
یوې غمجنې پېښې صنعت ولړزاوه
کیسه له هغه وخته راپورته شوه چې یوه هندي وګړي هرجیندر سېنګ د اګسټ پر ۱۲مه د فلورېډا ټرنپیک پر لویه لاره ناڅاپي لارۍ را تاو کړه چې له وړوکي باري موټر سره یې ټکر وکړ او درې کسان یې په کې ووژل.
له پېښې وروسته د امریکا د کورني امنیت ادارې وویل، هرجیندر سېنګ په ۲۰۱۸ کې په ناقانونه ډول د مکسېکو له لارې امریکا ته ننوتی، انګرېزۍ ژبه یې نه وه زده، د اوسېدو قانوني حق یې هم نه درلود خو په کلیفورنیا کې یې د لوی سوداګریز موټر چلولو جواز تر لاسه کړی دی.
خو د کلیفورنیا چارواکي وايي، فدرالي چارواکو هغوی ته ویلي وو چې نوموړي د کار قانوني جواز لري نو ځکه یې د موټر چلولو جواز ورکړی و.
هرجیندر اوس په فلوریډا کې دی. پر هغه د وژنې تورونه دي او ضمانت یې هم رد شوی دی. د هغه محاکمه به د سپتمبر په پای کې ترسره شي.
دغه ټکر د سیکانو موټرچلونکو پر ټولنه پراخ اغېز وکړ.
د فلوریډا له پېښې دوه اوونۍ وروسته، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هغو بهرنیانو لپاره د کاري ویزو ورکول وځنډول چې غوښتل یې د سوداګریزو موټرچلوونکو په توګه په امریکا کې کار وکړي.
د صنعت دننه ځېنو سرچینې بيبيسي ته وویل، د سیک موټرچلونکو پر وړاندې د ځورونې پېښې هم زیاتې شوې دي.
د شمالي امریکا د پنجابۍ لارۍ چلوونکو د ټولنې اجراییوي مشر رمن سېنګ دیلون وايي، اوس ګڼ شمېر موټرچلوونکي له دې وېرېږي چې بریدونه به پرې وشي.
هغه وايي: "سیکان موټرچلوونکي د موټرو په تمځایونو کې ځورل کېږي. ځینې داسې پېښې هم شته چې ان ځايي پولیسو هم پرې غبرګون نه دی ښودلی."
ښاغلی رمن د ټرمپ د غوښتنو ملاتړی دی چې سوداګریز جوازونه دې لا منظم شي، د انګرېزۍ ژبې شرطونه دې سخت شي خو اندېښنه یې دا ده چې دغه ډول ځورونې او د کډوالۍ د قانون سختوالی به په صنعت کې د سیکانو د کار کولو چانس را کم کړي.
د هغه په خبره: "د بار وړلو صنعت به ډېر ژر د موټرچلوونکو له جدي کمښت سره مخ شي."
دغه اندېښنه یوازې د رمن سېنګ نه ده، بلکې په ساکرامېنټو کې د لارۍچلولو یو بل شرکت مشر ګرپرتاب سېنګ هم وايي، تېره اونۍ یې وراره چې امریکايی تابعیت هم لري، په فلوریډا کې د توکمیز چلن له امله ځورول شوی و.
هغه وویل: "خلک د سیک موټرچلوونکو پر وړاندې د موټرو هارنونه وهي او یا په تمځایونو کې پرې د اوبو بوتلونو ګوزارونه کوي. هغوی سپکېږي او ځورول کېږي. هغوی ته سپک توکمیز نومونه کارول کېږي لکه، ډایپر سری (د ماشومانو ډایپر) چې د دوی پګړیو پورې تړاو لري."ګرپرتاب زیاتوي، د خپلو موټر چلوونکو خوندیتابه ته اندېښمن دی.
دغه ځورونو د ګرپرتاب پر سوداګرۍ مستقیم اغېز کړی دی.
هغه وویل: "د فلوریډا له ټکر وروسته په فلوریډا، الامبا او ارکانس کې زما د شرکت سیک چلوونکي د کډوالۍ او ګمرک له چاپو وېریږي."
