د نظرپوښتنې وړاندوېینه: مودي درېیم ځل ټاکنې ګټلی شي

مودي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نظرپوښتنې وايي چې د مودي بهارتیا جنتا ګوند د ټاکنو د ګټلو په درشل کې دی
    • Author, شيريلان مولان
    • دنده, بي‌بي‌سي‌نیوز، ممبۍ

نظرپوښتنې ښیي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به احتمالا د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټي.

شنونکي خبرداری ورکوي هغه نظر پوښتنې، چې بېلابېلو خبري اژانسونو خپرې کړې دي، په تېرو وختونو کې ناسمې وې او بې‌پرې نه دي.

په هر حال، دې نظر پوښتنې په ټولټاکنو کې د مودي بهارتیا جنتا ګوند لومړي مقام کې راوستلی دی.

د بهارتیا جنتا ګوند، د کانګرس اصلي اپوزیسیون ګوند او سیمه ییزو سیالانو د رایې ورکولو اوو پړاوونو په سخت کمپاین کې سیالي وکړه.

پایلې به د جون په څلورمه اعلان شي.

هر ګوند یا ټلواله د حکومت جوړولو لپاره په پارلمان کې ۲۷۲ څوکیو ته اړتیا لري.

د نظر پوښتنو له مخې، د بهارتیا جنتا ګوند په مشرۍ ملي دیموکراتیک اتحاد به له دې هدف وړاندې ولاړ شي؛ داسې چې تمه کېږي نژدې دوه پر درېیمه څوکۍ ترلاسه کړي.

د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې، پرته له دې چې د رایو ورکولو له مرکزونو د رای اچوونکو له وتلو وروسته ترسره شوې نظرپوښتنې ته اشاره وکړي، خپله بریا لا له وړاندې اعلان کړه.

هغه پر ټوېټر پرته له دې چې د خپلې ادعا لپاره شواهد وړاندې کړي، لیکلي: "زه په ډاډ سره ویلای شم چې د هند خلکو د ملي دیموکراتیک متحد حکومت د بیا ټاکلو لپاره په ریکارډ شمېر کې رایه ورکړه."

ټولپوښتنې څه وايي؟

ګاندي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند اصلي اپوزیسیون کانګریس ګوند د بهارتیا جنتا ګوند د مخالفینو په خاموشولو تورن کړی ، خو دوی دا تورونه ردوي

لومړي وزیر مودي په دې ټاکنو کې له پراخ شهرت سره ګډون وکړ، خو د هغه اصلي سیال - د هند ملي کانګرس مشر راهول ګاندي - او د اپوزیسیون ګوندونو د ټلوالې د اوږده ټاکنیز کمپاین په جریان کې ځان ته پام ورواړاوه.

اوس شپږ نظرپوښتنې د ملي دیموکراتیک اتحاد ټلوالې لپاره د لویې بریا وړاندوېینه کوي چې مشري یې د بهارتیا جنتا ګوند کوي، خو تل پر دا ډول نظر پوښتنو تکیه نه شي کېدلی.

شمېرې
شمېرې
شمېرې

که څه هم انفرادي شمېرې توپیر لري، تمه کېږي چې ملي دیموکراتیک به د ۳۵۵ او ۳۸۰ ترمنځ څوکۍ ترلاسه کړي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، تمه کېږي د هند ملي ټول شموله پراختیا اتحادیه (انډیا)، چې د کانګرس ګوند په ګډون له شلو ډېر اپوزیسیون ګوندونه پکې شامل دي، چې له ۱۲۵ تر ۱۶۵ پورې څوکۍ ترلاسه کړي.

بي جي پي یوازې ممکن شاوخوا ۳۲۷ څوکۍ وګټي، چې د ۳۷۰ څوکیو هدف ته د رسېدو له څوکیو به کمې وي.

"خورا ستونزمن کار"

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مودي یو له هغو مشهورو مشرانو دی چې په وروستۍ لسیزه کې هند کې نسبتا ډېر محبوبیت لري

هند د ۱ اعشاریه ۴ میلیاروګړو په لرو د نړۍ تر ټولو ډېر ګڼ مېشتی هېواد دی او په یوه پړاو کې د ټولټاکنو ترسره کول پکې ستونزمن دي.

په هند کې شاوخوا ۹۶۹ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي، چې دا د امریکا، روسیې، جاپان، بریتانیا، برازیل، فرانسې او بلجیم له ټولټال نفوس سره برابریږي.

"د هند ډیموکراسي له ګواښ سره مخ ده"

په هند کې د رایې ورکولو بهیر خورا لوی دی، په میلیونونو خلک په هر پړاو کې د رایې ورکولو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په هند کې د رایې ورکولو بهیر خورا لوی دی، په میلیونونو خلک په هر پړاو کې د رایې ورکولو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي

د "رام" مندر پرانیستل به - چې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د شخړې موضوع وه - او همدا راز د حکومت ټولنیزپاله پروګرامونه به د دې ټاکنو په جریان کې واکمن ګوند ته ګټه ورسوي.

خو د لوړې کچې بېکاري او لوړېدونکې بیې - په ځانګړي توګه د خوراکي توکو او سونګ نرخونه - هم ډېرو رای ورکونکو ته اهمیت لري.

دا ټاکنې د اپوزیسیون،‌ فعالانو او د انساني حقونو د نړیوالو سازمانونو له لوري د تورونو په لړ کې وشوې، چې وايي د هند دیموکراسي تر ګواښ لاندې ده؛ هغه مسله چې ممکن د خلکو د رایې ورکولو طریقه یې اغېزمنه کړې وي.