د مکسیکو هغه سیمه چې مېرمنې په کې له پېړیو ځواکمنې دي

A Zapotec woman pictured during a fair celebration in Istmo de Tehuantepec.

د عکس سرچینه، Getty images

داسې ښکاري، چې مکسیکو به په لومړي ځل یوه ښځه ولسمشره وټاکي. دا به په دغه هېواد کې چې د نرواکه ماکو (macho) کلتور اوږده مخینې لري، یوه تاریخي موضوع وي.

مکسیکو د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د ښځو د وژنې کچه په کې لوړه ده.

دغه شا ليد ته په کتو، د لاتینې امریکا په دغه هېواد کې واک ته د یوې ښځې د رسېدو شونتیا د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

له واکمن ګونده کلاوډیا شېنبایوم او د اپوزیسیون مشره سوچیتل ګالوېز د یکشنبې ورځې ولسمشریزو ټاکنو ګټلو لپاره سره مبارزه کوي.

خو په اېستمو دې تېهاونتپیک سیمه کې د یوې مېرمنې واکمنېدل "انقلاب" نه برېښي. په دې سیمه کې د ښځو پیاوړتیا د مکسیکو په عمومي انځور کې یو "استثنا" ګڼل کېږي.

هلته له لسېزو راهیسې هنرمندان او روڼ اندي هڅول شوي، چې د مکسیکو د مېرمنو ځواکمن انځور نندارې ته وړاندې کړي.

'د ښځو ښار'

مکسیکو

ګریسلډا مارتینز یوه عادي زاپوټیکۍ ده، چې په اېستمو دی تېهاونتپیک سیمه کې ترټولو اغېزمن توکم دی. نوموړې ځان د یوې پیاوړې، مبارزې، زړورې، خپلواکې او ځواکمنې مېرمنې په توګه معرفي کوي.

"هغه وخت را رسیدلی چې ښځې د مکسیکو واکمني وکړي. اوس راځئ چې وګورو هغه کولی شي د هېواد لپاره" ښې چارې ترسره کړي."

دا سیمه د "اېستمو" په نوم هم پېژندل کېږي، چې سویلي ایالتونو اوکساکا او ویراکروز ترمنځ پرته ده. دا په مکسیکو کې د سمندرونو ترمنځ تر ټولو نرۍ تړانګه ده.

دا ۲۰۰ کیلومتره پراخه او په زیرمو بډایه ځمکه ده، چې اتلانتیک او ارام سمندر سره جلا کوي. له همدې کبله دا یوه ترانزیتي سیمه ګرځېدلې او له پیړیو راهیسې یې د کلتورونو بدلون ته لار هواره کړې ده.

په اېستمو کې جوچېتن د زاراکوزا د ښځو ښار په نوم یادېږي. د دوی مهم بازار په سیمه ییز اقتصاد کې د ښځو د نفوذ شاهدي ورکوي.

هلته ډېری مېرمنې له نسلونو راهیسې د کورنیو مشري کوي. دې ټولو په شلمه پېړۍ کې ډیر بهرني څېړونکي پر دې باور کړل، چې دلته مور واکي واکمنه ده.

مېرمن مارتینز بیا وايي: "دا رښتیا نه ده. ښځې او نارینه د کور په اقتصاد کې یو ډول ونډه اخلي."

د کورنۍ اقتصاد کې یو ډول ونډه اخیستل د مکسیکو په نورو سیمو کې معمول نه دي، همدارنګه دا دود په دا وروسیتو کلونو کې رامنځ ته شوی.

د خلاصون تاریخ

A large cheerful woman in front of a market stall selling food
د عکس تشریح، ګریسلډا مارتینز

مارتینز په بازار کې خپل د خوړو پلورنځي کې د اسټمیناس په تاریخي فعالیتونو خبرې کوي.

"په نولسمه پیړۍ کې سیمه ییزو ښځو د نارینو تر څنګ د فرانسوي یرغلګرو پر وړاندې جګړه وکړه. هغوی مو د لرګیو او ډبرو په زور وشړل."

