اېچ پي وي څه ډول وېروس دی او څنګه د سرطان لامل ګرځېدلی شي؟

انټوني پیریم تر ژامې لاندې د یوې ټوټې پرته بل هېڅ نښه نه درلودله.

د عکس سرچینه، Anthony Perriam

د عکس تشریح، انټوني پیریم تر ژامې لاندې د یوې ټوټې پرته بل هېڅ نښه نه درلودله.
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د دوو ‌اولادونو هغه پلار، چې تر زنې لاندې یې کوچنی پړسوب سرطان ثابت شو، نژدې وه چې ژبه وبایلي.

کله چې انټوني پيريم لومړی ځل تر زنې لاندې پړسوب احساس کړ، نو خپل کورني ډاکتر (جي پي) ته ولاړ. څو اوونۍ وروسته ډاکترانو ورته وویل چې هغه د انسان د پاپيلوما وېروس یا اېچ پي وي (HPV) له امله د سر او غاړې په سرطان اخته شوی دی.

اېچ پي وې د وېروسونو یوه ډېره عامه ډله ده چې پر پوست اغېز کوي. دا وېروس د ډېرو خلکو لپاره ستونزه نه جوړوي. خو ځینې ډولونه یې د سرطان او یا د انسان په تناسلي برخو کې زخې یا مېخکونه (warts) رامنځته کوي.

ښاغلي انټوني وايي:

"ما تل اورېدلې وه، چې د اېچ پي وې وېروس یوازې په ښځو کې د رحم د سرطان (سروېکل سرطان) لامل کېږي، خو هېڅکله مې تصور نه شوای کولای چې دا وېروس دې په نارینه‌وو کې هم داسې سرطانونه را منځته کولای شي."

یادونه: په دې راپور کې ځینې داسې انځورونه کارول شوي، چې کېدای شي د ځینو لوستونکو لپاره خواشیني کوونکي وي.

انټوني زیاته کړه:

"ځان بختور ګڼم چې لا هم خوراک او خبرې کولی شم، خو که مې د خپلي ناروغۍ په اړه پر وخت ډاکترانو ته خبر نه وای ور کړی، نو کېدای شي ژبه مې له لاسه ورکړې وای، یا حتا مړ شوی وای."

د برېتانیا روغتیايي سیسټم (NHS) په وینا، ډېری خلک چې په اېچ پي وي اخته شي، بدن یې په خپله یاد وېروس له منځه وړي.

خو په ځینو مواردو کې دا وېروس کولی شي د انسان په تناسلي برخو کې مېخکونه او یا سرطان رامنځته کړي، چې په نارینه‌وو کې ډېر وخت د سر او غاړې سرطان وي او په ښځو کې د رحم سرطان.

د برېتانیا روغتیايي سیسټم ۱۲ او ۱۳ کلونو ماشومانو او همدارنګه هغو کسانو ته چې د اېچ پي وې له لوړ خطر سره مخ دي، د واکسین کولو سپارښتنه کړې ده.

انټوني وايي، "که مو په بدن کې کوم پړسوب ویني او درد هم کوي، نو حتماً ډاکتر ته ولاړ شي. د دې ډول سرطان په اړه ډېرې لږ خبرې کېږي، په ځانګړي ډول د نارینه‌وو ترمنځ. خو پر وخت اقدام مو ریښتیا هم ژوند ژغورلای شي."

بالاخره د انټوني د ژبې په بېخ کې یو تومور پیدا شو.

د عکس سرچینه، Anthony Perriam

د عکس تشریح، بالاخره د انټوني د ژبې په بېخ کې یو تومور وموندل شو.

سره له دې چې هغه هېڅ څرګنده نښه نه لرله، خو د سي‌ټي سکن، بايوپسي او اېم‌آر‌آي معایناتو یې د ۲۰۲۳م کال د مارچ په میاشت کې ناروغي تائید کړه.

۴۱ کلن انټوني وايي:

"کله چې مې ناروغي تائید شوه، یو ماشوم مې درې کلن او بل شپږ کلن و. زما لومړۍ اندېښنه ځانته نه وم، بلکې هغوی ته وه. د اولادونو لپاره مې ډېر ځورېدلم."

