د طالبانو حکومت: افغان او هندي شرکتونو د درملو برخه کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، یوه افغان شرکت له یوې هندۍ کمپنۍ سره د درملو سکتور کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
دا هوکړه د متحدو عربي اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ودانۍ کې د افغان روفي نړیوال ګروپ شرکت او د هند د زایدوس لایفساینسز ترمنځ لاسلیک شوې.
د طالبانو حکومت د سودګرۍ وزارت په اعلامیه کې راغلي، "ټاکل شوې په لومړیو کې دغه هندی شرکت خپل تولیدي درمل افغانستان ته صادر او یو څه وخت وروسته د دغه شرکت څانګه افغانستان ته انتقال او د درملو تولید پيل کړي."
دا هوکړه هند ته د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د یوه پلاوي له سفر وروسته کېږي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت اعلامیه وایي، د هغه سفر پر مهال د هند له دولتي چارواکو او خصوصي سکتور سره افغانستان کې په ځانګړې توګه د درملو برخه کې پانګونې په تړاو مفصلې خبرې شوې وې.
زایدوس لایفساینسز د درملو برخه کې د هند یو ستر سهامي شرکت دی.
دا شرکت وایي، د درملو صنعت کې د هند په کچه څلورم ځای لري، مرکزي دفتر یې په احمد اباد کې دی خو د هند پر پېنځو نورو ایالتونو ګجرات، مهاراشترا، ګوا، هماچل پرادېش او سکم سربېره په متحدو ایالتونو او برازیل کې هم څېړنیز تاسیسات او تولید ځایونه لري.

د عکس سرچینه، Randhir Jaiswal
دې کمپنۍ پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې د متحدو یالتونو، اروپا (فرانسې او اسپانیا)، لایتنې امریکا او سویلي افریقا بازارونو کې یې پیاوړي بنسټونه شته او د نړۍ ۲۵ نورو مخ پر ودې بازارنو کې هم په لویه کچه حضور لري.
همدا راز رووفي نړیوال ګروپ (RGGC) پر خپله وېبپاڼه لیکلي، چې په ۱۹۸۹ کال کې د یوې وړ او مسلکي ډلې لخوا د باکیفیته روغتیایی خدماتو وړاندې کولو په موخه تاسیس او د افغانستان د سوداګرۍ او عامې روغتیا وزارتونو او همدا راز د خوړو او درملو ادارې تر مقرراتو لاندې فعالیت کوي.
دغه شرکت زیاته کړې، چې تر اوسه یې افغانستان کې د روغتیا برخه کې له ۳ اعشاریه ۲ میلیون ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.
د هند تازه مرستې
په یوه بل ګام کې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې کابل ته ۷۳ ټنه ژوند ژغورونکي درمل، واکسین او نور اړین توکي استولي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغه پر خپله اېکس خپاره کړي پيغام کې دا ټولګه افغانستان کې د روغتیایي پاملرنې پياوړتیا لپاره د روانو هڅو د ملاتړ برخه بللې او لیکلي یې دي، چې د دغه هېواد له خلکو سره د هند نه ټکنۍ کېدونکې مرستې دوام لري.
هند له دې مخکې په تېره لړم میاشت کې هم له افغانستان سره د نژدې ۱۶ ټنه دارو، درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې وه. په افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا مسوولینو د لړم پر ۱۱مه په یوه اېکس پیغام کې ویلي و، چې د ملاریا، ډینګي، لیشمانیا او نورو روغتیايي ستونزو مخنیوي هڅو سره د مرستو لپاره یې دغه روغتیايي مرستنې استولې دي.
دا تېر اکتوبر کې د هند حکومت دغه هېواد ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال له افغانستان سره د یو شمېر امبولانسونو، درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرستې اعلان کړی و.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې له پاکستانه د درملو واردات له یوه مخه ځنډولي او سوداګرو ته یې درې میاشتې وخت ورکړ چې په دغه هېواد کې خپل ټول حسابونه یوې خوا ته کړي.
د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي سلاکار ملاعبدالغني برادر ویلي وو چې له پاکستانه د واردېدونکو درملو کیفیت ډېر ټیټ دی.
هغه افغانستان ته د درملو پر واردونکو غږ وکړ چې پاکستان سره کاروبار پای ته ورسوي او بدیلې لارې دې ولټوي.








