افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو زر ورځې

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو زر ورځې

افغانستان کې له هغه راهیسې چې طالبانو لومړی ځل د نجونو پر منځنيو او ثانوي زدکړو بنديز ولګاوه، اوس زر ورځې تېرېږي. طالبانو ورپسې دا بنديز د نجونو پوهنتون کچې ته هم وغځاوه.

بي بي سي پښتو ټلويزيون سر له نننه افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د بنديز زر ورځو پوره کېدو په اړه د راپورونو لړۍ خپروي، چې نن په کې د دوو نجونو کیسه لرو.