دې سیمې په نولسمه پېړۍ کې څو کورنۍ جګړې ولیدلې، چې ډیرې ښځې یې کونډې کړې او ډیرو یې مالي مرستو ته اړتیا درلوده.

په دوی کې ډیرې مجبوره شوې، چې د مالي خپلواکۍ لپاره سوداګریز سفرونه وکړي. انسان پېژندونکې پاتریشیا ماتوس وايي: "دلته تاریخي بغاوتونه پېښ شوي، او ښځې په کې ډیرې فعاله وې."

دلته ډیر توکمیز ګروپونه شته او زاپوټیک یې خورا اغېزمن دی. د انسان پېژندنې کارپوه هاوارډ کمپبل وايي:"د اسپانې د واکمنۍ پر مهال زاپوټیک خپل توکمیز هویت ساتلی و، چې اسپانوي کلتوري او سیاسي حاکمیت یې وننګاوه."

تاریخپوهان هر وخت د اسپانویانو پر وړاندې د ۱۷مې پېړۍ په بغاوتونو کې د ښځو پر ونډه خبرې کوي.

په زاپوټیک کې خبریاله ډیانا مانزو بي بي سي ته وویل: "موږ دا زړورتیا له خپلو پلرونو اخیستې ده."

کورنۍ

مکسیکو

د زپوټیک د مېرمنو ارزښتونه په کورنیو کې زده کېږي او نسلونو ته په مېراث پاتې کېږي. فیمینیزم دلته یو نوښت نه دی بلکې ورسره زېږیدلی دی.

ډېر خلک چې موږ ورسره خبرې وکړې او ومو پوښتل، چې نیاګانې یې څنګه خپلواکه شوې، وايي: "هېڅ وخت یوه نارینه ته مه په تمه کېږئ."

د سوداګرۍ د ادارې زده کوونکې میشل لوپیز وايي: "ما په کورنۍ کې خپل غرور او پر ځان باور ترلاسه کړ. موږ په لسیزو د نارینه و ملاتړ نه درلود. هغه وخت ښځو پالنې او مرستې کولې."

نوموړې له سیاسي بدلونونو سره هممهاله وايي، سیاسي واک د نویو آزادیو د رامنځته کولو یوازینۍ وسیله نه ده.

"دا ښه ده، چې ښځینه ولسمشره ولرې، خو ښځه د نفوذ لرلو لپاره سیاسي موقف ته اړتیا نلري. موږ وښودله چې موږ کولی شو ټولنې ته خوځښت ورکړو او لاره ورته وښيو پرته له دې سیاسي موقف یا رهبري ولرو."

سیاسي فعالیت

مکسیکو

د مکسیکو مېرمنو هم د ډېرو نورو هېوادونو په څېر د سیاسي واک ترلاسه کولو لپاره تاریخي مبارزه کړې. کمپبل وايي: "په هرحال، اېستمو ته ډېری د استثنا په سترګه ګوري."

د ۱۹۷۰مې لسیزې په اوږدو کې اسټمیناس د کارګرانو په مشرۍ ایتلاف (COCEI) کې لوی رول لوبولی. دوی د بنسټیز انقلابي ګوند (PRI) په مشرۍ سیاسي واکمنۍ وننګوله.

د انسان پېژندونکې ماتوس په وینا، زاپوټیک توکم د بغاوت د سمبول په توګه کارول کېده. نوموړې وايي: "لویه برخه یې د زاپوټیک د ښځو ځواک وه."

په لویه کچه د کاسی ( COCEI) مبارزې له کبله ۱۹۸۱ کال کې جوچیتان د مکسیکو یو له لومړنیو ښارونو څخه شو، چې سوسیالیستي حکومت په کې واکمني کوله.

کمپبل وايي: "د ښځو شمېر د لاریونونو او غونډو په بهیر کې له نارینو زیات و. دوی د لوږې اعتصابونه وکړل او فزیکي خطرونه یې په سر ومنل."

هغه زیاتوي، چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د مکسیکو مېرمنو لپاره دا ډول ښکیلتیا ډیره معمول نه وه. له هغه مهال راهیسې ښځینه ښاروالې ټاکل کېږي، سره له دې چې شمېر یې کم دی.