سویډن: څنګه یو کوچنی سوکاله اروپایی هېواد د "سترو شتمنو لپاره په جنت" بدل شو؟

سویډن

د عکس سرچینه، Getty Images

سویډن یو داسې هېواد دی چې نړیوال شهرت یې د لوړو مالیاتو او د ټولنیزې برابرۍ له مفهوم سره تړلی دی، خو دا هېواد اوس په اروپا کې د یو شمېر شتمنو خلکو کور دی.

د لینډینګو ټاپو، لوی د سرو او ژېړو لرګيو لوکس کورونه لري، په داسې حال کې چې یو څو سپینو انګړونو ته ورته کورونه هم پکې شته، چې له لومړي پوړ څخه تر چت پورې کړکۍ لري.

د لینډینګو ټاپو د سویډن د شتمنو خلکو د استوګنې سیمه ده، د سټاکهولم له مرکز څخه نیم ساعت د موټر لار ورغلې. د کونراډ برګسټروم کور د لامبو حوض، جېم او د شپې کلب لري، چې د شپې کلب د نورو موخو لپاره هم کاروي.

هغه وايي: "زما ډېری ملګري د موسیقۍ په صنعت کې بوخت دي او موږ اکثرا په موسیقۍ کار کوو،" هغه په سویډن او اسپانیا کې د غوږیو او سپیکرونو شرکتونو له لارې پیسې ګټلې دي، هغه پر دې کور سربېره درې نور کورونه هم لري.

د یو بریالي متشبث لپاره دا ډول ژوند د حیرانتیا خبره نه ده، ښايي لږ شمېر ته دا به حیرانونکې وي چې د کونراډ په ګډون څومره خلک په سویډن کې دومره بډای دي.

که څه هم سویډن اوس مهال د ښي اړخي ایتلافي حکومت لخوا اداره کېږي، خو د تېرې پېړۍ ډېره برخه کې پکې سوسیالیست دیموکراتان واکمن وو، چې د اقتصاد او برابرۍ لپاره یې کار کړی.

په هر حال، په تېرو دریو لسیزو کې په سویډن کې د خورا بډایه خلکو شمېر ډېر شوی دی.

د میلیاردرانو شمېر لوړېدل

د ویکانز چارو د سوداګرۍ مجلې په وینا، په ۱۹۶۶ کال کې یوازې ۲۸ کسانو له یو میلیارد کرونې څخه ډېره پانګه لرله.

د افټن بلیډز ورځپاڼې د ورته تحلیل له مخې، تر ۲۰۲۱ کاله دا شمېر ۵۴۲ ته لوړ شوی و او دغو کسانو د هېواد د ناخالصو تولیداتو له ۷۰ سلنې سره برابره شتمني درلوده.په دې توګه، یو هېواد چې یوازې لس میلیونه وګړي لري د خپلو وګړو په تناسب په نړۍ کې د میلیاردرانو تر ټولو لوی شمېر لري. فوربس مجلې د ۲۰۲۴ کال د شتمنو کسانو په نوملړ کې د ۴۳ سویډني وګړو نومونه اخیستي چې تر یو میلیارد ډالرو شتمني لري.

دا په دې مانا ده چې د هر یو میلیون څخه څلور یې میلیاردران دي. دا تناسب په امریکا کې په یو میلیون خلکو کې دوه تنه دی، چې په ټولیزه توګه ۸۱۳ ملیاردران لري او شمېر یې په نړۍ کې تر ټولو هېوادونو لوړ دی، خو د امریکا د وګړو شمېر د سویډن پرتله خورا ډېر دی.

سویډن

د عکس سرچینه، Getty Images

په سویډن کې د بډایه خلکو د شمېر د زیاتوالي یو لامل د سیمه ییزې ټیکنالوژۍ سکتور وده ده. سویډن په اروپا کې د "سیلیکون سیمې" په توګه شهرت رامنځته کړی او په تېرو دوو لسیزو کې د ۴۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د شرکتونو کور دی.

د سکایپ او سپاټيفای سربېره، د لوبو ستر شرکتونه King او Mojang هم په سویډن کې جوړ شوي دي. د هغو شرکتونو په ډله کې چې په دې وروستیو کې په نړیواله کچه بریالي شوي دي، مالي شرکت ټینک دی، چې د کورونا ناروغۍ پرمهال یې د ویزې شرکت په دوه میلیارده ډالرو اخیستی و.

