څېړنه: لږ پلی تګ ښايي د شکر ناروغۍ مهارولو کې مرسته وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې نوې څېړنې موندلې ده چې هر ساعت کې درې دقیقې پلی تګ په وینه کې د شکر د کچې کمېدو کې مرسته کولی شي.
د یوې کوچنۍ تجربې دا پایله د بریتانیا د شکر ناروغانو لپاره خیریه کنفرانس کې وړاندې شوې ده.
یاده څېړنه پر هغو ۳۲ کسانو عملي شوې چې د شکر لومړی ډول ناروغي یې لرله، دوی کې داسې کسان ازمویل شوي چې په هر ساعت کې څو دقیقو لپاره پلی ګرځېدلي او دې کار یې په وینه کې د شکر کچې مهارولو کې مرسته کړې ده.
په بریتانیا کې د شکر لومړي ډول څه باندې ۴۰ زره ناروغان دي.
کله چې یو بدن په شکر ناروغۍ اخته شي، نو بدن د انسولین تولید دروي چې دا کار په وینه کې د شکر د کچې لوړېدو سبب ګرځي او د پیچکارۍ له لارې د ځینو انسولینو ترلاسه کېدو ته اړتیا پیدا کېږي.
"ټیلیفون کې د خبرو پرمهال وګرځئ"
د بریتانیا شکر ناروغۍ ټولنه کې څېړنمشره الیزابېت رابرټسن چې د څېړنې بسپنه یې هم ورکړې ده وايي، هغه کسان چې لومړی ډول شکر ناروغي لري، بهر ته وځي او پلی ګرځي، روغتیا یې ښه کېږي.
روبرټسن زیاتوي: "دا کار د نه منلو په ډول هڅوونکی دی، د څېړنې پایلې ساده خو عملي دي، لکه ګرځند ټیلیفون کې د خبرو پرمهال ګرځېدل یا دا چې د ټیلیفون زنګ برابر کړې چې هر نیم ساعت کې د څو دقیقو لپاره د پلی ګرځېدو یادونه درته وکړي، د اوږد مهال لپاره له کېناستو ډډه وکړې چې دا کار په وینه کې د شکر د کچې مهارولو کې مرسته کوي".
په لنډه موده کې، ښايي د شکر ناروغي لا پسې زیاته شي چې د ګردو کار پرېښودل او په سترګو کې ستونزې او د زړه ناروغۍ هم پکې راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سنډرلېنډ پوهنتون سرڅېړونکي دوکتور متیو کمپبل ویلي، د څېړنې پایلې حیران کړ، په تېره د لږ پلي تګ تمرین خبرې.
دی زیاتوي، د هغو کسانو لپاره چې د شکر د لومړي ډول په ناروغۍ اخته دي، د لنډ مهال لپاره سپورت کول د لا نور بدي فعالیت لپاره د ښې پیلامې په مانا کېدای شي.
په څېړنه کې هغو ۳۲ بالغو کسانو ګډون کړی چې لومړی ډول شکر ناروغي یې لرله، دوی د اوو ساعتونو کېناستو دوه پړاوونه بشپړ کړل.
په یوه پړاو کې دوی ناست وو، په پل کې هر نیم ساعت کې درې دقیقې عادي روان وو او د ۴۸ ګړیو لپاره د دوی په وینه کې په پرلپسې ډول د شکر کچه څارل کېده، دوی په اوو ساعتونو کې یو ډول او یوه اندازه خواړه خوړل او په بدن کې یې د انسولین یو ډول اندازه ساتلې وه.
په دې ډول د دوی پلی تګ په وینه کې د شکر کچه ۶٫۹ میلیمول راټیټه کړه چې معمول کچه ۸٫۲ میلیموله وي.
د څېړنې ترسره کوونکي هیله لري چې پر دې مسلې لا ډېره لویه او هر اړخیزه څېړنه وکړي.
ډاکټر کمپبل وايي "دا مسله ساده ده، د ورځې په جریان کې د لنډ وخت لپاره پلی تګ له ډېری خلکو سره په وینه کې د شکر د کچې کنټرولولو کې مرسته کوي".
شکر څه دی؟
شکر یوه مزمنه ناروغي ده، چې په وینه کې د شکر یا خوږې کچه ورسره ډېره لوړېږي، شکر دوه ډوله دی:
- لومړی ډول کې د وجود دفاعي سیستم د انسولین پر تولیدوونکو ژونکو (حُجرو) برید کوي او له منځه یې وړي.
- دویم ډول کې بدن د انسولین کافي اندازه تولید دروي یا په بدن کې د انسولین د هرکلي مسؤلې حجرې انسولین ته غبرګون نه ښيي.
دویم ډول شکر ډېر معمول دی.











