"سېلاب د سترګو په رپ کې هر څه پوپناه کړل"

- Author, يما بارز
- دنده, بي بي سي، بغلان
په پنځه اویا کلنۍ کې یې د ژوند د ملګرې او د کورنۍ د څلورو غړو د لاسه ورکولو غم یې په سترګو کې له ورایه څرګند و.
نور محمد مې د خپلې لور په کور کې د فاتحې د اخیستو پر مهال ولید. د خپلو عزیزانو د مړینې له ستر غم سره سره ځواکمن برېښیده خو په سوچونو کې ډوب او یو ډول سربداله ښکارېده.
دی وايي، "د سترګو په رپ کې هر څه پو پناه شول. له کوره شا وخواه پنځوس متره لېرې وم چې د سېلاب درنې څپې له پاسه را څرګندې شوې او زموږ کورونه یې لاندې کړل. مېرمن، زوی، یو لمسی، یوه لمسۍ او یوه خور مې کور کې وو. د سېلاب د څپو له ورو کېدو سره مې کورته ځان ورساوه خو هر څه د اوبو لاندې وو. د شپې تر یوې بجې مو د خپلو عزیزانو د موندلو هڅه وکړه. خو هېڅ څه مو لاسته رانغلل."

نورمحمد اوس د خپلې لور سعیدې په کور کې اوسېږي. ۲۵ کلنه لمسۍ یې چې د سعیدې لور وه د ده کور ته نژدې سیمه ییز ښوونځي کې ښوونکې وه او له همدې امله خپل نیکه کره اوسېده. سعیده چې ژړغونې وه، ویل یې "سېلاب د یوې بلا په څېر د شا له لوري راغی او ټول یې وخوړل. لور مې کوژدنه وه ارمانونه یۍ لرل."
نور محمد ورځې وروسته د خپلو عزیزانو مړي له بېلابېلو سیمو وموندل. د خور مړی یې ورک و خو وروسته هغه یې هم ومونده.
دا د مرکزي بغلان او بورکې د سیمې د ډېرو کورنیو کیسه ده. ګڼ شمېر هغو کسانو سره چې نور محمد ته فاتحې لپاره راغلي وو له خبرو وروسته را ته مالومه شوه چې د پام وړ شمېر یې د خپلې کورنۍ یو، دوه یا درې غړي له لاسه ورکړي.

د فاتحې په مراسمو کې خلکو له سېلابه خپلې تجربې شریکولې.
فاتحې ته راغلو کسانو په ډله کې ناست یوه عمر خوړلي سړي ويل، "دا سېلاب نه و. عجیبه شی و. نه پوهېږم په نیم ساعت کې دا اوبه په دومره زور له کومه راغلې؟!"
سېلابونو بغلان سخت ځپلی. اوښتي زیانونه او ویجاړۍ به د وخت په تېرېدو ورغېږي خو د نور محمد په څېر کسانو په ژوندانه کې زړه ته د ورنژدې عزیزانو د بېلتون له امله راغلې تشه به تلپاتې وي.
په افغانستان کې هر کال بارانونه او سېلابونه ځاني او مالي زيانونه اړوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې تر ټولو ډېر زیانمن او لږ چمتووالی لري.