ډاکترانو د هغه له غاړې ۴۴ لمفاوي غوټې (lymph nodes) را وایستلې او اصلي تومور، چې د ژبې په بېخ کې و، د روبوټ په مرسته یې د جراحۍ له لارې ومونده.

انټوني وايي:

"ډاکترانو را ته وویل، د ناروغۍ د ډېرېدو مخه دې پر وخت نیول شوې ده. که لږ نور هم ناوخته شوی وای، یوه لمفاوي غوټه نژدې وه، چې وچاودي او سرطان د بدن نورو برخو ته خپور کړي."

انټوني د سرطان له تائید دمخه د سي، ټي، سکین او ایم، آر، آی سکین ترسره کړ.

د عکس سرچینه، Anthony Perriam

د عکس تشریح، انټوني د سرطان له تائید دمخه د سي، ټي، سکین او اېم، آر، آی سکین ترسره کړ.

د وړانګو درملنه (Radiotherapy) او کيمياوي درملنه (Chemotherapy) ډېره سخته وه، او له امله یې انټوني ۲۲ کيلوګرامه وزن له لاسه ورکړ.

هغه وايي، "خوله مې په بشپړه ډول وچه شوې وه او لاړې پکې نه وې. حتا څښل هم راته سخت وو، ځکه هر څه به مې په خوله کې را غونډېدل. دومره کمزوری شوی وم چې بالاخره مې وېلچېر ته اړتیا پيدا شوه."

انټوني زیاتوي:

"کله چې به مې په وېلچېر کې د وړانګو پر مټ درملنه کېده، نو رواني حالت مې ډېر خراب شو، خو کورنۍ به مې حوصله راکوله. ما غوښتل ژوندی پاتې شم او خپله ۴۰م کلیزه ولمانځم."

اېچ پي وي څه ډول وېروس ده؟

اېچ پي وي پر پوست اغېز کوي او له ۱۰۰ زیات ډولونه لري.

دا وېروس د تناسلي برخو د پوستکي له تماس، د مهبل، مقعد یا خولې له لارې د جنسي اړیکې او د جنسي وسایلو د شریکولو له لارې انتقالېدای شي.

د برېتانیا په وېلز کې د واکسین ملي پروګرام له لارې دا اېچ پي وي وېروس مخنیوي واکسین خلکو ته ورکول کېږي او تر ټولو ښه اغېز هغه وخت لري چې ماشومانو ته د ۱۲ او ۱۳ کلونو په عمر کې ورکړل شي.

د وېلز پوهنتون روغتون وايي: له ۲۰۰۸م کال راهیسې چې دا واکسین پیل شوی هغه ښځې، چې عمرونه یې د شل کلنۍ په شاوخوا کې دي، د رحم د سرطان پېښې پکې نژدې ۹۰ سلنه راکمې شوې دي.

جراحانو د عملیاتو په اوږدو کې د انټوني له غاړې ۴۴ لمفاوي غوټې را وایستلې.

د عکس سرچینه، Anthony Perriam

د عکس تشریح، جراحانو د عملیاتو په اوږدو کې د انټوني له غاړې ۴۴ لمفاوي غوټې را وایستلې.

سندېپ بېري، چې د وېلز په مرکز کارډېف او وېلز روغتیايي اداره کې د غوږ، پزې او ستوني د ناروغیو متخصص او د سر او غاړې جراح دی، له میندو او پلرونو غواړې چې خپل ماشومان د اېچ پي وې وېروس مخنیوي واکسین کولو ته وهڅوي.

ښاغلي بیري وايي:

"د اېچ پي وي واکسین له کلونو راهیسې په نړۍ کې کارول کېږي. خوندي او اغېزمن دی او د وېلز د واکسین ملي پروګرام برخه ده.

دا واکسین له هلکانو او نجونو سره مرسته کوي چې روغ پاتې شي. د اېچ پي وې په وېروس پورې تړلي سرطانونو مخه نیسي او په ټوله کې د عامې روغتیا د پیاوړتیا لامل شي.

دا واکسین په برېتانیا کې د اتم ټولګي زده‌کوونکو ته ورکول کېږي، ځکه په همدې عمر کې د بدن دفاعي سیستم تر ټولو ښه غبرګون ښيي او دا وخت لا د جنسي اړیکو له پیله مخکې وي."