نوموړي زیاته کړه، "کله چې د کوویډ وبا پر مهال د اکمالاتو ځنډونه او همدا صنعت ډېر ارزښتناک وښودل شو نو کډوال موټر چلوونکي د اتلانو په توګه ستایل کېدل."
د جورج واشنګټن پوهنتون د قانون استاد ارجن سیټي وایي، د امریکا او هند په ټولنیزو رسنیو کې او همدارنګه ځینې سیاستوالو دغه پېښه د سیکانو د ټولنې پر وړاندې د برید د وسیلې په توګه کارولې ده.
هغه وویل: "دغې پېښې ته باید د یوې جلا او خواشینوونکې پېښې په توګه وکتل شي، نه دا چې د سیکانو د ټولنې پر وړاندې د وسلې په توګه وکارول شي."
ارجن همدارنګه خبرداری ورکړ چې دا ډول ویناوې ښايي تاوتریخوالی وزېږوي.
هغه زیاته کړه: "موږ کلونه کلونه لیدلي چې له کرکې ډکې ویناوې څنګه د همدې ټولنو پر وړاندې تاوتریخوالي ته لار هواروي. سیکان له وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې په ویسکانسن کې د سیکانو پر معبد د ډلهییزې ډزو ښکار شوي وو چې شپږ سیکان په کې ووژل شول."
د فدرالي پلټنو ادارې معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال کې د کرکې په تړاو د جرمونو شمېرې ښيي چې سیکان لا هم د مذهبي لږکیو په ډله کې د بریدونو درېیم هدف ګرځي چې له یهودي او مسلمان ټولنو وروسته راځي.
له دې ټکر وروسته، د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ ګرېنل د سیکانو د استازو له یوې ډلې سره په ساکرامنټو کې لیدلي او په ټولنیزو رسنیو یې د دوی پر وړاندې لفظي بریدونه د "غیرامریکایي چلند" په توګه غندلي دي.

د عکس سرچینه، Gagandeep Singh
په سپېڅلو ځایونو کې زده کړه
د شمالي امریکا د پنجابۍ لرۍچلونې ټولنې اجراییوي مشر رمن سېنګ دیلوان وايي، باید سمه څېړنه وشي چې ایالتونه څنګه هغو کسانو ته د سوداګریزو موټرو چلولو جوازونه ورکوي چې د انګرېزۍ ژبې د وړتیا معیارونه نه پوره کوي.
رمن وایي: "هېڅوک د اصلي ستونزې د حلولو لپاره لېوالتیا نه لري. ځکه زه باور لرم چې د موټر چلولو ښوونځي او ایالتي ادارې باید تر قانوني څارنې لاندې راشي."
د امریکا په یوه سیک څېړنیز انسټیټیوټ کې لوړپوړی څېړونکی هرېندر سېنګ هم همدا خبره کوي. هغه وايي، د انګرېزۍ ژبې پوهه له نوي چاپېریال سره د بلدېدو لپاره اړینه ده او وړاندیز کوي چې فدرالي او ایالتي حکومتونه او همدارنګه د لارۍچلونکو ټولنې باید د انګرېزۍ ژبې زده کړې لپاره مالي ملاتړي پروګرامونه جوړ کړي.
ارشوپرسېنګ د ګورو نانک پرکاش په معبد کې له اوو اونیو راهیسې لارۍچلوونکو ته په رضاکارنه ډول د انګرېزۍ ژبې تدریس کوي.
هغه د ژبې د زدهکړې ترڅنګ دا هم ور زده کوي چې له هوټله څنګه د خوراک غوښتنه کېږي. په بېړنیو حالاتو څنګه پولیسو ته زنګ وهل کېږي او مستریانو ته څه ډول د موتر د خرابېدو ستونزه بیان کړي.
دغه ټولګي مثبتې پایلې لرلي دي. ۳۸کلن هرپریت سېنګ چې له پیله یې په پروګرام کې ګډون کړی، بيبيسي ته وویل:
"زه اوس پر انګرېزۍ ژبه د خبرو په اړه باوري شوی یم. هغه د لویې لارې نښې چې راته پخوا مغشوشې وې، اوس پرې ښه پوهېږم."











