زلمیان د ډرامې کتلو له کبله په ۱۲ کاله سخت کار محکوم شوي

زلمیان د ډرامې کتلو له کبله په ۱۲ کاله سخت کار محکوم شوي

د بي بي سي کوریايي برخې یوه کمیابه وېډیو ترلاسه کړې چې شمالي کوریا په ښکاره دوه زلمیان له دې کبله په ۱۲ کلونو شاقه (سخت کار) محکوم کړي چې د K په نامه ډرامه یې کتلې ده.

ښکاري چې دا وېډیو په ۲۰۲۲ کې ثبت شوې ده او دوه ۱۶ کلن زلمیان په یوه سټډیم په ازاده فضا کې د سلګونه زدکوونکو پر وړاندې لاس تړلي درول شوي. همداشان یونیفورم لرونکي پوځیان ښکاري چې دا زلمیان "پخپلو تېروتنو کې د ژور فکر" نه کولو له کبله رټي. پیونګ یانګ د جنوبي کوریا د سرګرمۍ پر هر ډول وسیلو بندیز لګولی دی.