پانګونې او د مالیو راټیټېدل

اولا اهلوارسن یو تجربه لرونکی متشبث دی. هغه د سویډن بریا په ۱۹۹۰ لسیزه کې پرمختګونو ته منسوبوي، کله چې د کور کمپیوټرونو له لارې د مالیاتو ټولولو سره "موږ د نورې نړۍ پرتله په ګړندۍ توګه له نړۍ سره وصل شو."

هغه د سویډن سوداګرۍ نړۍ کې، د ګډ کار کولو تمرین یادونه هم کوي، چې ورسره بریالي کسان په نویو شرکتونو کې پانګونه کوي.

اندریاس سروینکا چې د افتون بلاډیټ ورځپاڼې لپاره کار کوي استدلال کوي، چې دلته د عکس بل اړخ هم شته، چې باید پام ورته وشي. د هغه په وینا، "دا مالي پالیسۍ دي چې سویډن یې د بډایه خلکو لپاره په جنت بدل کړی دی."

له ۲۰۱۰ څخه څو کاله دمخه، په سویډن کې د سود کچه خورا ټیټه وه، له بانکونو د پور ترلاسه کول اسانه و. له همدې امله، ډېرو وګړو د ودانیو او ملکیتونو برخه کې پانګونه وکړه یا په نویو شرکتونو کې پانګونې وشوې، چې په پایله کې د ډی‎ېری نويو شرکتونو ارزښت لوړ شو.

سویډن

د عکس سرچینه، Getty Images

اندریاس سروینکا وايي، د میلیاردرانو د شمېر د ډېرېدو یو لامل دا دی چې د شتمنیو ارزښت په تېرو څو کلونو کې ډېر زیات شوی دی.

په سویډن کې لوړ عاید لرونکي کسان د دوی د شخصي عاید له ۵۰ سلنې څخه ډېره مالیه ورکوي، چې په اروپا کې ترټولو لوړه ده، خو د اندریاس په وینا، وروستیو څو حکومتونو ځینې مالیات په داسې ډول تنظیم کړي چې د شتمنو په ګټه و.

سویډن په ۲۰۰۰ لسیزه کې د شتمنیو او میراث پر سر مالیه لغو کړه، پداسې حال کې چې په سټاک یا د شرکت ونډه لرونکو ته د ونډې مالیه بیا د معاش پرتله خورا ټیټه ده. بل پلو پر شرکتونو هم د ۱۹۹۰ کال پرتله د مالیې کچه لس سلنې ته راټیټه شوې چې د اروپا له اوسط څخه ټیټه ده.

اندریاس سروینکا وايي: "که تاسو میلیاردر یاست، تاسو اړتیا نلرئ چې له سویډن څخه ووځي،" په حقیقت کې ځینې میلیاردران سویډن ته ځي.

د اندریاس سروینکا په وینا، په سویډن کې د ډیرو زیاتو مالیاتو په اړه بحث دومره شدید نه دی لکه څنګه چې په امریکا یا نورو لویدیځو هېوادونو کې دی.

"دا په د ې معنی ده، که تاسو خپل کارتونه په سمه توګه ولوبوئ، تاسو هم کولای شئ یو میلیاردر شئ، او دا په سویډن کې د فکر کولو په ټوله طریقه کې لوی بدلون دی."

سویډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د سویډن دغه لیست دا هم په ډاګه کوي چې د هېواد ډ‎ېره شتمني په سپینو پوستو نارینه وو پورې محدوده ده، سره له دې چې د دې هېواد د وګړو لویه برخه له کډوالو جوړه شوې ده.

لولا اکینمیډ، چې یوه ناول لیکونکې او متشبثه ده وايي:"هو، دا یو داسې ځای دی چې خلک کولای شي پیسې وګټي، خو دا محدود دی او لاهم د دې په اړه ډېر دوه ګونی معیارونه شته چې د چا د نظرونو ملاتړ کوي."

سویډن په ډېرو برخو کې مخکښ هېواد دی، خو ډېر خلک یې له حکومته بهر دي.