ولې د مکسیکو په تر ټولو خطرناکو سړکونو ښځې لارۍ چلوي؟

د عکس سرچینه، Leire Ventas
- Author, لېري وېنټس
- دنده, بي بي سي، سل ښځې
که څه هم ګومارونکي دا مني چې ښځینه موټر چلوونکې تر ډېره خوندي موټر چلوي، خو په نړۍ کې د ټولو ښځینه لاریو چلوونکو شمېر لا هم تر ۳ سلنه لږ دی. په مکسیکو کې، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی او وسله والې غلاوې عامې دي، دا کار ستونزمن ثابت شوی چې دوی دې کار ته جذب کړي. د بي بي سي سل مېرمنو په لړ کې د دغه هېواد په ځینو خطرناکو سړکونو کې د ښځینه لاریو چلونکو سره سفر کړی دی.
کلارا فراګوسو، له یوه بوخت سړکه لېرې په بوټو کې غځېدلې وايي، "اوس به دوی درې ډزې وکړي، دوی به ما دلته په دې کمبله کې وتړي او هېڅوک به مې ونه مومي."
نیمه شپه، هغه له خپلې لارۍ په زوره ایستل شوې وه، او اوس یو سړي هغې ته په ټوپک اشاره کوله.
هغې ته لومړی ویل شوي و، لارۍ څنډې ته کړي چې تالاشي شي، ۵۷ کلنه کلارا فراګوسو وايي،: "ما لا دمخه له نړۍ سره خدای پاماني کړې وه. "
خو د دوی ترمنځ خبرو بڼه په ناڅاپي توګه بدله شوه.

د عکس سرچینه، Leire Ventas
د فراګوسو په وینا، "وسله وال کس را څخه وپوښتل چې، څو کلنه یم." دا معلومه شوه چې زه د هغه د مور همزولې یم. راڅخه ویې پوښتل "ته څنګه لارۍ چلولی شې؟"
فراګوسو ورته ویلي په ۱۷ کلنۍ کې یې له یوه تاوتریخجن سړي سره واده وکړ، چې تر ۱۵ کلونو وروسته سره بېل شول.
هغه وايي د رسټوراڼت د خدمې په توګه په اوونۍ کې له ۵۰ ډالرو لږ عاید یې درلود، او نه یې شو کولای تل خپلو ماشومانو ته خواړه ورکړي.
وروسته یې واورېدل چې د لاریو چلونکي څومره عواید تر لاسه کوي، ځکه یې پرېکړه وکړه چې د لارۍ چلونکې شي.
اتلس کاله کېږي چې فراګوسو د مکسیکو په سخت او له خطره ډکو لارو کې لارۍ چلوي.
له نېکه مرغه هغه ځوان هلک خپل ټوپک لېرې کړ. ځکه هغه هم د خپلې مور په تړاو ترخې خاطرې درلودې. هغه ورته ویلي، پلار یې مور وهلې وه، او بیا یې کورنۍ پرېښوده. ځکه خو د خپلې مور د ملاتړ لپاره هغه له یوې ډلې سره یوځای شوی و.
فراګوسو وايي، "په یو ډول موږ سره تړاو درلود، موږ ساعتونه خبرې وکړې، ما هڅه وکړه، هغه قانع کړم چې جرمي نړۍ پرېږدي او ځان سم کړي."
بالاخره، تښتونکي هغې ته اجازه ورکړه چې ولاړه شي، خو نورو کسانو په پټه د هغې له لارۍ سامان غلا کړی و.

د عکس سرچینه، Leire Ventas
فراګوسو وايي "موږ لارۍ چلوونکي تل وایو، د موږکانو په منځ ترمځ ښه او بد هم شته. زه نېکمرغه یم چې تل له ښو موږکانو سره مخ شوې یم."
په مکسیکو کې د پنځه سوه زره کاري ځواک ترمنځ، ښځینه لارۍ چلوونکې یوازې دوه سلنه دي. په ډېرو نورو هېوادونو کې هم کیسه ورته ده.
د فراګوسو ملګرې ګونزالیز لیزي له خپلو ملګرو سره ډېره غږېږي.
ګونزالیز لیزي وايي "د لارۍ چلول مې هیله نه وه، ما دا د خپلو مالي ستونزو د حل لپاره یوه لار ولیده."
۴۵ کلنه لیزي وايي، کله چې سفر کوي باید د تیارې له رارسېدو مخکې ښارونو ته ځان ورسوي.

د عکس سرچینه، LEIRE VENTAS
له مکسیکو او د امریکا تر متحده ایالاتونو ترمنځ د ځمکنی بندر له لارې هره ورځ د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي لکه د موټر پرزې، جامو او اوکاډو په ګډون لېږدول کېږي.
هلته د رسېدو لپاره باید له ۱۰۰۰ کیلومترو پر ډېره لار موټر وچلول شي، درې ساعته پکې داسې سخته لار ده چې ځینې یې په غیر رسمي ډول د "مرګ لویه لاره" یا "برمودا مثلث" په نوم پېژني. دا د مکسیکو یو له خورا خطرناکو سړکونو څخه دی چې د دغه هېواد د ځواکمنو مخدره توکو قاچاق وړونکو لخوا کنټرولېږي.
ګونزالیز وايي، "دوی پوهېږي چې زه څوک یم او چېرته یم، څه وړم. دوی د دولت پرتله ښه مجهز دي."
هغه باوري ده، په کاري ځواک کې د زیاتو ښځو هرکلی به نه یوازې د کارکوونکو اوسنی کمښت حل کړي بلکې د دې سکتور په دننه کې به له بدلون سره مرسته وکړي.
ګونزالیز، په ورته وخت کې، هغه لارۍ چلونکو ته مشوره ورکوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې ورسره اړیکه ونیسي.
هغه وايي، "زه یوه ښځه یم، ماشومان مې لوی کړي، ډېر کارونه مې کړي دي. اوس نورې هیلې لرم."
له دې خبرې سره هغه موټر ته پورته کېږي، تیاره ده چې د ډیاولو مونټري له پارکېنګ څخه د "مرګ لویې لارې" او امریکا متحده ایالاتونو پولې په لور وخوځېږي.

د عکس سرچینه، LEIRE VENTAS









